انخی او د ګوربت غر: د سکون زړه ته لار

ګوربت د وردګو په کچه یو نامتو، پېژندل شوی او ستر غر دی. دا غر د سیداباد په ولسوالۍ کې پروت دی. شمال او شمال ختیځ ته یې د انخي دره، ختیځ او جنوب ته یې د شنیز دره، شمال لودیځ ته یې د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد دره او لودیځ او جنوب لودیځ ته یې د جغتو ولسوالي واقع ده. دا غر د خپل ستراتیژيک موقعیت، شنو درو، اسمانڅکو سردرو، پرېمانه اوبو، رڼو چینو، پراخو څړځایونو (ورشوګانو)، شنو چمنونو، بېلابېلو طبیعي بوټو او زرکانو درلودو له کبله ځانګړی نوم لري. سردرې یې د ژمي، پسرلي او اوړي په کابو ۸ میاشتو کې په سپینو واورو پوښلې وي او په شېلو او ناوونو کې یې پرېمانه اوبه بهېږي. تر څو کلونو وړاندې پورې چې زموږ هېواد وچکالۍ ډېر نه و ځپلی؛ د ګوربت غره ته به قافلې، قافلې کوچیان ورختل او په اونیو، اونیو به یې هلته کیږدۍ وهلې وې. ځکه ګوربت د دوی د اوښانو او نورو څارویو لپاره بسنده څړځایونو درلودل. دا بهیر په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ او شاید ناامنۍ له کبله ډېر پڅ شو. دغه غر د خپل ځانګړي موقعیت له مخې د دې ظرفیت لري چې اوبو ته یې بندونه وتړل شي، د ځنګلي ونو نیالګي پکې وکرل شي او د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو (سیلانیانو) او غر ختونکو لپاره د مېلو او چکر په یو زړه راښکونکي سیمه بدل شي. د دې لپاره چې ګوربت غره ته د اړوندو مسؤلینو او نړیوالو ګرځندویانو پام راواړوو، تر هر څه وړاندې باید دغه غره ته د ورتللو لارې، نیږدې درې او پیداوار یې خلکو ته ور وپېژنو.
 
سره له دې چې ګوربت غره ته له د چک، جغتو او سیداباد ولسوالیو له خواوو مختلفې لارې ورغلې دي؛ خو دا لیکنه یوازې د انخي له خوا ګوربت ته د ورغلیو لارو او مسیرونو او اړوندو نورو مسایلو په تړاو جزییات وړاندې کوي. د دې لیکنې په لړ کې لولو چې ګوربت ته د انخي درې له خوا څو او کومې لارې ورغلې دي؟ د انخي دره له ګوربت څخه څومره واټن لري؟، د انخي څخه ګوربت ته پر لار کوم کنډوونه، ناوونه، غرونه، چینې او کلي پراته دي؟، انخیوال د ګوربت له کومو غرنیو پیداوارو څخه ګټه اخلي؟ او د روسانو پر وړاندې د افغانانو د سپېڅلي جهاد پر مهال ګوربت غر څنګه او د کومو دلایلو له مخې د مجاهدینو په یو پیاوړي او نه ماتېدونکي سنګر بدل شو؟
 
د انخي موقعیت او د ګوربت لارې
د انخي دره د سیداباد ولسوالۍ لودیځ ته پرته یوه غرنۍ دره ده. د بادام دره، حسن بېک دره او چنار درې په نوم درې فرعي درې او ټول ټال ۵۰ کلي لري. د انخي عالي لیسه، د جمال الدین خان وردګ عالي لیسه او د میلاد نبي عالي لیسه په نوم درې لېسې، څلور منځني ښوونځي او یو مجهز روغتیايي مرکز لري. انخی د ګوربت د تاریخي غره شمال او شمال ختیځ ته پروت دی. د انخي د درېیو درو (بادام، حسن بېک او چنار درو) له جملې، یوازې د چنار دره له ګوربت غره سره ګډه پوله لري او د پاتې دوو درو خلک هم ګوربت ته د تګ راتګ لباره د چنار درې له غرونو تېرېږي.
 
