محمود احمدي نژاد

 نن سبا د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د اکثرو رسنیومهم فیګور ( څیره ) ګرځیدلی . دده په اړه ناندرۍ هغه وخت پیل شوې ، چې ایا ده ته د ملګرو ملتونو په عمومي کالنۍ غونډه کې دګډون لپاره د امریکي اجازه ورکړل شی او که نه ؟ وروسته نه یوازې د امریکې ویزه ورکړل شوه ، بلکې د کولمبیا په پوهنتون کې د وینا وخت هم ورکړل شو . څنګه چې تمه کیده دده له وینا څخه جنجالونه راپورته شول ، ځکه احمدي نژاد په دویمه نړیواله جګړه کې د یهودو ټول وژنی مسألی ته په تاریخي لحاظ د شک او سوالیې نښه کیښوده او دایې هم ورسره زیاته کړه ، چې یهود د جرمنی نازیانو غچ اوس له مظلومو فلسطینانو څخه اخلي . دکولمبیا پوهنتون رییس په خپل وار پر احمدي نژاد لفظي برید وکړ اوهغه یې قاتل او د 21 پیړۍ هټلر وباله . 
دا چې ایران له ډیر وخت راهیسې هڅه کوي پرمختللې وسلې او اټومي ټیکنالوجي تر لاسه کړي ، په دې کې هیڅ شک نه شته . خو له کومې ورځې چې احمدي نژاد واک ته رسیدلی له یوې خوا د ریفورم هغه حرکت چې د هاشمی رفسنجانی او محمد خاتمي په وجود کې پیل شوی و په ټپه دریدلی او له بلې خوا ده له لویدیځ سره په لفظي ماجراجوییو هم پیل کړی دی . احمدي نژاد له یوې خوا له هولو کاسټ څخه منکریږي اوله بلې خوا وایې ، چې اسراییل باید له منځه لاړ شي اویا هم اروپا او امریکا ته انتقال شي ، داتومي پروګرام په برخه کې یې هم ډیر سخت دریځ غوره کړی . احمدي نژاد په خپلو بی باکه څرګندونو سره دلویدیځې نړۍ په ذهنیت کې خپل محبوبیت ډیر له لاسه ورکړی اوداسې هېوادونه لکه جرمنی او فرانسه چې له ایران سره یې ښه اړیکې درلودل ، هم نور نه شي کولای د احمدي نژاد له سیاستونودفاع وکړي . فرانسې خونن سبا څرګنده دښمني ورسره پیل کړې او داسې ښکاري ، چې امریکې د ایران پر وړاندې یو نوی او ځواکمن ملاتړ موندلی وي . ډیر شنونکي د احمدي نژاد دسیاستونو او څرګندونو په اړه نه پوهیږي ، چې هغه د احمدي نژاد ساده ګې ، بې ځایه غرور اوسیاسي حماقت وګڼي او که دده کوم ناپیژندل شوی کرامت . راځی وګورو چې دا ناندیریزه څیره څوک ده ؟ 
پلازمينې تهران ته څيرمه په « اردان » نومې سیمه کې ، چې له پلازمنیې څخه 100 کيلو متره لیرې ده په 1956 ز كې زيږيدلې ، دا ايرانى سياستوال اوس د پلازمینې په سهیل کې استوګن دى . لومړۍ رسمي دنده يې په پوهنتون کې له استادۍ څخه پیل کړه وروسته بیا په نويیمه لسیزه کې د « اردبیل» والی شو، په 2003 ز کې د تهران د ښاروال په توګه وټاکل شو ، وروسته بيا په 2005 ز كې د ايران ولسمشر شو ، د ټولټاكنو په دويم پړاو كې يې خپل سيال هاشمي رفسنجاني ته ماتې وركړه .

