د تیلفوني ۹۱ دقیقو خبرو وروسته پر اوکراین نظامي مرستې ودرېدې

روهي(دوه نۍ/۲ د مرغومی)، د امریکايي حکومت یو خپلمنځي برېښنالیک په ډاګه کوي چې سپینې ماڼۍ ۹۱ دقیقې وروسته له هغې چې د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره ټلیفوني خبرې کړي، پر اوکراین نظامي مرستې درولې دي. ډیموکراټان وايي، دا ښيي چې ښاغلي ټرمپ د خپلې ګټې لپاره له واکه ناوړه ګټه اخیستې. د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډموکراټ ګوند مشر، چک شومر، پر واکمن جمهوریپال ګوند غږ کړی، چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په بهیر کې مهمو شاهدانو ته دغې جرګې ته د ورتګ او د پوښتنو ځوابولو اجازه ورکړي. ښاغلي ټرمپ ویلي، چې تر ژره دې استیضاح شي، خو جمهوریپال ګوند تر اوسه د دغه بهیر په تړاو مشرانو جرګې ته د شاهدانو او اسنادو د ور وړاندې کولو غوښتنې نه دي منلې. پر ولسمشر ټرمپ تور دی، چې پر اوکراین یې د خپل سیاسي سیال، جو بایډن، په تړاو د پلټنو کولو لپاره فشار اچولی و.شاوخوا څلور ورځې وړاندې د امریکا ولسي جرګه کې له یوې ورځې سخت بحث وروسته د دغه هېواد ولسمشر استیضاح کړ او نوموړی به له دې وروسته مشرانو جرګې ته د محاکمې لپاره استول کېږي. ښاغلي ټرمپ له دوو تورونو سره مخ دی؛ واک ناوړه کارول او د ولسي جرګې چارې خنډنۍ کول. سپینې ماڼۍ یوه بیان کې دا پرېکړه "د ولسي جرګې په تاریخ کې د تر ټولو شرموونکې شیبې اوج" بللی او غندلی یې ده. ولسي جرګه د چارشنبې له غرمې وروسته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پر طرحه بحث کاوه او په ورته مهال د کانګرس مخ ته مظاهره روانه وه.