انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ د IELTS او TOEFL ترمنځ توپير (لومړي برخه) 

شمس رحمانزی 
د انګلېسي ژبې په برخه کې ډېرۍ په نړيواله کچه ازموينې شته دي.  له دغه جملې IELTS او TOEFL يې مشهور او د نړيوال باور وړي دي. ځيني  وخت هغه کسان چې په مسلکي ډول انګلېسي ژبه کې ازموينې ورکوي، نو د IELTS او TOEFL ترمنځ کنګس کيږي او نه پوهيږي چې توپير يې څه دی. دغه دواړه ازموينې  يو په دې پار اړينې دي چې يو خو  انګلېسي نړيوال ارزښت پيدا کوي او دويم دا چې  ځيني لوېدځو هېوادونو ته د تګ او هلته پوهتونونو کې د زده کړو لپاره اړين دي. 

دلته د IELTS او TOEFL ترمنځ په اصلي توپيرونو رڼا اچوو. 
۱- د آيلتس بشپړ حالت (The International English Language Testing System) پښتو مانا يې د نړيوالې انګلېسي ژبې د ازموينې سېسټم دی. IELTS په خپله په دوه ډواړه دی. د ټافل شپړ حالت Test of English as a Foreign Language دی چې پښتو مفهوم دی، د انګلېسي ژبې ازموينه د بهرنۍ ژبې په توګه. 

- IELTS academic version
- general version of the IELTS

- که چېرې د علمي موخو لپاره غواړي انګلېسي کې ورسيږي او مسلکي شئ، نو بيا د ايلتس  general version غوره کړې چې د ټافل او ايلتس د  academic versions په پرتله ډېر اسان دی. 

- د IELTS او TOEFL  بل توپير د نړۍ هېوادونه دي. انګلستان او اسټراليا کې د زده کړو او پاتې کېدو لپاره غوره ده چې ايلتس وکړئ او که چېرې بيا امريکا تګ او هلته زده کړې کوئ، نو بيا ټافل ښه انتخاب کېدای شي. دا په دډې اساس چې په ايلټس کې تر ډېره د British English اړوند مسايل وي خو بيا په ټافل کې د امريکن انګلېش مسايل شامل وي. 

- دغه دوه ازموينې د پوښتنو په برخه کې هم توپيري دي. ټافل کې پوښتنې کمې او مشخصې وي، خو بيا په آيلټس کې پوښتنې ډېرې او اختيار لرونکې وي. 

نور بيا .....