بېل ګېټس

  د نړۍ مشهور پروګرام جوړوونکی ، لوی پانګه وال او د مايکروسافټ څښتن ( بېل ګېټس ) نړيوالو ته په راتلونکو پنځو کلو د کمپيوټر په برخه کې د هېښوونکو پرمختګونو زېری ورکوي . ده وويل ، چې ډېر ژر به داسې کمپيوټرونه بازار ته راووځي ، چې د انسان له حواسو سره به کار کوي ، د بېلګې په توګه د ليکلو پر ځای به د انسان له غږ سره کار کوي . په حقه سره ويلې شو ، چې بېل ګېټس د کمپيوټري يا معلوماتي اوښتون په رامنځته کولو کې بنسټيزه ونډه درلوده .
وليام هنري ګېټس ( درېيم ) ، چې د بېل ګېټس په نامه مشهور شوی ، د 1955زکال د اکتوبر په 28 مه نېټه په واشنګټن ( سيټل ) کې زېږېدلی دی ، پلار يې وليام قضايي وکيل و، مور يې ماري نومېده اود ښوونکي دنده يې درلوده . د بېل ګېټس د منظم ژوند تر شايې دمور لاس و . دوه خورګانې درلودې کرسټين او لېبي . بېل له هماغه کوچنيتوب څخه معلومېده ، چې ځانګړې وړتيا لري ، ده خپل وخت نه ضايع کاوه ،ده دخپلې کورنۍ له ماښامنۍ ناستې څخه هم د زده کړې ګټه اخېسته او د د هغه وخت ماښامانۍ ناسته د يو ګټور چاپېريال په توګه يادوي . بېل عادي کس و ، خو په ځينو برخو کې يې بيا ځانګړی او مختلفې پياوړتياوې او قوي حافظه درلوده . هغه به تل دا خبره تکراروله : « د هر څه د ترسره کولو وس لرم ، خو په دې شرط چې خپل ټول پام هماغه لور ته واړوم »
بېل ګېټس دمايکروسافټ شرکت بنسټګر دی او په تېرو لسوکلو کې د نړۍ تر ټولو بډايه کس په توګه پېژندل شوی ، په 2005ز کې يې پانګه 51 مېليارد ډالرو ته رسېدلې وه اوپه 2007 ز کې 59 مېليارد ډالرو ته ورسېده .
ګېټس د خپل عمر له هماغو لومړيوکلونو څخه د بېدار ذهن څښتن و ، له رياضي سره يې ډېره لېوالتيا لرله او اتلس کلن و ، چې دائرة المعارف يې ټول ولوست ، د لايکسايډ په منځني ښوونځي کې بېل ګېټس وتوانېده ، چې د رياضي په مضمون کې له خپلو ټولو ملګرو ډېرې نومرې يوسي او کورنۍ يې په دې وپوهېده ،چې بېل ځانګړې وړتيا لري . په 1968ز کې يې ليګ سايډ ښوونځي ته واستاوه ، ښوونځي پرېکړه وکړه ، چې دخپلو زده کوونکو لپاره د کمپيوټر سېسټم راونيسي ، دغه کمپيوټر د بېل د ژوند برخليک وربدل کړ . د زده کړې دمهال يو ملګری يې دده په اړه وايې :« بېل زموږ له ټولو څخه ډېر زيرک اوپوه و ،خو بياهم متواضع و ، د ده عمر د9ـ10 کلو تر منځ و خو خبرې يې دلويانو په څېر وې هر څه به يې ، چې ويل زموږ له فکره به ډېر لوړ و. بېل د دوبي چکرونه ډېر خوښېدل د ورزش مختلف ډولونه او په ځانګړې توګه لامبويې ډېره خوښه وه . بېل د څوارلسو کلو و ، چې د پروګرام جوړولويو شرکت يې پرانيست . دوی درې ملګري و بېل ګیټس ، کانټ ايفانس او بول الن ، چې تل به يې کمپيوټر ته ځانګړی اهميت ورکاوه ،وروسته بيا درې واړو دمايکروسافټ شرکت جوړ کړ دغو ملګرو به د تفريح وخت دکمپيوټر مخ ته تېراوه ان تردې ، چې له خپلو استادانو دوی ډېر پوهېدل او تل به يې ورسره ستونزې راپيدا کېدلې . دغه نوې الې دوی ته دومره وخت نه ورکاوه ، چې خپل درسونو ته پوره پاملرنه وکړي . بېل ګېټس څوارلس کلن و ، چې د لنډو پروګرامونو پر ليکنه يې پيل وکړ ، لومړني کارونه يې د ګوتوپه شمېر لوبې وې ، ددغو لوبو په ليکنه کې يې له رياضي او منطق څخه ګټه اخېسته . کله ، چې بېل ګېټس له ښوونځي فارغ شو غوښتل يې ، چې په امريکا کې تر ټولو مشهور پوهنتون هاروارډ ته لار ومومي خو ويې ليدل ، چې په هاروارډ پوهنتون کې د رياضي مزه نشته هماغه و ، چې ورڅخه ورتېر شو او ويې ويل : « که په رياضي کې ښه نه اوسم نوولې ورشم »
بېل ګېټس په01.01.1994 کې له ملېنډا فرنسيو ډالاس سره واده وکړ اودرې اولاده لري جينيفر ګېټس ( 1996ز ) ، جون ګېټس ( 1999) او وېب ګېټس ( 2002) .
