عبدالله ګل

 د ترکيې د بهرنيو چارو وزير عبدالله ګل بيا هم ونه توانېده ، چې د ولسمشرۍ لپاره د ترکيې په پارلمان کې لازمې رايې و ګټي . په وروستيو څو مياشتو کې د ترکيې د ولسمشرۍ څوکۍ د ترکيې په سياست کې يوه ډېره ناندريزه او حساسه موضوع ګرځېدلې . په ترکيه کې د سيکولر نظام پالونکي ټينګار کوي ، چې راتلونکی ولس مشر بايد مذهبي مخينه ونه لري او سيکولر ارزښتونو ته په ټوله مانا ژمن وي . د دې په وړاندې دعدالت او پر مختګ ګوند خپل محبوبيت ته په کتوسره د ولس مشرۍ څوکۍ خپل حق ګڼي . د ترکيې اوسنی لومړي وزير رجب طيب اردوګان د خپل محبوبيت د ثبوت لپاره تر وخت وړاندې ټاکنې راوبللې ، هغه يې وګټلې او يو ځل بيا يې خپل د بهرنيو چارو وزير عبدالله ګل د ولس مشرۍ لپاره ونوماوه . اوس به وګورو چې دا کانديد څوک دی ، څه وړتياوې او نيمګړتياوې لري : 
په هرډول شرايطو کې یې پر شونډو مسکا خپره وي او تر ډیره حده متوازن دی . د اوسمهالې ترکیې د تمدن ښه او وړ انځور ګڼل کېدای شي . د ترکیې په سیاسي ډګر کې د عدالت او پرمختګ ګوند په لیکوکې ښه وغوړیده . د وړاندوینې ښه ځواک لري . کله نا کله پر ځان هم نیوکه کوي . له لوېدیځ سره د اړيکو لېوالتیا لري ان تردې ، چې یو وخت یې هیله درلوده په امریکا او لندن کې استوګن شي . پردې سربیره روڼ اندی اسلامپاله او محافظه کاره ډیموکرات دی ، ځان په خپله همدغسې بولي . نوموړی په سیکولره ترکیه کې هغه خنډونه له نورو ډیر ښه پیژني ، چې دا ورسره په ګانده ( راتلونکې ) کې مخامخ کیدای شي . داسړی عبدالله احمد حمدي ( ګل ) پياوړی سیاستوال ، د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر ، د عدالت او پرمختګ ګوند مرستیال او د ترکیې ولسمشرۍ ته کاندیددی . په لاندې کرښو کې به د عبدالله ګل د ژوندبېلا بېل اړخونه راوسپړو : 
عبدالله ګل د 1950ز د اکتوبر پر 29 مه په قیصريه نومې ولایت کې وزیږیده . پلار یې په همدغه ښار کې د الوتکو په یوه کارخانه کې دنده درلوده . ګل خپلې لومړنۍ زده کړې د غازي باشا په ښوونځي کې تر سره کړي او منځنۍ یې د امامانو او خطیبانو په ښوونځیو کې ، چې په ( 1071- 1299ز ) کې د سلجوقیانو د واک پر مهال د شهرت اوج ته رسیدلی وو ، بشپړی کړي . رجب طیب اردوګان هم له دغو ښوونځیو څخه فارغ شوی . نوموړی له ده څخه درې کاله کشر دی . ګل د استنابول پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه په 1972 ز کې فارغ شوی ، وروسته یې بیا ماسټري هم له دغه پوهنتون څخه واخیستله . د 76- 1978 ز تر منځ لندن ته د ډاکترۍ د تیزس لپاره د موادو راټولو په موخه ولاړ او هلته یې انګلیسي زده کړه . د ډاکترۍ د تیزس موضوع یې ( د ترکیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړیکو پرمختګ ) وه . کله ، چې له ترکیې څخه راستون شو . د سقاریا په پوهنتون کې د صنعتي انجینرۍ په څانګه کې استاد شو . په پوهنتون کې یې ډیر وخت نه و تیر شوی ، چې په 1980 ز کې د جنرال کنعان ایفرن په امر د نظامي پولیسو له خوا ونیول شو .حکومت پردې ګرم کړی و ، چې د ( السنحق ) نومې ډلې سره تړاو لري . 
