الجزيره: ايران او امریکا د ملګرو ملتونو منشور ۵۱ جنجالي کړې ده
د ملګرو ملتونو منشور يا قانون د اووم څپرکي ۵۱ ماده د ځاني او ټوليزې دفاع په اړه ده. يادې مادې افرادو او هېوادونو ته اجازه ورکړې ده، چې د وسله والې حملې پر وخت له ځان غبرګون وښيي او له ځان دفاع وکړي.
د دغه مادې په پام کې نېولو سره امريکا متحد ايالت د قاسم سليماني وژل کېدل د ځخان دفاع بولي او استدلال کوي چې نوموړی ايرانی جنرال د امريکا ولس او په منځني ختيځ کې د امريا متحدو ايالتو پوځيانو ته ګواښ وو.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازی چې د چين او روسيه ملاتړ هم ورسره ده، عراق کې د ايران له خوا د امريکا متحدو ايالتو پر پوځي اډو بريد د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ مادې اړوند او د ځان دفاع يادوي.
ملګري ملتونه تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د قاسم سليماني وژنه او عراق کې د امريکا پر پوځي اډو د ايران بريد د خپل مشنور اړوند مشروع او يا غېر مشروع وښيي.
بيا له بلې خوا د ملګرو ملتونو په ناسته کې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ګډون ونه شو کړی. د ملګرو ملتون عمومي دفتر د متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې دی او د امريکا حکومت جواد ظريف ته ويزه ورنه کړه.
هندو پېپر: هندوستان کې مړه ښځه را ژوندۍ شوه
رشيه ټوډې ورځپاڼې د هندوستان چاپ هندو پېپر ورځپاڼې په حواله لېکلې دي، چې هند کې يوه ميرمن چې ډاکټرانو يې کورنۍ ته مړی تسليم او خپلوان يې د جنازې په مراسمو اخته وو ساه اخېستې.
دغه ميرمن ۵۵ کلنه ده چې هندوستان په کارنټکا ايالت کې د شديدې ناروغۍ وروسته روغتون وړل شوې خو په روغتون کې ډاکټرانو له تشخيص وروسته ورته ويل شوي، چې نوموړې ميرمن مړه او ساه يې وتې ده.
د سيمو خلکو او د کورنيو غړو يې د جنازې مراسم تر سره کول چې (مالاتي چوګل) نومي ميرمنې سترګې خلاص او را ټول شوي خلک يې حيران کړي. ځينو دا يوه معجزه بللې خو د کورنيو غړو يې ويلي، چې نوموړې د کوما يا بې هوښۍ ناروغۍ درلوده او د ډاکټرانو ناسم تشخيص هغه مړه ښوودلې وه.
د (مالاتي چوګل) کورنۍ رسنيو ته ويلي دي چې که نوموړي څو شيبې وروسته هم سترګې نه وای خلاصې کړې نو شونې وه چې سوځولې يې وه. د دغه پېښه په سيمه کې بې سارې شمېرل شوې او اوس د ځايي ادارې له خو پرې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.
العربيه: د عراق لومړی وزير مايک پمپيو ته ويلي، مهال وېش جوړ او پوځيان مو له عراق کې وباسئ
د عراق چارسمبال لومړي وزير عادل عبدل المهدي د امريکا متحدو ايالتو بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو سره په ټيلفون خبرې کړې او له نوموړي يې غوښتي چې خپل پوځيان له عراق وباسي.
د عراق د لومړي وزير دفتر په يوې نشر شوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې لومړي وزير له مايک پميپو غوښتي چې يو هيت راولېږئ او په ترڅ کې يې له عراق خپل پوځيان وباسي.
عادل عبدل المهدي د عراق خاوره دننه د امريکا بې پېلوټه الوتکې بريد چې پايله کې يې قاسم سليماني ووژل شو او همدا ډول د ايران له خوا عراق کې د امريکا پوځي اډو په نښه کول، د عراق ملي حاکميت ته ګواښ وبلو.
جيونيوز: نوې مسلمانه شوې کاناډايۍ (روزي ګابریل): اسلام يوازې دين نه بلکې د ژوند کولو لار ده، هغه هم د انسانيت لار
د کاناډا وګړې (روزي ګابریل) د موټرسايکل چلونکې ده په اسلام مشرفه شوې او د سالام دين يې د رېښتنې دنيوي او اخرويی ژوند لار بللې ده.
(روزي ګابریل) پر انسټګرام لېکلې دي، چې له مطالعې او فکر وروسته د پرېکړې ته ورسېده چې د سالام پر دين ايمان راوړي او د ژوند لار يې وټاکي.
نوموړې د موټرسايکل له لارې ډېرۍ هېوادونو ته سفرونه کړې دي، چې د پاکستان په شمول اسلامي هېواونو ته هم تللې ده.
(روزي ګابریل) په دې خواشيني ښوودلې ده چې د اسلام سپيڅلی دين چې کوم ډول دی هغه ډول نه دی ښوودل شوی. هم د مسلمانانو په منځ او هم کفارو ته د دغه دين تفسير په غلطه کيږي.
کرېس ګېل: پاکستان د نړۍ تر ټولو خوندي ځای دی
د وېسټ انډيز کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی کرېس ګېل وايي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو خوندي ځای دی. کرېس ګېل وايي چې د پاکستان د سوپر ليګ لپاره مېلمنو لوبغاړو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نېول شوي دي.
دغه لوبغاړی وايي چې د پاکستان لوپوړي چارواکي د کرېکټ لوبغاړي د امنيت په فکر کې دی او ځانګړې پاملرنه ورته لري.
کرېس ګېل په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د نړۍ ډېری لوبغاړو پاکستان کې د ناامنی له امله د دغه هېواد په سوپر ليګ کې برخه وانه خېسته.
وروستي