د يو (نامسلمان) پوښتنه او د ډاکټر ذاکر نايک عقلي ځواب؛ آيا جنت او جهنم شتون لري؟
ډاکتر نېک محمد ويال

يو نامسلمان هندي د اسلامي نړۍ د ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه پوښتنه کړې، چې زه په اسلام او قران باور نه لرم، نو څنګه باور وکړ م چې له مرګ وروسته بيا ژوند شته دی؛ جنت او جهنم شتون لري؟

قراني ځواب:
ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک يې په ځواب کې ويلي، چې لومړی خو د دغه خبرې ذکر په سپيڅلي قران کې راغلي دی، خو که څوګ پر الله او دا چې قران د الله کتاب دی باور نه لري، په دې اړه دې زما پخوانۍ وېډيوګانې وګوري چې په منطقي دلايلو مې دغه خبرې ثبوت کړې دي او د يو شمېر نامسلمانانو قناعت پرې حاصل شوی دی. قران هغه کتاب دی چې ۸۰ سلنه د ساينس خبرې له نن پيړۍ وړاندې په کې ذکر شوې دي، شل سلنه نور به هم ثبوت شي چې قران د سايسن په اړه ويلي دي، خو نن ساينس هغه ځای ته نه دی رسېدلی کوم چې قران ذکر کړي دي.

عقلي ځواب:
آيا غلا کول بد کار دی او که ښه کار؟ دا سمه ده چې غلا کول بد کار دی خو د هغه چا لپاره له چا چې غلا کيږي او اغېزمن کيږي، خو چې کله زه غله کوم نو ماته ولې غلا کول بد کار دی ځکه چې ماته خو يې ګټه رسيږي؟ ذاکر نايک وايي چې که چېرې د غلا د بدوالي لامل دا وي چې نور ته زيان رسيږي، نو دا ما پوري تړاو نه لري، ځکه دوی ته زيان او زما ګته؛ يانې د بل زيان زما د ګټې لامل کيږي، بيا ويلې غلا کول ماته تواني ده؟

که چېرې غلا کول په دې اساس زما لپاره تواني وي چې پوليس به ما ونېسي نو ښايي داسې غل ووسي چې لويه مافيا وي؛ پوليس او حکومت يې پر وړاندې څه نه شي کولی نو بيا ولې غلا کول د هغه چا لپاره چې غلا کوي بد کار دی؟ په داسې حال چې دغه خلک د حکومت او قانون وړاندې چارې کوي او حساب دلته ور سره نه کيږي.

ذاکر د عدالت، حساب او کتاب لپاره د سپيڅلي قران کريم دغه ايت وړاندې کوي.
(سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 185) "كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَآ إِلَّا مَتٰعُ الْغُرُورِ

ژباړه: په پاى کې هر څوك د مرګ خوند څكونكى دى او تاسې ټول د قيامت په ورځ د خپلو خپلو پوره اجرونو موندونكي یاست، په اصل کې بريالی هغه څوك دى چې هلته د دوزخ له اوره وژغورل شي او جنت ته ننيستل شي. پاتې شوه دا دنيا، دا خو یوازي او يوازي يو غولوونكى شى دى." نو په دې اساس قران د جنت او جهنم ذکر کوي او الله هغه څوګ دی چې رېښتنې عدالت کوونکی دی."

بل ځای کې ډاکټر ذاکر نايک د هټلر بېلګه وړاندې کوي. هټلر تر شپږ مېلېونه يهوديان ووژل، نو که چې هټلر ته د مرګ، ټول عمر بند سزا ورکړل شوې وای، يوازې د يو يهود د وژنې سزا به وای، ځکه هټلر ته به په دې دنيا له مرګ بله غټه سزا نه وای. نو که چېرې هټلر وژل شوی وای د يو يهود غچ به اخېستل شوی وای او پاتې نور يو کم شپږ مېلېونه يهودان؟

الله تعالی په سپيڅلي قران کې فرمايي:
(سُوۡرَةُ النِّسَاء : 56) "إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِـَٔايٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنٰهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا

ژباړه: كومو خلكو چې زموږ د ايتونو له منلو څخه انكار کړيدى، هرومرو به يې اور ته ننباسو؛ او كله چې د هغوى د بدن پوټكي والیېل (وسوځول) شي؛ نو د هغو پر ځاى به نور پوټكي ورکړو چې د عذاب خوند ښه وڅكي. الله ډېر زورور دى او د خپلو فېصلو د عملي كولو په حكمت ډېر ښه پوهیږي." مطلب دا چې په دې دنيا به هټلر يوازې يو ځل سزا وګوري هلته به شپږ مېلېونه ځلې د ده نوی - نوی پوستکی اچول کيږي چې د هر وژل شوي يهود سزا ورته ورسيږي."
نو په پايله کې ويلی شو، چې د غلا په شمول هېڅ شی بد او يا ښه نه دی ترڅو چې لوی الله يې په اړه نه وي ويلي. نو کله چې غل په جهنم کې سزا ګوري او ښه کوونکی جنت ته ځي، د جنت او جهنم د شتون ثبتونه دي.