د محمود احمدي نژاد ژوند
احمدي نژاد د ايران له يوې بيوزلى كورنې سره اړيكې لري ، پلار يې پښ و .احمدي نژاد لوړې زده كړې د تهران په پوهنتون كې د ساينس او ټيكنالوجۍ په برخه كې تر سره كړې . د ليږد او ټرانسپورټ په څانګه كې ډاكتري لري يو څه موده په همدغه پوهنتون كې استاد هم پاتې شوی . په پوهنتون كې د زده كړې پرمهال د محصلينو د ټولنې د فعال غړي په توګه وځليد وروسته بيا د محصلينو په ټولنه كې د خپل پوهنتون استازى شو ، همدغه ټولنې په 1979 ز كې په تهران كې د امريكايانو په يرغمل نيولو كې فعاله ونډه درلوده . همدارنګه يې د شملې پيړۍ په اتيايمه لسيزه كې د ايران – عراق په جګړه كې د پام وړ برخه درلوده ، په پيل كې د يو عادي سرتيري په توګه پوځ ته ورننوت وروسته بيا د نظامي انجينر په دنده وګومارل شو . 1980 – 1988 جګړې پرمهال د ایران له پولو څخه عراقي سیمو ته اوښتی . 
له 1993 څخه تر 1997 ز پورې د اردبيل ولايت والي و . 
وړاندې تردې ، چې د تهران ښاروال شي دومره مشهوره نه و، ستورى يې هغه وخت وځليد چې كله په 2003 ز كې د ولس د ملګري په نوم د تهران د ښاروالۍ څوكۍ ته كانديد شو ، په ټولټاكنو كې يې د بري سلنه ( 13% ) كمه وه . د ښاروالۍ پر مهال يې هغه وخت له ولسمشر محمد خاتمي سره ټکر راغی ، چې کله يې له پلازمينې تهران څخه ټولې هغه نښې ليرې كولې ، چې د نوښت او موډ سمبول بلل كيدل . احمدي نژاد په تهران كې يو شمير هغه خوړنځايونه وتړل چي خلكو ته به يې عاجل خواړه تيارول. له كاركونكو څخه يې وغوښتل چې ږيرې پريږدي او د اوږدو لستوڼو كميسونه واغوندي همدارنګه يې د برتانوي فوټبالر ډيويد بيكهم د انځور د راكوزولو امر وكړ چې پر يوې تجارتي لوحې ځړيدلې و . 
احمدي نژاد هڅه كوله ، چې نوى ادارې ته د بنسټپالنې رنګ وركړي . ددغه افراطي دريځ لامله ولسمشر محمد خاتمي اړ شو ، چې د وزيرانو شورا له ناستو او غونډو څخه يې ايسار كړي ، پخوا دود داسې و چې د تهران ښاروال د څارونكي په توګه په ناستو كې ونډه اخيستله .
د ولسمشرۍ ټولټاكنې
احمدي نژاد د 2005 زکال د مى په مياشت كې د ولسمشرۍ په ټولټاكنو كې ونډه واخيستله . كله ، چې په لومړنى پړاو كې يې 19،5 په سلو کې رايې واخيستلې ټول خلك يې هيښ كړل ، ځکه له پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني وروسته يې دوهم مقام تر لاسه كړی و . د مى پر 24 مه ، چې كله د دوهم پړاو ټاكنې تر سره كيدلې د ټولو خلكو له حيرانيتا سره احمدي نژاد د ايران د ولسمشر په توګه اعلان شو . احمدي نژاد د بنسټپالنې د خوځښت غړی شميرل كيږي ، دسپاه پاسداران او بسيج مليشو له پراخه ملاتړ څخه برخمن دى .دمصباح ازدي له پيروانو څخه دى علي خامني ته نږدې دی . 
