ولې د کلي عامه کتابتون؟

پېژندنه
د (کلي عامه کتابتون) یو خپلواک، داوطلبانه، غیر سیاسي او ټولنیز خوځښت دی. دا خوځښت په هېڅ سیاسي ډله ټپله پورې تړاو نه لري. د کلي عامه کتابتون خوځښت په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال د ښاغلي مجیب الرحمن محمودي له خوا رامنځته شو او له هماغې ورځې د افغانستان په لرې پرتو سیمو، کلیو او بانډو کې عامه کتابتونونه جوړوي. په لومړیو څو کلونو کې ښاغلی محمودي صاحب په یوازې ځان د دې خوځښت ټولې چارې مخ ته وړلې؛ خو د دې لپاره چې د لوستو، ژمنو او بااحساسه افغانانو په توګه مو د خپل ګران هېواد افغانستان په بیارغونه، د مثبتو او رغنده افکارو په ترويج، د جهالت او بدبختیو د تور ټغر په ټولولو او په افغانستان کې د نوي نسل په مثبته او اغیزمنه روزنه کې خپله ونډه ادا کړې وي؛ نو سږ کال څو نور با احساسه رضاکاران ځوانان هم ورسره یو ځای شوو او اوس له نېکه مرغه دا بهیر تر بل هر وخت په چټکه او پراخه بڼه پر مخ روان دی. موږ درک کړې چې د افغانستان د کابو ټولو ستونزو او ناخوالو رېښه د لیک لوست زده کړې د کچې ټيټوالی، د افغانستان په ښاري او کليوالي سیمو کې باکیفیته زده کړو ته د افغانانو نامتوازن لاسرسی، په کلیو او بانډو کې له ښوونځي پرته نورو پوهنیزو تقویتي پروګرامونو، لکه کتابتونونو او غني لابراتوارونو ته د زده کوونکو نه لاسرسی او ټولنیز محرومیت دی. له نېکه مرغه تر اوسه (د کلي عامه کتابتون) خوځښت په بېلابېلو کلیوالي سیمو کې ۱۳ کتابتونونه جوړ کړي دي، له دې جملې یو یې د میدان ښار په زندان کې واقع دی او د زندان د مسوولینو او زندانیانو په وینا، افتتاح یې ډېره مثبته اغېزه درلوده او اوس هره ورځ هلته په لس ګونو زندانیان مطالعه کوي. د خوند خبره خو لا دا چې اوس د عامه کتابتون له برکته زندانیان دومره هڅول شوي چې د مطالعې تر څنګ یې د کتاب لیکلو ته هم مخه کړې ده او یو زنداني ورور کتاب لیکلی چې په نږدې ورځو کې به چاپ شي. له ښه مرغه، همدا مهال، د یو بل کتابتون لپاره هم کتابونه تیار دي او په لنډو ورځو کې به افتتاح شي او تر څنګ یې په څو نورو کتابتونونو هم کار روان دی. ولس زموږ کور، د عامه کتابتونونو جوړول مو فعالیت او د پوهنې په ګاڼه سمبال افغانستان مو موخه ده.
 
د عامه کتابتونونو د جوړېدو اړتیا؟ 
ښايي پوښتنه دا وي چې آخر ولې عامه کتابتونونه؟ ولې د عامه کتابتونونو د تاسیس پر ځای د افغانستان هغو بې وسو وګړو ته مالي مرستې برابرې نه کړو چې د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د وروستۍ سروې له مخې، له ۵۵ سلنه زیات یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي؟ ولې د ښار په واټونو او کوڅو کې د ګرځېدونکو سوالګرو بې وزلو ماشومانو او مېرمنو پرانیستي محتاج لاسونه د پنځو روپیو په خیر ورډک نه کړو؟ او ولې د جګړې او طبیعي ناورینونو له کبله په کور د ننه بې ځایه شویو هېوادوالو ته مرستې راټولې نه کړو؟ 
 