د ګوربت له غره څخه د انخي خوا ته پراته غرونه، ناوونه او چینې دا دي:
الف) غرونه: د مرغه ځاله، د خرولې غر، د ستر کنډو غر، د سرکۍ کنډو، بومکه غونډۍ، د آس پل، تېره ژۍ، وچ تنګی، د بېرکې سر او د سټه خېلو کنډو.
ب) ناوونه: د خرولې ناو، لیمي ناو او د سټه خېلو ناو.
ج) چینې: د (مزداغ چینه)، د (خرولې د خوړ چینه) او (سپینه چینه).
د) کلي: بانډه، رحیم خېل، علم خېل، ورمړ، الف خېل، صادق خېل، موچیان، یارک خېل، یامي خېل، محبت خېل، جلې خېل، بادام، کوډۍ، هوسې خېل، ګدايي، جوګي خېل او لټوخېل. دا ټول د انخي هغه کلي دي چې د انخي د نورو کلیو په پرتله، ګوربت غره ته ډېر نیږدې دي.
د انخي له خوا ګوربت ته درې لارې ورغلې دي: (د اوښې لار)، (د سرکۍ کنډو لار) او د (سټه خېلو لار). چې هره ذکر شوې لار په لاندې توګه تشریح کېږي:
 
لومړی: د اوښې لار
که وغواړې چې د انخي د بادام له درې څخه ګوربت ته ولاړ شې؛ خپل مزل باید د جلې خېلو له کلي پیل کړې. لومړی باید د شګلن درمندځای په تونده غونډۍ د خرولې غره سر ته ځان ورسوې، ورپسې د خرولې د غاښي له سره د خرولې خوړ ته په رېونده/ نرۍ ډډه کې ورښکته شې، له هغه ځایه د (مزداغ چینې) او (شګلن کنډو) توند مزل طی کړې، (د اوښې په کنډو) ورپورته شې او د ګوربت سر ته ځان ورسوې. البته، هوسې خېل او تر هوسې خېلو ښکته کلي د بانډې له کنډو څخه د خرولې خوړ ته ځان رسوي او له هغه ځایه د دوی لاره د اوښې په کنډو کې د بادام له لارې سره یو ځای کېږي. له بادام څخه د ګوربت د غره تر سره پورې په عادي پلي تګ سره د دې ټول مسیر طی کول نیږدې دوه نیم ساعته وخت نیسي. دا لاره له ډېرو پخوا زمانو راهیسې جوړه شوې چې مخینه یې آن سلګونو کلونو ته ورګرځي. یاده لاره د انخي له خوا ګوربت ته د ورختلیو نورو لارو په پرتله خورا تونده خو نسبتا نیږدې ده.
 
دویم: د سرکۍ کنډو لار
د سرکۍ کنډو د انخي د چنار درې د علم خېلو، ورمړ، رحیم خېلو او بانډې جنوب ته د کلیو پر سر پروت دی. که وغواړې چې د انخي د چنار درې له یامي خېلو، الف خېلو، صادق خېلو، موچیانو، علم خېلو، ورمړ او رحیم خېلو کلیو څخه ګوربت ته ولاړ شې؛ لومړی باید د سرکۍ په کنډو ورپورته شې. د دې لارې د مسیر طی کولو ترتیب په دې ډول دی: لومړی باید له رحیم خېلو څخه د (بومکه غونډۍ) باندې ورپورته شې، ورپسې (د سرکۍ کنډو) مخې ته راځي، له هغه ورپورته په تیږه کې د آس پل دی دا ځای د (آس پل) په نوم یادېږي. له هغه نه ورپورته ښي لاس ته (تېره ژۍ) ده او کیڼ لاس ته (وچ تنګی) او ورپسې (لیمي ناو) دی. د رحیم خېلو او علم خېلو لاره له سرکۍ کنډو ورپورته په (لیمي ناو) کې سره یو ځای کېږي. دلته د (سپینه چینه) په نوم یوه چینه د (لیمي ناو) د خولې نه لږ ورپورته واقع ده. له سپینې چینې چې ور پورته شې د (بېرکو سر) ورته وايي. او له دې ځایه تر تېرېدو وروسته  د ګوربت شمال ختیځې یوې څنډې ته چې (د مرغه د ځالې شا) نومېږي، هلته په ګوربت غره ورګډېږې.
 