2002 ز کې کله چې د بېل ګېټس دکور اوځمکې بيه وارزول شوه، نو 113 مېلونه ډالره قيمت يې درلود ، بېل هر کال حکومت ته د کور او ځمکې يو مېليون ډالره ماليه ورکوي .
ځوان مدیر .... خوجدي او سخت ګير :
کله چې بېل مايکروسافټ شرکت پرانيست ، نوموړی له هېواده بهر پر سفر بوخت و ، دغه مهال مېريم لوبر لومړنۍ سکرتره ټاکل شوې وه . بېل ، چې له سفره کله راستون شو اوخپل دفتر ته ولاړ ،سکرترې په شرکت کې يو لوړپوړي مدير ته شکايت وکړ :، چې يوکوچنی ماشوم د بېل ګېټس دفتر ته ورننوت او دهغه پر کمپيوټريې لوبې وکړې، خوکله چې پوهه شوه له ډېرې حيرانتيا يې خوله وازه پاتې شوه ، چې دا بېل ګېټس دی . بېل ګېټس دخپل عمر په پرتله ډېر ماشوم ښکارېده . کله چې د مېريم مېړه وپوهېده ، چې د مېرمن رئيس يې 21 کلن دی . ورته يې وويل : چې ته ځان باوري کړه ،چې د بلې مياشتې معاش به واخلی کنه ؟
دوخت په تېرېدو بېل او الن پرېکړه وکړه ، چې د ډېر کار په موخه دخپل دفتر لپاره پراخه اوښه ځای ونيسي ، دوسايلو اوسامان د لېږد پرمهال بېل د خپلونورو ملګرو لپاره د پرله پسې او نه ستړي کېدونکي کس بېلګه وه . بېل به يخه پيزه خوړله اوټوله شپه به په دفتر کې دکار لپاره پاتې کېده ، کله چې مايکروسافټ دلومړي ځل لپاره خپل يومېليون ډالر برابر کړل دکارکوونکو شمېر يې 13 تنه و. بېل په دې ګروهه دی ، چې له نه تړون نه يو عادي تړون هم ښه دی . سره له دې ، چې بېل زيارکښه او په خپل کار کې جدي و ، له خپلو کارکونکو سره په چلند کې له ستونزو سره مخامخ کېده . بېل زغم نه درلوده او له خلکو سره به زر نښته . کارکونکي به له ده سره هر وخت په جنجال اوښتي وو ، که کار به هر څومره کره و خو بېل به ويل ، چې نور يې هم کره کړﺉ .کله به ، چې بېل وانګېرله ، چې دوی خپل هر څه مايکروسافټ ته نه ورکوي چيغې به يې وهلې .
دستورو پر لور دبېل او مايکروسافټ يون
( ای بي ام ) بېل ګېټس او الن ته وړانديز وکړ ، چې د دوی لپاره پروګرام جوړ کړي ، نوموړی شرکت چمتو و ،چې په مېليونوډالر لګښت پر ځان ومني تر څو ښه توليد ولري . بېل د دوی ټول شرطونه ونه منل او بل شرکت ته ولاړ ، هغوی د سټيل په نوم د کمپيوټر پروګرامونه اونور اړونده توکي برابرول . بېل د ( کيوډاس – 86 ) په نوم پروګرام دوی ته جوړ کړ ، مايکروسافټ ددغه پروګرام حقوق په 25 زره ډالره راونيوه ، پروګرام ته يې وده ورکړه او پر ( ای بي ام ) يې وپلوره ، دا و د ستورو پر لور د مايکروسافت پاسپورټ .
د نړۍ تر ټولو بډايه دخپلې پانګې درېيمه ...
ګېټس په 1994ز کې د بېل او ملېنډا په نوم خيريه ټولنه جوړه کړه ، ټولنې په درېيمه نړۍ کې له لږه کيو او درېيمې نړۍ سره د پام وړ مرستې وکړې په ځانګړې توګه د ايډز په برخه کې .
په 2000 ز کې دغه موسسې له کامبرج پوهنتون سره د ګېټس سکالرشپ په نامه 210 مېليونه ډالر مرسته وکړه همدارنګه موسسې له 7000 ميليونو زيات ډالر دخير ښېګړې په چارو کې لګولي . فوربز مجلې په 2005 :« بېل او ملېنډا 28.4 مېليارده ډالر دخير ښېګړې په چارو کې مصرف کړي يا په بله وينا بېل ګېټس د خپلې پانګې درېيمه برخه په خيريه کارونو کې مصرف کړی ده . »
دبېل ګېټس پانګه
بېل ګېټس هره ثانيه 250 ډالر ګټي يا په بل ډول، د ورځې20مېليونه ډالره او په کال کې ۸ مېليارده ډالرګټي . که چېرې 100 ډالر مصرف کړي او تاوان وکړي دا پرې هېڅ اغېز نه کوي ، ځکه چې په څلورو دقيقو کې يې بېرته ګټي . بېل ګېټس که وغواړي کولای شي د ملګرو ملتونو ټول پورونه په لسو کلو کې ورپرې کړي ، ديادونې وړ ده ، چې ملګري ملتونه پنځه نيم ترېليونه پوروړې دي .
که چېرې بېل د ځمکې هر اوسېدونکي ته 15 ډالره ورکړي له ده سره بيا هم 5 مېليونه ډالر پاتې کيږي .