ټېک ټاک د چين له والکې ځان خلاصوي

د ټېک ټاک په نوم TikTok په نوم د وېډيوګانو ټولنيز آپلېکېشن چې يو چنايي وګړي جوړ او اوس مهال په چين کې مرکزيت لري د يو نړيوال دفتر په هڅه کې دی.

د TikTok مسوولين وايي چې دوی هڅه کوي تر څو يو نړيوال يا جهاني دفتر ولري او دا چې دا کمپني په چين هېواد پورې تړلې بلل کيږي، ځان ترې جدا کړي.

ويل کيږي چې TikTok به د چين څخه خپل ځای بدل او پر ځای به يې سېنګاپور او يا هم لندن کې مرکزي دفتر جوړ کړي او په دې سره به له شهرت ځان خلاص کړي، چې دغه آپلېکېشن په چين پوري محدو شمېرل کيږي.

له دې وړاندې يو امريکايي حقوق پوهانو ويلي وو چې TikTok د چين د حکومت تر والکې لاندې دی، خو د TikTok جوړونکي دا خبرې رد کړې وې او ويلي چې دوی به هېڅکله هم داسې يو کار وانه کړي، چې د چين حکومت يې پرې تحميل کړي.