د یادونې وړ ده چې د (سرکۍ کنډو لاره) د اوښې له لارې څخه یو څه آسانه خو نسبتان اوږده ده، د عادي تګ ۳ ساعته مزل دی. ځکه چنار دره تر بادام درې ګوربت ته ډېره ورنیږدې او د سرکۍ کنډو هومره زیاته توندي نه لري. له رحیم خېلو پورته د چنار درې وروستی کلی بانډه دی، چې خلک یې ګوربت ته د تګ لپاره ډېر کله د سرکۍ کنډو له لارې او ډېر لږ وخت د اوښې د لارې له مسیر ګټه اخلي.
 
درېیم: د سټه خېلو لاره
له انخي څخه ګوربت درېیمه لاره د (سټه خېلو لاره) ده. دا لاره چې خورا پېچلې او سخته ده، د انخي د چنار درې د یارک خېلو له کلي څخه پیلېږي، له څو ناوونو او پېچلو کنډوونو تر تېرېدو وروسته ګوربت ته رسېږي. له دې پېچلې لارې یوازې د یارک خېلو کلي خلک ګټه اخلي. نورو کلیو ورڅخه ګټه اخیستنه خورا پېچلي او ان ناشونې ده. ځکه هغوی ته یې هم مسیر لرې کېږي او هم د نورو دوو لارو په نسبت له دې لارې مزل ‎ورته خورا ګران تمامېږي. ځکه نو د چنار درې نور کلي ګوربت غره ته د تګ راتګ لپاره د سرکۍ کنډو لاره کاروي. 
 
د انخي خلک د ګوربت له غره څخه څه ګټه اخلي؟
د انخي خلک هم د نورو درو د خلکو په څېر د ګوربت په پراخو - هوارو څړځایونو کې خپلې رمې پيايي، د پسرلي په موسم کې د ګوربت له غره څخه د خپلو څارویو لپاره بېده (یو ډول تازه واښه او د څارویو خوراکي توکي) راوړي، د کال په درېیو موسمونو (پسرلي، اوړي او مني) کې د ګوربت له غره څخه په خرو باندې سون توکي (مخصوصا د سون بوټي) راوړي، ځینې تکړه ځوانان یې آن په شا باندې له ګوربت څخه وځونه راوړي. همداراز، د ګوربت له یو شمېر قیمتي او باارزښته بوټو لکه (بدراو/ ماڼو او خومه زورې) څخه هم ګټه اخلي.
 
