
روهي(دوه نۍ/۲ د مرغومی)، د سعودي عربستان څارنوالۍ ویلي په دغه هېواد کې یوې محکمې پنځه کسان د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په تړاو په مرګ محکوم کړي. خبریال او د سعودي حکومت یو له سرسختو مخالفینو جمال خاشقجي تېر کال په دویم د اکتوبر د ځینو اداري کارونو لپاره په ترکیه کې د عربستان کونسلګرۍ ته ولاړ او بیا له هغې وروسته ورک شو. د سعودي عربستان دولت د دې پېښې په اړه هر ډول اړیکه او معلومات رد کړل، خو د نړیوالو فشارونو له امله یې وویل، څېړنو ښودلې چې یو شمېر چارواکو او امنیتي مامورینو په دې پېښه کې لاس لاره. اوس د سعودي څارنوالۍ ویلي د دغو "خپل سرو عملیاتو" په تړاو ۱۱ کسان چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي محاکمه کېږي. ترکي چارواکو د نوموړي په وژنه د سعودي عربستان دولت پړ وباله او وروسته د امریکا استخباراتي ادارې د سعودي یو شمېرامنیتي چارواکي دده وژلو تورن کړل او بندیز یې پرې ولګاوه. د سعودي عربستان دولت د دې پېښې په اړه هر ډول اړیکه او معلومات رد کړل، خو د نړیوالو فشارونو له امله یې وویل، څېړنو ښودلې چې یو شمېر چارواکو او امنیتي مامورینو په دې پېښه کې لاس لاره.