د بندنو ناروغۍ او درد په اړه د ديرش کلنې تجربې لرونکي ډاکټر سپارښتنې
ډاکټر نېک محمد ويال
د زنګون او نورو بندنو په ناروغۍ په اوسنۍ پيړۍ کې د تر سره شوې شمېرنو له مخې تر دوه مېلېارده ډېر کسان اخته دي. د ستر عمره کسانو ترڅنګ په ګڼ شمېر ځوانان هم په دغه ناروغۍ اخته او له درد يې کړيږي. دوی هڅه کوي چې د ګلوکوزامین او کندرویتین (glucosamine او chondroitin) له لارې يې درملنه وکړي، خو تل پاتې پايله يې نه شي تر لاسه کولی.
د زنګونو او بندنو ناروغۍ که چېرې بې باکه وشمېرل شي نو خطرناکه کيږي او د وخت په تېرېدو سره به هم حرکت هم د درد سبب کيږي.
ډاکټر رونالد هافمن چې د امريکا متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې يو پېژندل شوی ډاکټر او دېرش کلنه طبي تجربه لري وايي چې د زنګون او بندونو د دايمي درد په اړه يې د کالونو مطالعې او تجربو وروسته د ناروغۍ تشخيص او تل پاتې درملنه موندلې ده. د رونالد هافمن په وينا چې ګلوکوزامین او کندرویتین د دغه ناروغۍ لپاره مضر دي. دوی مفصلونو کې اوبه پيدا کوي، د وزن زياتېدو لامل کيږي او سټرس رامنځ ته کوي او همدا ډول دغه درمل نه شي کولی چې په د دايمې ډول د دغه ناروغۍ درملنه وکړي.
د نوموړي په وينا چې د مفصلونو ناروغۍ عمده لامل د pro-inflammatory cytokines د حجرو زيات توليد دی. دی لاندې درمل د پورته ناروغۍ لپاره ازمويل شوي ګڼي او پر کارونې يې ټېنګار کوي.
Collagen
Boswellia Serrata
Turmeric
Bioperine.
د يادونې ده چې د ډاکټر رونالد هافمن څېړنه او تجربه ارزښت لرونکې بلل شوې خو هغه درمل چې ده د مفصلونو ناروغۍ د درملنۍ لپاره د يوې ځانګړې فارمولې له لارې وړاندې کړي دي، سوداګريز شمېرل کيږي.
وروستي