انګلېسي له روهي سره زده کړې؛ د that کلمې سمه کارونه - دويمه برخه

د همدې لېکنې په لړمړۍ برخه کې مو د انګلېسي ژبې د that  کلمې په اړه د کارونې څلور ځايونه درته وښوودل. د لېکنې لومړۍ برخه په لاندې لېنک پيدا کولی شئ. 
https://rohi.af/news/82646
۵- that د مرکب حرف ربط يا تړونکي سره Compound Conjunctions with:
د يو شمېر هغه کلمو په سر کې هم د that کلمه کارول کيږي چې د جملې برخې سره تړي او د conjunction په توګه کار کوي. 
بېلګې
- in order that په دې اساس، په دې ترتيب
- so that نو داسې، نو په دې وجه
- in case that په دې صورت کې، په دې حال کې 
- now that اوس نو دغه
- He purchased the computer so that he might improve his typing
ده کمپيوټر واخېست، نو په دې اساس ښايي خپل ټايب لوړ کړي. 

۶- that د رېپوټ شوې خبرو وروسته After Reporting Verbs: 
کله چې د يو چا خبرې رېپوټ کوو يانې مفهوم په نورو کلمو کې لېږدو بيا هم له that ګټه اخېستل کيږي. 

بېلګه: 
-Ali told me (that) he wanted to move to New York
علي ماته وويل چې دی وغوښتل چې نيويارک ته کډه شي. 
يادونه۱ ـ دې صورت کې د that کارونه اختياري ده، ښايي ونه کارول شي خو بيا هم جمله د ګرامر او مفهوم پر اساس سمه ده. 

۷- that له ستاينوم وروسته After Adjectives: 
د ځينو صفتونو يا ستاينومونو وروسته هم that راځي او د ولې ځواب ورکوي. 
- I am happy (that) you found a new job
زه خوښ يم دا چې (ځکه چې) هغه نوې دنده پيدا کړه. 

يادونه۲ ـ دې صورت کې د that کارونه اختياري ده، ښايي ونه کارول شي خو بيا هم جمله د ګرامر او مفهوم پر اساس سمه ده. 

۸ that په ارتباطي فقره کې د مفعول په ډول As Object in Relative Clauses: 
د that کلمه په ارتباطي فقره يا Relative Clause کې د مفعول په توګه هم راځي او کارونه يې اختياري ده. 

بېلګه: 
- He invited the boy (that) he met on the train
ده هغه هلک دعوت کړ (کوم سره يې) چې په اورګاډي کې يې ور سره لېدنه کړې وه. 
پای