پر دې سربېره، سره له دې چې اوس مهال انخیوال په ګوربت کې مېنې نه لري؛ خو له ډېر پخوا زمانو راهیسې آن تر څو کاله مخکې پورې چې وچکالیو د ګوربت د شنونو چمنونو رنګ او د اوبو سرچینې نه وې زبېښلې؛ د انخي د بادام او چنار درو محدود شمېر کورنیو خو د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد (مجت) د پیسیکو، د غره څلګري، علیاتکه او قادرخېلو کلیو ډېرو خلکو به د پسرلي د غوايي (ثور) میاشتې په لومړیو کې د وانډې په توګه (یعنې په نیم کوره) بڼه، خپلې کډې د ګوربت د مجت د مېنو (شخلي ناو) ته راخېژولې، هلته به یې خېمې وهلې یا به یې د تیږو کوټې او څپرې جوړولې، خپل کورني څاروي مخصوصا: غواګانې، غوایان، خوسي او سخوندر به یې د یادو ناوونو په شنو چمنونو کې څرول. دوی به له ثور څخه د سنبلې میاشتې تر وروستیو کابو څلور میاشتې همالته ګوربت کې اړولي وو؛ د غواوو له شیدو به یې غړکې شاربلې (موښلې)، له شړومبو به یې چکه او له چکې به یې کورت جوړول؛ هم به یې په خپله د د شیدو له دغو محصولاتو ګټه اخیسته او هم به یې ښکته کلیو ته راکوزول او پلورل به یې. د دوی د همدې غرنیو مېنو له کبله د ګوربت غره دغې برخې ته د (مجت مېنې) وايي. خو په راوروسته کلونو کې له یوې خوا وچکالۍ زیاتې شوې او د ګوربت د غره اوبه هم کمې شوې چې ورسره د ناوونو او چمنونو پخوانی ګڼ والی او شین والی هم ورک شو او له بلې خوا د سیمې ډېرو خلکو د مالدارۍ پر ځای نورو کسبونو ته مخه کړه. نو اوس په ګوربت کې یوازې د وزو او مېږو رمې څرول کېږي. خو که له دې وروسته وچکالي پخیر ختمه او ګوربت بېرته شین شي؛ بې شمېره ناوونه او چمنونه به یې یو ځل بیا د ګڼ شمېر مالدارانو د څارویو لپاره د څړځایونو ظرفیت خپل کړي؛ چې له شک پرته د مالدارانو لپاره غوره اقتصادي ګټې له ځان سره لرلی شي.
 
د ویلو ده چې د انخي د بېلابېلو کلیو تنکي زلمي او ځوانان د پسرلي په موسم کې د ګوربت لوړو ته په چکر ځي، هلته غرنۍ مېلې هم کوي او له ځانونو سره پښۍ (رواشې)، د غره رڼي او مرخېړي (سمارق) هم په بوجیو کې راوړي. د ګوربت پښۍ په درې ډوله دي: پښۍ (سرې او شین چکې چې پراخ څپرکی لري)، څکوري (نرۍ نازکې پښۍ چې په سر کې څڼو ته ورته نازک څپرکی لري او (سپینې رواشې) چې معمولا لږې وي او په ریګجنو ځایونو کې پیدا کېږي؛ خو تر لومړیو دوه ډوله پښیو ډېر مینوال لري. لومړي ډوله پښۍ تروشې او درېیم ډول یې سپینې، خوږې او له اوبو ډکې وي.
 
باید وویل شي چې د ګوربت غره له پیداوارو (مخصوصا) له سون بوټو څخه د انخي د خلکو ګټه اخیستنه له یو شمېر ستونزو خالي نه وي. د ګوربت له بوټو د دوی د ګټې اخیستنې پر وړاندې لوی خنډ دا دی چې د باغک د سیمې خلک وخت ناوخت په ګوربت کې د انخیوالو مزاحمت کوي، یا یې بوټبانه (بوټي راوړونکي) ځوروي او یا له هغوی څخه د بوټو ګویندې (بارونه) قیدوي. لامل یې دا دی چې د باغک خلک ادعا کوي او وايي دا چې د ګوربت اوبه پر موږ راماتې دي؛ نو د ولسي دستور (نرخ) له مخې د هر غره اوبه چې په هر کلي یا دره ورماتې وي، د ملکیت حق یې هماغه کلي/ درې ته محفوظ دی. نو دوی د ګوربت غر په همدې دلیل خپل ملکیت بولي او د نورو درو (انخي، مجت او د جغتو) ولسونو ته وايي چې تاسو د ګوربت له بوټو څخه ګټه نشئ اخیستلای. یاده موضوع کله ناکله په محلي شخړو هم بدلېږي او د کلیوالو تر منځ ځینې لانجې هم پرې پېښې شوې دي. دا مسله پخوا ډېره جدي وه؛ خو اوس، اوس دومره لویه ستونزه نه ده. ځکه له یوې خوا د چاپېریال ساتنې په تړاو د خلکو د پوهاوي سطحه لوړه شوې او له بلې خوا اوس خلک تر ډېره د دې پر ځای چې د ګوربت او نورو غرونو څخه د سون لپاره بوټي راوړي، تر ډېره  له بازار څخه د پیسو په بدل کې د سون لرګي رانیسي. د دې چارې ښېګڼه دا ده چې هم د ولسونو تر منځ په کوچنیو مسایلو شخړې نه راپورته کېږي او هم د غره بوټي یوازې د څارویو د خوراک لپاره پاتې کېږي.
 
