د ولسشمر ښاغلی لومړی مرستیال ( امرالله صالح ) د کورني جنګ په وخت کې پیدا نه وم، خو د خپلو مشرانو او تاریخ څخه مې دا زده کړي دي چې تاسې هم د کورني جنګ پر وخت یو اړخ وای او د هغه وخت هغه طرف چې تاسې یې غړیتوب لاره تاسې ته په حق او رښتیني خلک معلومېدل او همدا ډول هغه نورې ډلې چې د کورنۍ جګړې په مهال یې تاسې سره جنګ کاوه ستاسې دښمنان وو او تاسې ټول د مقابل لوري په وژنه خوښي ښکاره کوله دا خو اوس ټولو باید ومنئ چې کورنۍ جګړه هيڅ ډول اتل نه لري.
ښاغلی امرالله صالح دا چې تاسې د ۲۰۰۱ م کال څخه را وروسته چې د طالبانو رژیم د امریکایانو له خوا له منځه ولاړ د دولت په مختلفو چوکیو لکه د افغانستان د ملي امنیت ریاست، کورنیو چارو وزارت او همدا ډول نورې لویې دندې ترسره کړې دي او اوس هم د ولسمشر د لومړي مرستیال دنده په وړاندې بوځئ.
هغه څه چې غواړم تاسې ته یې ووایم دادي دا مهال تاسې د ولسمشر لومړی مرستیال یاست او د خپلو نورو دندو ترڅنګ تاسې د کابل حالاتو ښه کېدو ته هم ټټر ورکړی، خو که حقیقت ووایو تاسې هم ناکام یاست ځکه تاسې د کابل امنیت څه چې د خپل دفتر (ارګ) امنیت هم په سیمنټي دېوالونو نیولی او حال دادی چې تاسې د هېواد د استخباراتو د ریاست دنده هم کړې د دې خبرې مې مقصد دادی چې ولې د هېواد استخباراتي ادارې دومره په فساد کې تر ستوني ډوبې شي چې کابل ښار هم امن نه وي. لومړی مرستیال صاحب که د دې ټولو ځان ښودلو کارونو په ځای فساد ته نه ووایو څنګه به وي؟ فساد زمونږ د ټولو هغه شریک دښمن دی چې مونږ یې د کور دننه او د هېواد څخه بهر دښمن ته محتاج کړي یو.
ښاغلی امرالله صالح آیا کابل امنیه قومندانۍ لري؟ والي یې په څه بوخت دی؟ د کابل امنیت ریاست څه کوي او که هوا یخه ده د یخنۍ په دفترونو کې ګرمو بخاریو ترڅنګ ناست دي؟ په هغوي غږ وکړئ او اړ یې کړئ ترڅو خپلې دندې ترسره کړي.
تاسې چې په څلور لارو کې د غلو عکسونه ځوړند کړي آیا هغه د پښتو متل ته دا کار نه دی ورته چې غل ته وایې غلا وکړه او کور خاوند ته وایې بیدار اوسه؟ هغه غله چې په زرګونه جریبه ځمکې یې غصب کړي او د زرګونو خلکو قاتلین دي تاسې یې ولې په اړه اقدام نه کوئ؟
هغه اساسي قانون چې یواځې په غریب ولس باندې منل کېږي که لومړی په ولسمشر او بیا په تاسې دواړو (لومړي مرستیال او دویم مرستیال) او همدا ډول په نورو چارواکو پلی شي څنګه به وي او که تاسې ځواب داوي چې د افغانستان اساسي قانون ته یواځې باید غریب ولس غاړه کېږدي بیا نو سمه ده.
که د هغو افغان مېړنیو سرتېرو چې د خپل ژوند هره برخه د افغان ولس د ساتنې لپاره تېروي پوښتنه وشي افغانستان نه ورانېږي د خدای په خاطر هغوي ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
وروستي