پرښتې او شیطانان

هډوراو دنګ ځوان وو‍‍‍‍.په پرا خه او ارته دښته کي لوڅ لغړیوازې روان وو‍. پنجه داره څپلۍ  يي په پښو وې او د مست آس په څیر ېې په مزله کې له پښو ټکهارخوت . مخامخ او سده ېې خپله لار وهله او څارله خو کله کله به یی کیڼ او ښۍ خوا ته هم نظر اچاوه . نا ببره یی څو مستې او ښا یسته دنګې نجونې په مخ کې را شنې شوې . ددنګواو ښایسته  نجونو په لبدلو لکه بریښنا ېې چې ونیسې ټکا ن وخوړ ، وجود یی لکه تبه چې ېې ونیسي وریږديد .خولې پرې راما تې شوې .سترګې له شرم او حیا لاندې ونیوې.
نجونې لکه له درانده خوبه چي راکښیني اود تازه راختلی روښلنه او ځلانده لمر سوزونکې وړانګې ېې سترګې وسیزي په سترګو لاس کښیږدي. خو د سترګو په رپ کې یوه بلې ته مخ ورواړوي . یوه بلې ته وروګوری . دټولو په شونډو نرۍ موسکا خپره شي . شرم او حیا ېې له سره والوځي . لکه لوی او زورور باد چې راوالوځي زړوکي يي له سراو اوږو وښویږي . د هغوی د اوږدو زلفوښکلا ټوله دښته په سر واخلي او د دحسن او ښا یست  عطرېې نور هم وشیندي . دشهوت اور يي په وجود خپور شي .حیا او ګناه دواړه ېې غبرګ له سره والوځي .ګردې ددنګ او مټور ځوان په لور قدمونه ورواخلی خو ځوان لکه کوڼ او ړوند چې وی هما غسې سر ټیټ نیولی اوپخپله مخه رهي وي او د هغوي په وړاندې هیڅ غبرګون ونه ښا يي . ته به وایی کومه ورکه لټوي هماغسې ېې په ځمګه کې سترګې ګنډلی وی اوروان وی. نجونې چې اوس ګردو حیا او ګناه لیرې غورزولی دي دځوان لور ته خپل قدمونه ورچا بک کړي ، ورنږدې شي غواړی هره یوه ېې تودې غیږی ته ځان ورواچوي چې ځوان نا ببره شا ګرز کړی او په ځغاسته او چا بکو قدمونو لکه د نجونو نه یی چې  څه غلا کړی وی بیرته شاته روان شي او په دم ګړۍ کې د نجونو له قطاره لکه لوی مارغه والوزی او ورک شي.
 
نجونې د ځوان په دې غبرګون او ورکې نا ببره ټکان وخوري او لکه خدای او عالم ټول یی چې په ګنا ه ونیسي دشرم او ګنا ه له احساس سره مخ شي . مړې خولې پرې راماتې شي . یوه بلې ته  مړاوې وروګوري . ټولې له سره ولیدلې لوپټې بیرته راپه سرکړي . ځانونه له پخوا هم ټینګ په حجاب کې ونغاړی . د ټولو لاسونه غوږونو ته پورته شي . له خولو ېې بې واکه چیغې او فریادونه پورته شي.
لاسونه لپه ونیسي او خدای ته په زاریو شي.
 
ـ یا خدایه معافي 
یوه بلې ته ووايي :
ـ دا به خا مخا کوم ولی وو !
بله یی په پلوۍ سر وخوروي :
ـ شک یی مه ګڼئ. دا به په موږ د خدای امتحان وو.
یوه تندی ته ټس ورکړی :
ـ شیطان څومره مکاردی اخر یی هم خدای ته شرمنده او ناکامې کړو.
 
په ټولو ویره خوره شي ، لینګي ېې وریږدي .غږونه ېې په ستوني کې بند شي ،چوپه چوپتیا شي . لکه پښې ېې چې بوډۍ ونیسي له پښو ېې دم لاړشي ، ځا ی پر ځای ودریږي . خو نا ببره څو نارینه تسپې په لاس په سپنو جامو او سپینو پټکو کې را څرګند شي . دا دسپینو پتکیو لرونکي ځوانان چې اوږدې ږیرې ېې تر نا مه رسیږی لکه له مودو مودوچې د شهوت وږي وي  د دغوښکلو نجونو په لیدلو بې واکه په خپلو خولو ژبې راتیرې کړي .لکه وجودیی چی اور واخلی نا ببره د پرتا ګه ګنډو ته لاسونه ورتیر کړی .په دم ګړۍ کې ېې پرتوګونه لاندې وښویږي .لوڅ لغړ ودیرږي . یو بل ته نه ګوري. له یو بله شرمیږي ،خو په نجونو کې ېې داسې سترګې خښې شي ته به وایی کوم ما هر ښکاری چي لیندۍ او غشی په لاس هوسۍ په نښه کړې وی.
 
