انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ د (Toward) او (Towards) ترمنځ توپير او سمه کارونه  

 (Toward) او (Towards)  د انګلېسي کلمې ډېری زده کوونکي په مترداف ډول کاروي خو په منځ کې يې توپير شتون لري. د دغه دوه کلمو په مانا کې هېڅ توپير نه شته، خو د کارونې ځايونه يې توپيري دي. د  (Toward) او (Towards) کلمو په تلفظ او املا کې يوازې يو s توری توپير رامنځ ته کوي او همدا توپير يې اساسي توپير هم دی. 

۱- Toward د انګلېسي ژبې د خبرو برخې يا parts of speech کې حرف اضافه يا preposition دی. پښتو مانا يې ده. پر خوا، پر طرف. 


بېلګه:
- I am going toward USA.
زه د امريکا پر خوا يا لورې روان يم. 


د toward کلمه د دوه شيانو يا انسانانو ترمنځ اړيکې هم ښيي. 
بېلګه: 
- Unfortunately, her feelings toward him had changed 
له بدمرغه، د دي احساسات د ده په اړه بدل شوي دي. 

همدغه پورته  دوه بېلګې پرته د مانا له توپير په towards هم ليکل کيږي. 
بېلګه:
- I am going towards USA.
زه د امريکا پر خوا يا لورې روان يم. 
د towards کلمه د دوه شيانو يا انسانانو ترمنځ اړيکې هم ښيي. 

بېلګه: 
- Unfortunately, her feelings towards him had changed 
له بدمرغه، د دي احساسات د ده په اړه بدل شوي دي. 

کله چې (Toward) او (Towards) پرته د مانا له توپير کارول کيږي، نو بيا يې ترمنځ توپير څه دی؟  

د Towards کلمه  د toward کلمې په څېر د انګلېسي ژبې د خبرو برخو يا parts of speech کې حرف اضافه يا preposition دی. پښتو مانا يې ده؛ پر خوا، پر طرف. 

د دغه دوه کلمو (Toward) او (Towards) ترمنځ يوازينی توپير دا دی، چې toward په امريکن انګلېش (American English) کې او  towards په بريتانوي انګلېسۍ (British Emglish) کار کارول کيږي. پرته له دغه توپير، پورته دوه کلمې نور هېڅ توپير سره نه لري.