له ( خیرالنساء اوزیورت ) سره یې د واده څو ورځې نه وې تیرې شوې چې د ( منریس ) زندان ته لاړ او څو میاشتې يې هلته تیرې کړې . 
له 83 - 1991ز پورې د( پراختیا اسلامي بانک ) کې د اقتصادي کارپوه په توګه دنده ترسره کړه . په قطر کې استوګنې دا زمینه په لاس ورکړه ، چې عربي زده کړي او په 1991 ز کې یې په نړیوال اقتصاد کې د پوهنوال علمي رتبه تر لاسه کړه . 
سیاسي شالید
عبدالله ګل د سیاست میدان ته د پراشوټ له لارې نه دی راکوز شوی . نوموړی د سیاسي هلو ځلو بډايه سابقه لري . د ځوانۍ پر مهال د ( لوی ختیځ د فکر ټولنه ) سره یو ځای شوی و او همدارنګه د ( ترک زده کونکو ټولنه ) غړی و . په 1991 ز کې څلور ځلې سرپه سر د قیصريې ولایت څخه د هوساینې ( الرفاه ) ګوند پارلماني غړی و . په 1993ز کې په هوساینه ( الرفاه ) ګوند کې د نړیوالو اړیکو د مسوول په توګه غوره شو . له 1995 – 2001 ز پورې د ترکيې په پارلمان کې دنړیوالو اړیکو دکمیسون غړی و . په اروپايي ټولنه کې یې د دايمي غړیتوب امتیازي مډال تر لاسه کړ او همدارنګه یې د ناټو تړون د غړو هېوادو په پارلمان کې د ترکیې استازیتوب کړی . ډیر ځله یې په پارلمان کې د اسلامي هېوادو لکه الجزاير ، بوسنیا او چیچن له قضیو څخه خپل ملاتړ کړی . له 1998 – 2001 ز پورې د فضیلت دلغوه شوي ګوند مرستیال و او د 1996 – 1997 ز ترمنځ دنجم الدین اربکان تر مشرۍ لاندې د هوساینې ( الرفاه ) ګوند په ائتلافي حکومت کې د اسلامي نړۍ په چارو کې د دولت وزیر او د دولت رسمي ویاند و . همدغه مهال یې له مصر ، لیبیا ، نایجیریا ، ایران ، مالیزیا او اندونیزيا سره د اقتصادي او سوداګریزو تړونونو په رامنځ ته کولو کې د پام وړ رول ولوباوه . عبدالله ګل د فضلیت ګوند دننه په سمون او اصلاحاتو لاس پورې کړ . په 1999ز کې یې د « رجائي قوطان » پر وړاندې ځان د ګوند ریاست ته کاندید کړ ، خو په کم توپیر یې د رجائي قوطان پر وړاندې ماتې وخوړه . لامل یې له قوطان څخه د نجم الدین اربکان ملاتړ و . له دې وروسته هر یو عبدالله ګل ، رجب طیب اردوګان او اوبولنت ارینش – د اوسنی پارلمان رئیس – سره دا نظر پیدا شو ، چې موږ باید بل نوی ګوند رامنځ ته کړو . دوی دې پایلې ته ورسیدل ، چې د فضیلت ګوند موخې نورې په ترکیه کې ملاتړي نه لري او له سیکولر ګوندونو سره یې ټکر حتمي دی . له ټاکنو وروسته عبدالله ګل او ملګرو یې له ګوند څخه خپلې استعفاوې ورکړې او د فضیلت ګوند د بندولو په اړه یې د محکمې پریکړه ومنله . د عبدالله ګل او رجب طیب اردوګان په مشرۍ سمونپاله ډلې د 2001 ز د اګسټ پر 14 مه د عدالت او پرمختګ ګوند دجوړولو اعلان وکړ . نوموړی په قانوني چارو او نړیوالو اړیکو کې دګوند د مشر مرستیال وټاکل شو . عبدالله ګل په خپل سیاسي ژوندکې د سوله غوښتونکي سیاستوال په توګه پیژندل شوی . په ترکیه کې د زورزیاتي په هیڅ یوې پېښه کې د نورو په څیر ښکیل شوی نه دی . په ترکیه کې دسیاسي تاوتریخوالي تر ټولومشهور کلونه له 68 – 1971 ز وو ، چې د پوهنتونو دننه دسیاسي ګوندونو تر منځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی و. عبدالله ګل دهغه مهال له یوشمیر مشهورو لیکوالو او شاعرانو څخه اغیزمن شوی و لکه جمیل مریتش ، ارواښاد نجیب فاضل همدارنګه له اکاډیمیکو څیرو څخه هم اغیزمن شوی لکه ډاکتر نوزت بالچین طاش او ډاکتر صباح الدین زعیم . 
