که واټس آپ (WhatsApp) کاروی نو له دغه څلور نوې او آپدېټ ځانګړونو يې هم خبر او ګټه واخلئ   

اوس وخت کې د واټس آپ موبايل او کمپوټر آپلېکشن د شخصي او ګروپي مېسېجونو، غږيز او انځوريز زنګونو او انځورنو د لېږد مشهوره او ډېره کارېدونکې وسيله ده. واټس آپ د نورو ټولنيزو رسنيو په څېر د خپلو کارنو لپاره نو ځانګړنې رامنځ ته کوي او دغه آپلېکشن آپډېټوي. 

۱- reply privately: اوس کولی شئ چې په ګروپ مېسېج يو ځانګړې کس ته ځواب يا reply ورکړئ او د ګروپ نور غړي به يې نه شي کتلی. 

طريقه: 
ايفون لپاره:
 
په ګروپ چت کې مېسېج ونېسئ، د more بټن ووهئ او بيا په reply privately کليک وکړئ. ستاسو مېسېج په يو ځانګړي او انتخاب شوي کس ته ورسيږي. 

د سمسونګ لپاره: 
په ګروپ چت کې مېسېج ونېسئ، پاس ښی لاس ته درې ټکي ووهئ، او ورپسې په ګروپ چت کې مېسېج ونېسئ بټن کيکاږئ. 

۲- pin: اوس کولی شئ چې واټس آپ  کې تر درېيو مېسېجونه ټاپ يا په سر کې راولئ ترڅو لوستونکي ورته ښه پام شي. 

طريقه: 
ايفون لپاره:
 
مېسېج ښۍ خوا کس کړی. pin آپشن يا خوښونه باندې کليک وکړئ. 

د سمسونګ لپاره: 
مېسېج ونېسئ، او بيا د واټس آپ پر سر کرښه pin بټن ووهئ. 

۳- Call-waiting: دا په واټس آپ بلې نوې ځانګړنه ده چې پخوا يې شتون نه درلود. تاسو اوس کولی شئ چې د هغه کس زنګ د انتظار په حالت کې واستوئ، د بل زنګ په منځ کې درته زنګ وهي. د دغه آپشن لپاره د واټس آپ call-waiting ځانګړنه د سمسونګ له Google Play Store  او د ايفون لپاره له  App Store څخه راښکته کولی شئ. 

۴- Fingerprint: واټس آپ کې اوس مهال بله نوې ځانګړنه او زياتونه دا ده چې د ځيرک موبايل په ډول د ګوتې نښه يا Fingerprint  وکولی شئ. 

د فعالېدو لپاره لاندې طريقه پلې کړئ. 
Settings > Account > Privacy > Fingerprint Lock