دا به لوستونکو ته عجیبه وبریښي ، چې د ایران ولسمشر دې د پلازمینې په سهیل کې به هغه پلرني کور کې چې له څلویښتو کلو راهیسې له پلار ورته په میراث پاتې دی اوسيږي . په پلازمینه کې دده سیمه له نورو زیاته بیوزله ده . کله ، چې د ښاروال په توګه وټاکل شو په هغه کور کې یې له اوسیدو څخه مخ واړوه ، چې له ښاروال لپاره ځانګړی شوی و . د احمدي نژاد ټوله شتمني یو پلرنی کور ، د 1977 ماډل پيژو ( 504 ) موټر ، دوه بانکي حسابونه ، چې یو یې خالي دی او په بل کې ورته له پوهنتون څخه دده میاشتنی معاش راځي ، چې اندازه یې 250 امریکايي ډالره ده . هغه له دولت څخه د ولسمشرۍ معاش نه اخلي ، مامورینو چې کله په لومړۍ ورځ ولیده ، چې په لاس کې يې پلاستیکي کڅوړه ده او په هغه کې بیا هغه سندویچ دی ، چې میرمن یې ورته برابر کړی او دا یې په غرمنۍ کې خوري ، نو ټول ورته حيران شول . کله ، چې د ولسمشر لپاره يې ځانګړې الوتکه ولیده پوښتنه یې وکړه ، چې قیمت یې څومره دی ؟ مسوول کس ورته په ځواب کې وویل : 35 میلونه یورو . احمدي نژاد ناارامه شو امر یې وکړ ، چې یا یې خرڅه کړﺉ اویا یې په نورو کارو کې وکاروﺉ او پیسې یې د دولت خزانې ته واستوﺉ . له ده نه وپوښتل شو ، چې سفر به څنګه کوﺉ ؟ ده بلمقابل وپوښتل ، چې نور خلک يې څنګه کوي ؟ مامورنیو ورته وویل ، چې په عامو الوتکو کې ځي، ده ورته وویل ، چې موږ به هم په هغو کې سفر کوو . احمدي نژاد سکرتر نه لري او هر وزیر پرته له وخت اخیستو کولای شي ، چې له ده سره وګوري . نوموړی اوس هم په ځمکه ویده کیږي ځکه چې هغه د یوه پښ زوی دی او همدا عادت یې له ډیر پخوا اخیستې دی . 
ويل كيږي چې نوموړي ټولټاكنو ته د كمپاين پر مهال پيسې نه دې مصرف كړي بلكې د جوماتونو د ملاامامانو پراخه ملاتړ ورسره و ځكه دومره په اسانۍ كامياب شو . احمدي نژاد د ولس ملګري په نوم ويبپاڼه لري ، له ولسي ملاتړ څخه برخمن دى ، ژوند يې ساده دى او د فساد د مخنيوي كمپاين يې پيل كړى ، د ايران له اتومي پروګرام څخه هم كلك ملاتړ كوي ، خو لکه څنګه چې تمه کېده د اقتصاد په ډګر کې يې کوم مثبت بدلون رانه وست او په دغه برخه کې ښکاري ، چې د ولس اعتماد يې له لاسه ورکړی وي . احمدي نژاد د كور دننه يو شمير سياسي مخالفين هم لري ، د روان كال د سټمبر پر 25 مه د ايران پخواني ولسمشر محمد خاتمي پر نوموړي غير مستقيمه نيوكه وكړه . احمدي نژاد تيره اونۍ ويلې و ، چې اسراييل بايد د نړۍ له مخ څخه محوه شي ، سره له دې چې د خلكو پر وړاندې نصيحت د سپكولو او ملنډو مانا لري . خاتمي وويل : په كار ده چې موږ بايد هغه څه ونه ووايو ، چې په نړۍ كې سياسي او اقتصادي ستونزې رامنځ ته كولاى شي . موږ نړيوالې سيالۍ نه كوو . خاتمي دغه څرګندونې د تهران د قران كريم په موزيم كې كولې . احمدي نژاد پرون ويلې وو، چې له نخچې څخه د اسراييلو ليري كول زموږ د 27 كلو پخوانی دريځ دى . د احمدي نژاد دواک په اړه دوروستیو ټولپوښتنو څخه تر لاسه شوې پایله په دې توګه ده 61٪ وایي ، چې احمدي نژاد په اتومي مسأله کې له اټکله پورته بری تر لاسه کړی، 44٪ بیا وايي ، چې نوموړي له مالي پړسوب سره له هنره ډک چلند وکړ 37٪ په دې نظر دي ، چې ولسمشر پردې وتوانیده ، چې د فساد د پدیدې مخه ونیسي ، چې لامله یې د هېواد ډیره پانګه بهر ته ایستل کیده . څوارلس میاشتې وړاندې احمدي نژاد له خپل ولس سره ژمنه کړې وه ، چې د تیلو په پانګه کې د ایراني ولس برخه زیاته شي ، دحکومتي مامورینو د ژوند سطحه به نوره هم لوړه شي . ده دمامورينو د ناوړه حالت پړه پر پخوانیو حکومتونو ورواچوله ، خو نوموړی ونه توانیده چې خپله دغه ژمنه تر سره کړي . اوس د ایران اقتصاد د پخوا پرتله نور هم کمزوری شوی او د مالي پړسوب کچه پخوا 12٪ وه اوس 15٪ کې ده . کلنۍ بودیجه اته ملیارده ډالرکسرا لري . په ایران کې د ونډو بیه 50٪ ټیټه شوې او 22٪ بهرنۍ پانګې له ایرانه وتلي ، چې لامل یې اداري فساد ،بیروکراسي او دحکومت سخته تګلارده . 