عبدالله ګل .... او رجب طیب اردوګان
عبدالله ګل له رواني او سیاسي پلوه لومړي وزیر رجب طیب اردوګان ته تر ټولو نږدې او باوري کس دی . کله چې محکمې اردوګان په ټولټاکنو کې له ونډې اخیستو څخه بې برخې کړ همدا عبدالله ګل و ، چې دده ځای يې ونیوه او د حکومت په سر کې راغی . پر اردوګان محکمې تور لګولی و چې دیني رخو او کینو ته یې لمن وهلې . پنځه میاشتې وروسته اردوګان وتوانیده ، چې په ټولټاکنو کې له ( سرت ) ولایت څخه پارلمان ته لار ومومي او د حکومت واګې یې په لاس کې ونیو . عبدالله ګل له همدغه وخت څخه دبهرنۍ تګلارې چلوونکی و . عبدالله ګل د یو شمیر هغو ستونزو او کاواکه حالاتو څخه بریالی راوتی ، چې دده هېواد ورسره لاس وګریوان و . دبیلګې په توګه په 2003 ز کې امریکا ورڅخه وغوښتل چې د هېواد سهیل ختیځې لارې ورته پرانیزي تر څو امریکايي ځواکونه عراق ته ورننوځي ، خو د ترکیې پارلمان دغه غوښتنه ونه منله . عبدالله ګل تل داسې راڅرګند شوی لکه دملت یو عادي وګړی . تل یې له خپل ملت سره همغږي درلوده او دریځ یې ورسره ورته و. کله چې ترکانو په خپلو کورونو او پلورنځیو کې هره شپه د رمزي تعبیر په توګه دیوه ساعت له پاره خپل څراغونه مړه کول تر څو نړیوالو ته په ډاګه کړي چې د ترکیې ملت پر عراق له برید سره مخالف دی عبدالله ګل هم په خپل وار دکور ټول څراغونه مړه کول تر څو د خپل هېواد او هېوادوالو له دریځ سره همغږی شي . یوامتياز چې عبدالله ګل يې پر رجب طیب اردوګان لري دا دی ، چې عبدالله ګل په نسبي توګه د ترکیې له اغیزمنو سیکولر مشرانواو پوځ سره تودې اړیکې لري . د بهرنیو چارو د وزیر په توګه اړ و ، چې له هر ډول خلکو سره اړیکې ونیسي . ګل د نورو په نسبت دې ته ډیر لېوال دی ، چې ترکیه دې د اروپايي ټولنې غړی شي . دده د اسلامي شالید په اړه ډیرې خبرې راپورته شوي، نوموړی د ډیرو اروپایانو او ترکانو له انده سمونپال او منځلاری مسلمان دی . په 2005 ز کې له اروپايي ټولنې سره دسختو او له کړاوه ډک پیوستون خبرې اترې پیل شوې . ترکیې دغو خبرو ته له ډیر پخواڅخه انتظار یوست . دا هغه څه و چې دترکانو په منځ کې يې د عبدالله ګل پلویان او ملاتړي ډیر کړل . 