پورتنیو او دې ته ورته پوښتنو ته زموږ د رضاکارانو ځواب دا دی چې: هو، له بده مرغه د افغانانو ژوند سر تر پایه له ناخوالو ډک، اړتیاوې یې له شمېر وتلې او په لاس کې شته سرچینې یې په نشت حساب دي. خو، له دې ټولو سره سره باید ووایو چې په نړۍ کې د بشري پرمختیا د تاریخ پاڼې او د وروستيو لسیزو په لړ کې د افغانستان تاریخي واقعیتونه راښيي چې د شخړو، فقر، بشري ناورینونو، نابرابرۍ، ټولنیزو محرومیتونو او سلګونو نورو ناخوالو ستر لامل نالوستي، د پوهنې د کچې ټيټوالی، غیرمسوولانه زده کړې، پوهنیزو سرچینو ته د وګړو نامتوازن لاسرسی او په لوی لاس د ښار او کلي تر منځ د غرونه، غرونه پوهنیز او پراختیايي توپیر رامنځته کول دي.
 
هماغه مور چې په ښار کې سوال کوي، خاوند، زوی یا ورور یې د شخړو او جګړو لمبو خوړلی او د هغې شخړې لامل ناپوهي وه، هماغه یتیم چې په تنکیو لاسونو په ګرمه بټۍ کې د پخو درنو خښتو ډېرۍ له یو ځایه بل ځای ته لېږدوي یا په نازکو خو خیرنو لاسونو د مالدارانو د عصري موټرونو ګردوهلې شیشې پاکوي؛ پلار یا مور یې شخړې، بشري ناورین، ترافیکي پېښې، بدۍ یا بلې بلا خوړلی او د دغو ټولو بدمرغیو رېښه نالوستي، د سالم ذهنیت نشتوالی او د جهالت تورې پردې دي او بالاخره، هماغه ۵۵ سلنه افغان وګړي چې د شپې د ډېوې تېل او د سهار د لمر سیوری نه لري، د فقر درنې او ظالمې څپېړې په مخ وهلي، ځينې یې له کور کلي تر پردیو هېوادنو شړلي او ځينې یې په ناڅيزو او په نشت حساب عایدراوړونکو کارونو بوخت دي او یوه لویه کتله یې له بې کارۍ سر ټکوي؛ دا ټول د نالوستۍ، د پوهنې د ټيټې کچې یا د بې کیفیته او غیرمسوولانه زده کړو له کبله دې حالت ته رسېدلي دي.
 
که یو ماشوم د ماشومتوب له پړاوه، د ښوونځۍ تر څنګ ذهنیت جوړوونکو او روزونکو لیکنو، نوښت پنځوونکو مفکورو، ژوند جوړوونکو او رغنده نظریاتو، د الګو/ مخ بېلګه شخصیتونو ژوند لیکونو او د نړۍ بدلوونکو څېرو او مشاهېرو پېژندنې ته لاسرسی ولري؛ هغه به کله هم د تاوتریخوالي، شخړې، بې شخصیتۍ، ضلالت، بې پروايۍ او نورو شرموونکو چارو لاره ونه نیسي. دا ډول هلک یا نجلۍ به د خپلې کورنۍ د سر تاج وي، د وخت د مدیریت، نوښت او خدای ورکړو علمي او فکري وړتیاوو څخه د سالمې ګټې اخیستنې د کیمیا په هنر به سمبال وي او د ټولنې یو غوړېدونکی شخصیت به ترې جوړېږي.
 