پردې سربیره په هېواد کې د مالي پړسوب له زیاتوالي سره ډیر خلک بي کاره دي او د بیوزله او بډایه خلکو تر منځ واټن ډیر شوی . 
هغو سیاسي څیرو چې پخوا یې له احمدي نژاد څخه ننګه کوله اوس پرې سختې نیوکې کوي لکه احمد توکلي ، محمود خوشهریه . دوی احمدي نژاد پردې تورنوي چې نوموړي اوس ولسي اړخ او دولس ستونزې له پامه غورځولی او ټول پام یې بهرني سیاست ته وراوښتی . 
په ایران کې لس میلونه وګړي اوزګار دي ، دوی دهغو خلکو چې دکار ځواک او وړتیا لري 35٪ جوړوي . د اقتصادي ځوړتیا له امله همدغه کال 150 زره ایرانیانو خپل کارونه له لاسه ورکړل . په ایران کې دناسیاسي بندیانو شمیر 135 زور ته رسیږي ، دې ټکي ته په پام چې په ایران کې دنفوسو شمیر 70 مېليونه دي . په ایراني زندانونو کې دسیاسي فعالینو ، محصلینو ، ژورنالیستانو اووکیلانو شمیر تر اوسه معلوم نه دی ، کله چې د ( یقین ) په زندان کې د بندیانو شمیر له 16000 څخه زیات شو ،نو ایران په دې وروستیو کې څلور نور زندانونه په شیراز ، اصفهان ، تبریز او تهران کې جوړ کړل . دې ته هم باید توجه وشی ، چې د ( یقین ) زندان د شاه په وخت کې 4000 بندیانو ته جوړ شوی و . 
د فلسطين په كنفرانس كې يې څو پوښتنې راپورته كړې ، لكه ايا رښتيا د هولوكوست پېښه رامنځ ته شوې ؟ ختيځوال او مسلمانان يې ولې قيمت پري كوي ؟ هغه هېوادونه چې په هولوكوست كې يې لاس درلود ولې اجازه نه وركوي چې د همدوى په ځمكو كې يهودي دولت جوړ شي ؟ دغو پوښتنو هغه مهال د خلكو په منځ كې غوغا راپورته كړه . احمدي نژاد د ايران په كورنۍ تګلار كې د بهرنيانو لاسوهنې نه زغمي . احمدي نژاد دیوه بنسټپاله شیعه په توګه له ښځینه وو سره په لاس روغبړ نه کوي اودوه ځلې د ترور له پیښې روغ پاتې شوی . 
محمود احمدي نژاد د 2007 ز د سپټمبر 24 مه په نيويارك كې د كولمبيا له پوهنتون څخه ليدنه وكړه او هلته يې د پوهنتون محصلينو ته خپله وينا واوروله . د پوهنتون رييس« لي بولنګر» ايراني ولسمشر ته د خبيث او بې ارزښته نوم وركړ، احمدي نژاد په ځواب كې ورغبرګه كړه ، چې هر څه به د محصلينو نظر ته پريږدو او هيڅو ك دې هڅه نه كوي چې پر محصلينو خپل نظر په زوره ومني .