انګليسي له روهي سره زده کړئ - لومړۍ برخه

انګليسي له روهي سره زده کړئ (لومړۍ برخه) 
ډاکټر نېک محمد ويال 
د لاندې  درېيو کلمو ترمنځ توپير شتون لري. ډېری هغه کسان چې انګلېسي نوې زده کوي نو په ګرانۍ د لاندې کلمو په کارونه کې توپير کوي. 

Look: هغه وخت کارول کيږي چې يو شی يا څوګ په پوره پاملرنې سره تر نظر لاندې نېول کيږي. پښتو مانا يې (کتل) دي. 
بېلګه: Look at her هغې ته وګوره. 

See: يو څه تر سترګو راتلل چې په پسې نه وی. يانې يو څه د سترګو نظر ته راتلل د لېدو نيت يې نه لری. پښتو مانا يې لېدل دي. 
بېلګه: She sees him at school دي دی په ښوونځي کې ګوري. 

 Watch: د یو څه په دقت سره کتل. له  Look سره يې توپير دا دی چې Watch هغه وخت کارول کيږي چې يو شی په پالمرنې سره وکتل شي خو په حرکت کې وي. لکه فلم، ويډيو، لوبه او نور. د دغه کلمې پښتو مانا کتل دي. 
بېلګه: I am watching cricket زه د کرېکټ لوبه ګورم.