موږ د افغانستان په کلیو او بانډو کې د همداسې ماشومانو د روزنې په پار عامه کتابتونونه جوړوو. خیر که موږ نه شو کولای چې په لنډمهال کې په خپلو لږو سرچینو د څو وږیو ماشومانو ګېډې ډکې، د څو سرلوڅو او تن لوڅو اړو وګړو تن پټ او د څو بې کوره مجبورو خویندو میندو د بې کورۍ غم وخورو؛ خو ډاډ درکوو چې موږ د دې ټولو عظیمو بدمرغیو په نبض ګوته اېښې او د ستونزې ژورو ته رسېدلي یو. موږ به د لوی خدای په توفیق او بشرپالونکو انسانانو په ملاتړ دا ټولې ستونزې په نطفه کې خنثی کوو او د یو دوامدار، تلپاتې او باعظمته ابتکار پر مټ به ګران هېواد افغانستان د نړۍ د لوستو او متمدنو هېوادونو په لیکه کې دروو. موږ که اوس یوې مور ته سل نغدې روپۍ نشو ورکولای خو د هغې د زوی او لور د روزنې په تکل راوتلي یو چې سبا به یې د زده کړې او مطالعې په برکت نه یوازې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړې وي؛ بلکې د لورېینې او پېرزوینو سیوري ته به یې څو نور وږي انسانان هم دمه وي. موږ د افغانستان محرومو ماشومانو ته د هغوی په کلي او ښوونځي کې کتابونه رسوو،په لاس کې د پوهنې مشال ورکوو او رڼا ته یې ستاسو تر څنګ کېنو.
 
کتابونه او د کليوالو ستونزې
 که په لنډو ټکو کې ووایم، د افغانستان په لرې پرتو سیمو او محرومو کلیو او بانډو کې د کتاب او مطالعې برخه کې د خلکو ستونزې دا دي: لومړی خو نه پوهېږي چې کوم کتاب ولولي؟ که په دې پوه شي چې د فلاني لیکوال یا لیکوالې فلانی کتاب باید ولولي او ګټه ترې واخلي؛ په دې صورت کې ډېر کله، هماغه کتاب په کلیو او بانډو کې د لاسرسي وړ نه دی، یانې هلته مجهز او غني کتاب پلورنځي نشته چې د اړتیا وړ هر ډول کتابونه پکې وي. که چېرې کوم دا ډول کتاب پلورنځی هم وي، هلکان او انجونې د هغه کتاب د پېرلو/ اخیستلو مالي وس نه لري. پلارجان یا مشران وروڼه یې چې په ډېرو ستونزو څو افغانۍ وګټي؛ خپلو ماشومانو او کشرانو ته ایله لس یا شل افغانۍ ورکړای شي، پاتې پیسې د اوړو اخیستلو، د ناروغانو په درملنه، د ژمي له سړو د خوندیتوب لپاره د ډبرو سکرو یا لرګیو په اخیستلو او نورو بیړنیو او لومړنیو اړتیاوو په رفع کولو لګوي. په دې ډول که مسله لږه نوره هم راوسپړو یو ماشوم هلک یا ماشومه نجلۍ ښايي د دوو میاشتو په لړ کې له ۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ همپیدا نکړای شي. که چېرې دا ومنو چې هر کلیوال ماشوم د کابو دوو میاشتو په لړ کې له ۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کولای شي؛ دا هم باید هېر نه کړو چې د دومره پیسو له ټولولوسره سم، د هغه یا هغې سترګو ته د کتاب تر اخیستلو وړاندې لس نورې لومړنۍ اړتیاوې مخې، مخې ته کېږي چې باید پوره یې کړي او په دې ډول زموږ زرګونه ماشومان پرته له دې چې د ښوونځۍ په پړاو کې له درسي کتابونو آخوا آن یو آفاقي کتاب هم مطالعه کړي، فارغېږي. همدغه ناليدلې خلا یې د شخصیت یوه نه بېلېدونکې برخه جوړېږي او همدغه کمی د نوموړي/ نوموړې په شخصیت کې د هغو ټولو بدمرغیو تخم کري چې پورته یې یادونه وشوه.
 
