انګلېسي له روهي سره زده کړې؛ د across او through ترمنځ توپير 

انګلېسي له روهي سره زده کړې؛ د across او through ترمنځ توپير 
شمس رحمانزی 

د across کلمه په انګلېسي ژبه کې د حرف اضافه يا preposion او قيد يا Adverb دنده لري. په پښتو ژبه کې يې مانا  بل اړخ ده. د مثال په ډول: 
We took a boat across the river

مونږ کښتي د بحر بلې غاړې ته پورې کړه. يانې کښتي د بحر په يوې غاړې کې وه او بلې ته لاړه. دلته د across کلمه د بحر پله غاړه په ګوته کوي. د across کلمه له يو سر تر بل سره پوري مفهوم هم لري. د بېلګې په ډول: 
I searached it across the room 
ټوله کوټه کې مې ولټولو. 

She’s opened coffee shops across the city
هغې په ټول ښار کې د کافي هټۍ پرانېستې. 

ځيني وخت د across پر ځای د through کلمه هم کارول کيږي. توپير په دې کې دی، چې په through سره ستر واټن ښوودل کيږي. 
I love walking through the forest
ځنګل کې له پلي ګرځېدو سره مينه لرم. 

د across او through ترمنځ څرګند توپير په دې کې دی، چې through د احاطه شوي مجيط لپاره کارول کيږي او بيا across د خلاص محيط لپاره. 
بېلګې: 
 We walked across a number of small villages
مونږ په ډېرو لوړو کليو وګرځېدو. 
The papers were spread across the table.
ګاغذونه د ميز پر سر تيیک - پرک شول.