مخکې تر دې چې د نجونو په لور قدمونه واخلي لومړی په پراخه دښته خپل نظر واچوي. بیا پورته آسما ن ته وروګوري. د ټولو له خولو نا ببره راووځې:
 
ـ خدایه معا فی راته وکړئ.
یوه ته خندا ورشي :
ـ اوس له معا فۍ تیریږه.  خلک معا فی له ګنا ه وروسته غواړي.
 
بل نورو ته ډاډ ورکړي او دوی وپوهوي چې په دې حالت کې په انسان خامخا شیطان غلبه کوی. 
 
ـ خدای مې دې ډیر نه ګنهګاروي چې د خدای په کور کې هم دا سې نجونې په لاس درشي ولاکه د چا پلار ورټینګ کړئ.
 
بل چې په ږیره کې لاس وهي او خوله ېې له خندا ډکه وی دده په پلوۍ ورغبرګه کړي:
ـ داوچه دښته او دا د خدای تعالی نعمتونه 
بل ته غوسه ورشي:
 
ـ ځا نته روایت مه جوړوئ .کفر مه غږوئ . بس ووایه چې الله د ټینګې نه یم . بخښنه کوه . 
بل یی په بدرګه او ملاتړ ووایی:
هو بس کار وباسئ ، په کفاره به یی وروسته په ګډه سوچ کوو . الله چې قهار دی رحیم هم دي . 
دشهوت ددغو وږو ځوانانو په دې چلند د نجونو ویره نوره هم زور واخلي ، اندیښنې ورولویږي. یوه بلې ته وګوري . خو یوه چوپتیا ما ته کړي:
 
ـ دا په رښتیا شیطانان دی!
اوبیا خدای ته په زاریو شي: 
ـ یا خدایه یا موږ په ځمکه ننبا سئ او یا دوی پخپل غظب اخته کړې. 
بله خدای سره وعده وکړي.
ـ خدایه که داځل دی وژغورلو بیا به مې پردی نارینه خالی ګوته هم ونه ګوري. 
ناببره یوه لکه عسکری بولندویه  دمخه شي او په زوره ووایی:
ـ بس ټولې کلمه تیره کړئ ، ځان خدای ته وسپارئ.
او له دې سره تر ټولو مشره په لوړ آواز چیغه کړي:
 
ـ یا الله منډه 
له دې سره ټولې منډه واخلي اوپه هغو پسې جوخت ټول نارینه هم د خپل اور دسړولو په پار په هغوی پسې منډې کړي ، خو لا ورنږدې شوی نه وی چې ګردې نجونې لکه وزرې جې وکړي ددوی له سترګو پنا ه او الونیا شي . او په ځای ېې هما غه پخوانی ځوان مخې ته راشین شي خو دا ځل هغه نه یواځې په جا مو پټ وي بلګې لویه توره ېې هم په لاس کې نیولی وی. دهغه په لیدلو لغړځوانان داسې وویریږی ته به وایی عزرایل یی مخې ته ولاړ او ساه ېې اخلي . په دم ګړۍ کې ټول بیرته پرتوګونه واغوندي . خپلې اوږدې تسپې راوباسي . ټول قبلې ته ودریږي او پرته له دې چې ددوی مخې ته توره په لاس ځوان ته وروګوري ټول لاسونه غوږونوته پورته کړي او لکه د موزیک ارکستر په لوړ آواز په ګډه ووایی:
 
ـ  توبه  توبه توبه 
چې مخ راواړوي دښته بیرته تشه او توره په لاس ځوان غیب شوی وي. خو ددوی په وجودونو کې ویره لا هم خوره او پلنه وی . یو یی ووایی:
ـ دخدای امتحان موولید؟ 
 
بل ځواب ورکړي:
ـ شیطا نان له کفارونه له مومنانواو مسلمانانو سره ډیروی.
هغه لا خبره بشپړه کړی نه وی چې بل تن یی خبره ورپرې کړي: 
ـ بس چې هرکارکوئ ، توبه باسئ، خدای بخښونکی او مهربان دی. 
او له دی وروسته یو دستی ووایی،
بس نور خبرې بس کړئ تیمم ووهئ چې د لمانځه وخت دئ.
یو چې د ټولو مشر او له ټولوېې ږیره اوږده او تر نامه رسیږی ټول وخندوی:
ـ له لمانځه اوس تیریږئ ځانونه کور ته رسوئ. جنابت له ځا نه لیرې کړئ هم پخپله ولمبئ او هم جا مې بدلی او ماضی کړئ. 
 
له دې سره هریو خپلو لمدو خښتګونو ته بې واکه وروګوري. په ټولو د شرم مړې خولې راماتې شي او څوکه څوکه دکوروپه لور ولټیږي.