نو اوس فکر وکړئ، که چېرې یو بې وسه، له عصري پوهنې او د ټکنالوژۍ له نړۍ محروم افغان ته د خپل کلي په جومات، ښوونځي، مدرسه یا نږدې انستیتوت کې عامه کتابتون افتتاح شي او دی/ دا وکولای شي په وړیا او نامحدوده توګه پکې مطالعه وکړي؛
 آيا د جهالت په سرو سکروټو به سړې اوبه نه وي تویې شوې؟
آيا د شخړو او لانجو فکر به د بیارغونې، شخصیت جوړونې او نورو ته د خیر رسونې په فکر نه وي بدل شوی؟
آيا د کلي زده کوونکي او زده کوونکې بهپه دې پوه نه شي چې د خپلې کورنۍ له غړو او په ځانګړې توګه له خپل پلارجان او مورجانې سره څه ډول له درناوي ډک چلند وکړي؟
آيا هغه ماشومان چې د عامه کتابتون د ژوند روزنې او شخصیت جوړونې په زانګو کې ستر شي، د ورانۍ او شخړو خوا ته مخه کولای شي؟ نه، هېڅکله نه.
د کلي عامه کتابتون د دغو ټولو ښېګڼو او تلپاتې ګټو د لرلو له مخې د رهبرانو د روزنې یوه ستره اکاډمي بللای شو.
 
زموږ عملي تګلاره؟
موږ په کور د ننه او له هېواده بهر؛ له ښار او کلیو، پلورنځيو، پوهنتونونو، ښوونځيو او مدرسو نیولې بیا د وګړو تر مېلمستونونو او ټولنو کې له بااحساسه هېوادوالو څخه کتابونه راټولوو، د خپل خوځښت د هوډمن مشر مجیب الرحمن محمودي په مېلمستون کې یې تنظیموو، نوملړ یې جوړوو او وروسته د سیمې له اړتیا سره سم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کلي عامه کتابتونونه جوړوو. د اړتیا یادونه مې ځکه وکړه چې ښايي یوه سیمه له کرنیز اړخه ډېره مساعده او برابره وي، موږ داسې سیمې ته د کرنې د اغیزمنو لارو چارو په تړاو معلوماتي کتابونه لېږدوو او د سیمې وګړو ته ورزده کوو چې هغوی څنګه کولای شي له لږو سرچینو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي. همدارنګه، که زموږ پام شي چې یوه سیمه کې د ماشوم د ادبیاتو برخه کې کتابونو ته سخته اړتیا ده، هلته د ماشوم ادبیاتو او روزنیزو توکو پورې اړوند کتابونه لېږدوو.
 
ستاسو ونډه
که د یو ژمن، بااحساسه او لوستي افغان په توګه هیله لرئ چې د افغانستان تنکي زده کوونکي او زده کوونکې کتاب ولولي او ژوند جوړ کړي، که د افغانستان په درد درمن یاست او که غواړئ د کليو او بانډو ماشومان هم د ښار د ماشومانو تر څنګ باکیفیته او فکر زیږوونکو کتابونو ته لاسرسی ولري او که په دې باور یاست چې زموږ د ټولو ستونزو رېښه نالوستي او د نړۍ د نوښتګرانه مفکورو نه لوستل دي؛ نو بسم الله کړئ، زموږ ملا راوتړئ، یا لږ تر لږه یو کتاب راکړئ چې د کلي راتلونکي عامه کتابتون کې یې کېږدو او یا نغدي مرسته راسره وکړئ چې کتابونه او المارۍ پرې راونیسو او د کلي عامه کتابتونونه غني کړو. دا مه هېروئ چې موږ (د کلي عامه کتابتون) خوځښت یوازې او یوازې د الهي توکل او ستاسو د خیرښېګڼې د باور پر بنسټ پیل کړی، ستاسو احساس او ژمنتیا د مینې او لورېینې هغه چینې دي چې موږ لپه ترې ډکوو او د کلي محرومو او د پوهنې د رحماني اوبو تږو زده کوونکو ته یې وړو.