
روهي(دوه نۍ/۲ د مرغومی)، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش له ماتې دوه کاله وروسته، داسې ډېرې نښې نښانې شته چې دا ډله د بیا د ځواکمنېدو په حال کې ده. په عراق کې دې ډلې تر ډېره ماتې وخوړه خو جرړې یې ونه وتې. کردي چارواکو او لوېدیځو هېوادونو کې استخباراتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې عراق کې داعش په یوه پرمختللې اورپکي ډلې بدل شوی او بریدونه یې په ډېرېدو دي. د عراق د کردستان د ترهګرۍ ضد یوه ستر چارواکي لاهور طالباني وویل چې اوس داعش ډله تر القاعدې هم تکړه او ګواښوونکې ده. ښاغلي طالباني زیاته کړه: "هغوی له ښو تکتیکونو او او جنګي وړتیاو برخمن دي او زیات مالي امکانات لري. هغوی کولی شي د تګ راتګ وسایل، وسلې، خواړه او نور تجهیزات وپېري. له تخنیکي پلوه هم ډېره وړتیا لري او موندل یې ګران کار دی. نو په دې اساس داسې یوه ډله ده لکه القاعده چې سټیرایډ یا ځواک زیاتونکي درمل خوړولي وي."جنرال سیروان بارزاني وايي، که حالت همداسې دوام وکړي په ۲۰۲۰ کې به داعش تر پخوا لا پياوړی شي. له همدې ځایه د ګوېر د تپې له پاسه پېشمرګه ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په اګست کې د داعش پروړاندې خپل لومړني عملیات پیل کړل. اوس دلته جنرال بارزاني او نور وايي چې تاریخ په تکرارېدو دی. کرد استخباراتي چارواکي اټکل کوي چې داعش په عراق کې شاوخوا ۱۰ زره غړي لري چې له څلور تر پينځه زره یې جنګیالي دي او همدومره پټ ملاتړې او همفکره کسان لري.اوسمهال "سخت دریځې ډلې" پټنځایونو پورې محدودې دي او شپه مهال راوځي برید کوي او تښتي. خو عراق په تېره کې له همداسې ځای نه د "ترهګرۍ" د ودې شاهد پاتې شوی، نو ځکه ځینې عراق او سیمې ته د یو نوي ګواښ د رامنځته کېدو په اړه اندېښمن دي.