
روهي( درې نۍ/۳ د غبرګولي )، آیا کله مو فکر کړی چې د ځمکې په سر د نړۍ ترټولو اوږده وچه لار به له کوم ځای پیل او کوم ځای به یې پایان وي؟
اټکل شوی دی چې دغه لار۱۴۰۰۰ میله یا (۲۳۰۰۰ کیلو متره) اوږده او د جنوبي افریقا په یوه خورا لرې غاړې څخه پیل کېږي، چې په شمالي روسیه کې یو له خورا لیرې او سخت اقلیم لرونکې سیمې کې پای مومي.
که یو څوک په نورمال سرعت سره حرکت وکړي ، نو دا به له ۳ کلونو وخت ونیسي چې له پیل څخه تر پای پورې ورسیږي. دا په نړۍ کې ترټولو اوږده وچه لار ده.
پدې لاره کې هیڅ ځای شتون نلري چیرې چې اوبه یا سیند راځي او د لویې لارې په اوږدو کې پاخه سړکونه او پلونه شتون لري.
دا لاره د جنوبي افریقا له ( لا ایګلیس ) سیمې څخه پیلیږي او په کریمګیډین روسیه کې پای ته رسیږي. هرڅوک چې غواړي پدې لاره کې حرکت وکړي ، هغه باید د باران ، واورې ، صحرا او وچو سیمو لپاره جامې او اکمالات له ځان سره ولري.
که څه هم دا لار د یو څه مودې لپاره د جغرافیه کونکو په نظر کې وه ، دا نقشه اوس بیا کتنه شوې ، د ټیکنالوژۍ او ګوګل میپ په کومک دا لار مالومه شوې ده.
سویلي سوډان هم د لارې په اوږدو کې یو جنګ ځپلی ځای دی ، او د څارویو څخه بډای ځایونه او بارانونه هم شتون لري. لکه څنګه چې تاسو روسیې ته ننوتئ ، د سختې واورې او د موسم شرایطو سره مخ کیدی شي.
ژباړن: محمد مبین هڅاند