انګلېسي له روهي سره زده کړئ: د That کلمې سمه کارونه، د تېروتنو مخنېوی وکړئ 

that  چې پښتو مانا هغه ده په انګلېسي کې يوه عامه کلمه ده خو زده کوونکي ډېری وخت هغه کوچني ټکي له پام غورځوي او يا يې هم نه وي زده چې د that په کارونه کې اړين دي. دغه انګلېسي کلمه د Parts of Speech يا د خبرو برخې (اجزاء کلام) په اساس مختلفې دندې تر سره کوي او کارونه يې هم د Parts of Speech پر بنسټ ده. 

۱- that د مشخصې کوونکې کلمې په توګه That as a Determiner:
د مشخص کوونکي يا Determiner په توګه د that  کلمه د جملې په سر کې راځي او په جمله يو شی يا يو څوګ يا ځای په ګوته کوي. مانا دا وي چې اړوند شی/کس/ځای له خبرې کوونکي لېرې دی. 

بېلګې: 
- That is a pencil you have in your hand.
هغه ستا په لاس کې پېنسل دی.
Those paintings are attractive.
هغه رسمۍ په زړه پورې دي. 
يادونه ۱- د that جمع those ده. 

۲- that د ارتباطي ضمير په توګه that as a relative pronoun: 
د يو جملې دننه د ارتباطي ضمېر په توګه هم that کارول کيږي او دلته يې دنده د  دوه فقرو يا clauses تړنه ده. دې وخت کې له that وروسته clause ته adjective clause هم وايي او د اصلي clause يا فقرې په اړه مالومات وړاندي کوي. 
بېلګې: 
- Ali invited the boy that was new in class 
علي هغه هلک ته بلنه ورکړه څوګ چې ټولګې کې نوی دی (ټولګې ته نوی راغلی دی). 

پورته مثال کې، Ali invited the boy د جملې يو برخه او that was new in class بله برخه ده، چې د that په وسيله سره تړل شوي دي. 

۳- that په فقره کې د نوم او ستاينوم د بشپړونکي په توګه That in a Clause as a Complement to a Noun or an Adjective: 
Complement په جمله کې هغه برخه ده، چې د نوم او ستاينوم په اړه مالومات ورکوي او تر ډېره د ولې يا why پوښتنه ته ځواب وي. په دې اساس that کولی چې جمله د نوم او ستاينوم وړاندې راشي او د يوې فقرې يا clause د بشپړونکي يا Complement په توګه کار وکړي. 

بېلګه: 
- She is certain that her son will be accepted to Harvard. 
هغه ډاډمنه ده چې زوی به يې هارورډ پوهتونه ته ومنل شي. 

پورته مثال کې that her son will be accepted to Harvard د جملې Complement  دی چې د ولې پوښتنه يې ځواب کړې ده، يانې هغه ولې ډاډمنه ده، ځکه ډاډمنه دی چې زوی به يې هارورډ پوهنتون ته قبول شي.

۴- د that فقره د جملې د فاعل په توګه That Clause as Subject of a Sentence: 
د that فقره د جملې د فاعل په توګه تر ډېره رسمي انګلېسي کې کارول کيږي او په ورځنۍ انګلېسي کې کارونه کمه ده. 

بېلګه: 
That our teacher expects us to do two hours of homework every day is not good
دا چې زمونږ استاد زمونږ څخه هره ورځ د دوه ساعته کورنۍ دندې د تر سره کېدو توقع لري، ښه خبره نه ده. 

نور  بيا...........