د هالي ووډ سېنما په اړه ډېر پوه شئ

د هالي ووډ سېنما په اړه ډېر پوه شئ
ډاکټر نېک محمد ويال 

هالي ووډ د امريکا متحدو ايالتو د فلم جوړونې صنعت او مشهوره سېنما ده چې بنسټ يې په ۱۹۱۰ کال کې اېښودل شوی او له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته يې چارې او فعاليتونه ډېر او پراخه شول. هالي ووډ په اصل کې د امريکا متحدو ايالتو په کالېفورنيا ايالت کې لاانجلس ښار سره نېږدې سيمه ده. 

۱- دغه سېنما خپل لومړی فلم چې د انځورونو د حرکت په ډول په ۱۹۱۰ کال کې د (In Old Hollywood) نندارې ته وړاندې شو چې ۱۷ دقيقې وو. 

۲- H. J. Whitley په خټه کاناډايي دی او د امريکا تابيعت ورکړل شوی دی، د هالي ووډ د پلار په نوم پېژندل کيږي. 

۳- هالي ووډ کې د فلم لومړی سټډيو د Nestor  په نوم په ۱۹۱۱ کال جوړه شوه. دغه سټډيو کې لومړی جوړ شوی فلم The Squaw Man نوميږي او په ۱۹۱۴ کال کې جوړ شو. 

۴- هالي ووډ سېنما تر ډېره د امريکا د امپريالېزم، جګړو، ليبرال ديموکراسۍ، غربي فرهنګ او غربي هويت اړوند فلمونه جوړه وي. د ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ کالونو منځ کې داسې ويره خپاره شوه چې هالي ووډ سېنما د کمونيزم ايديالوژۍ تر اغېز لاندې راغلې ده. نو په دې اساس د حکومت ځانګړې پاملرنه هالي ووډ سېنما په لور شوه. 

دغه سېنما اوس وخت کې نړيوال شهرت لري، چې په فلمونه يې مېلېونه ډالر لکښت کيږي او تر مېلېارد کتونکي لري. د هالي ووډ په اوسنيو فلمونو کې تر ډېره له نوې ټېکنالوژۍ او انېمش کار اخېستل کيږي. 

د نړيوال توب کېدو نظريې يو شمېر نيوکه کوونکي وايي چې هالي ووډ سېنما د امريکا د نرم ځواک يوه آله ده چې په واسطې سره غربي کلتور خپروي.