عبدالله ګل او د ولسمشرۍ څوکۍ 
اردوګان لا ډیر پخوا د ولسمشرۍ هیله درلوده . دعدالت او پرمختګ ګوند له جوړولو وروسته او د ترکيې د لومړي وزیر په توګه یې دا هیله نوره هم زیاته شوه . د ټول سیاسي ژوند په اوږدو کې ورسره دا هیله مله وه . هیڅ داسې نښه نه وه او نه یې چا اټکل کاوه چې اردوګان دې عبدالله ګل ته دا څوکۍ پریږدي . د
اردوګان له انده عبدالله ګل د باتجربه سیاستوال په توګه تر ټولو وړ کس دی ، چې د ( جاناکیا ) تر ګومبزې لاندې د عدالت او پرمختګ ګوند ښه استازي کولای شي . 
د اردوګان نسبي استبدادي خویونه به د عبدالله ګل په څير د پیاوړي ولسمشر له تګلارو سره دومره اړخ ونه لګوي . ګل د هیچا تر اغیز لاندې نه راځي . کیدای شي په راتلونکې کې ، که چیرې عبدالله ګل داتاتورکي دولت د ولسمشر په توګه وټاکل شو ، اردوګان به یو څه نا ارامه کړي . 
په ترکیه کې د ولسمشرۍ څوکۍ دومره سمبولیکه هم نه ده . په ( جاناکیا ) کې ناست سړی یو لړ ځانګړې صلاحیتونه لري لکه : 
د ترکیې دلومړي بنسټ ایښودونکي کمال اتاتورک ځایناستی ګڼل کیږي . 
د وسله والو ځواکونو اعلی قومندان او دسیکولریزم ساتونکی ، په یو شمیر قانوني مسألو کې له زیات واک او صلاحیت څخه برخمن وي .که له لومړي وزیر سره یې اختلاف سر راپورته کړ حکومت یې اندیښمن کولای او ان تردې چې له ګواښ سره مخ کولای شي . 
د اردوګان په نسبت سیاستوال عبدالله ګل ددې وړتیا لري چې په شا نه شي اوکه بخت ورسره یاري وکړه ګل به په ترکیه له دوو مهمو مقامونو ( ریاست / صدارت) څخه یو راخپل کړي . د عدالت او پرمختګ ګوند درې پیاوړي سړي به په دولت کې درې مهم ځایونه ( ریاست / صدارت / پارلمان ) تر لاسه کړي . 
که عبدالله ګل په بخت بیداره و او د ولسمشرۍ څوکۍ یې خپله کړه د یو شمیر څارونکو له انده نوموړی له اردوګان څخه ډیر ښه او پیاوړی دی . همدارنګه که هغه د ولسمشرۍ څوکۍ وګټي نو د ده مېرمن به د ترکيې لومړنۍ با حجابه ښځه وي ، چې دترکيې د لومړۍ مېرمنې ( فرسټ لېډي ) مقام ته رسيږي . 
ګل له اروپايي اتحاديې سره د ترکيې د يوځای کېدو لېوالتیا لري . د اردوګان په څير په مالي فساد تورن نه دی او له اخلاقي زړورتیا څخه برخمن دی . په ترکیه کې یې د پخواني لومړي وزیر نجم الدین اربکان پر ضد څو لاریونونه رهبري کړي . د عدالت او پرمختګ ګوند یې رامنځ ته کړی . د اردوګان په نسبت له ترکي پرته پر څو بهرنیو ژبو لکه عربي ، انګلیسي او الماني پوهیږي . څه وخت یې له ترکیې بهر تیرکړی . دمطالعې او پوهې څښتن دی . دا ټولې هغه وړتیاوې دي ، چې نوموړی کولای شي د ( جاناکیا) دماڼۍ راتلونکی اس ځغلوونکی شي .