اته کلنې اېزابېلا د خپلې مور مجرم ته لیک لیکلی

روهي(دوه نۍ/۲ د مرغومی)، برتانیا کې یوې اته کلنې ماشومې هغه ډرېور ته لیک استولی چې په تېره سپتمبر میاشت کې یې د نشې په حالت کې د سړک په غلط لاس موټر چلاوه،‌ او د دې ماشومې د مور له موټر سره یې ټکر وکړ.‌ په دې پېښه کې د اته کلنې اېزابېلا مور امېلیا سخته ټپي شوې وه او امبولانس کې روغتون ته لېږدول شوې وه.‌ اېزابېلا دغه کس ته په خپل لیک کې لیکلي: "تا ډېر الکول څښلي وو او نژدې وه چې زما مور را ووژنې. مور مې داسې حالت کې روغتون ته ولاړه چې له سر نه یې وینه بهېدلې.‌ نژدې وه چې زه بې موره شم. ‌لطفاً بیا داسې مه کوه. مننه! اېزابېلا".کوچنۍ اېزابېلا وویل، دا لیک یې ځکه ولیکه چې د نورو خلکو ژوند وژغوري، او موټر چلوونکي دې ته وهڅوي‌ چې د کرسمس ورځو کې د موټر چلولو پر وخت شراب ونڅښي.‌ د ماشومې اېزابېلا دغه لیک پر فېسبوک ډېر خپور شوی و، خو کورنۍ یې اوس دا لیک شریک کړی.‌د اېزابېلا مور امېلیا وایي، لور یې له دې پېښې وروسته یوه ورځ خپلې کوټې ته ولاړه او چې بېرته راغله نو دا لیک یې په لاس کې نیولی و.‌ امېلیا زیاتوي‌ چې د ټکر پر وخت ملامت کس شاوخوا د سل کیلومترو په سرعت روان و او د موټرو جنګېدو وروسته دې فکر کاوه چې له دې پېښې به ژوندۍ پاتې نشي.‌