ګوربت د جهاد نه ماتېدونکی مورچل
د روسانو پر وړاندې د افغانانو د سپېڅلي جهاد پر مهال ګوربت د وردګو په کچه د مجاهدینو نوموتی او نه ماتېدونکی مورچل و. ګوربت غره، د سیداباد ، شېخ اباد، انخي، تنګي، ګردن مسجد (مجت) او جغتو مجاهدینو ته په خپلو لوړو څوکو کی ځای ورکړی و. د ګوربت غره په سمڅو کې به نه یوازې مجاهدین د روسانو له بمباره پټېدل؛ بلکې هلته یې د جهادي فعالیتونو د سوق او ادارې لپاره بېلابېل پیاوړي مرکزونه هم درلودل. په دې مرکزونو کې د مجاهدینو د عقیدتي، فکري او نظامي زده کړو لپاره روزنیزې څانګې او د ټپیانو او ناروغانو د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونه جوړ شوي وو. دا چې هغه وخت په کلیوالي سیمو کې روغتیايي امکانات محدود وو؛ نو کله ناکله به آن ملکي ناروغانو ته هم له ګوربت څخه لږ او د لاسرسي وړ دارو درمل راوړل کېدل. د هغه مهال له ځينو مشرانو مجاهدینو سره له خبرو او د جهادي یادښتونو له مطالعې راته معلومه شوه چې د ګوربت په زړه کې د دوی د مرکزونو جوړولو لاندې بېلابېل دلایل درلودل:
 
لومړی) د ګوربت سوق الجیشي اهمیت: د ګوربت د ځانګړي ستراتيژيک اهمیت پر بنسټ، له دې ځایه سیداباد، شنیز درې، تنګي، شېخ آباد، جغتو ولسوالۍ، د بند چک ولسوالۍ اړوند د ګردن مسجد (مجت) درې او د انخي درې، ټولو سیمو ته د مجاهدینو رسېدنه شونې او د واحدې قوماندې لپاره یې د یو مساعد مرکز حیثیت درلود.
 
دویم) د روسانو له بریدونو خوندیتوب: د پېچلو لارو، غرني موقعیت او سخت جوړښت له امله ګوربت غره ته د مجاهدینو د تعقیب او له منځه وړلو لپاره روسي ملېشې او شوبلې نه شوای ورختلی. یوازې د الوتکو له لارې به یې بمبار پرې کاوه.
 
درېیم) کور او کلی د جګړې له شره ساتل: سره له دې چې ګوربت غره کې شپې ورځې تېرول او له هغه ځایه د جهادي فعالیتونو تنظیمول د مجاهدینو لپاره خورا ستونزمن کار و؛ خو مجاهدینو نه غوښتل چې په کلیو کې د مرکزونو په جوړولو سره کورونه او کلي د روسانو د بمبار، ځمکنیو بریدونو او چاپو خطر ته ورکړي. نو د ملکي زیانونو د مخنیوي لپاره یې، ټولې سختۍ په ځان ګاللې؛ خو خپل فعالیتونه یې له ګوربت غره څخه تنظیمول. د ګوربت غره په لمنو کې د (بانډې د شهیدانو حماسه) تر ټولو نامتو حماسه ده چې په ترڅ کې یې د انخي د جبهې مسؤل انجنیر عبدالمتین له خپل مرستیال محمد صابر، د هغه له زوی ولي جان او نورو ۳۷ مجاهدینو سره یو ځای د روسانو سره په مخامخ نښته کې شهیدان شول.(ارواوې یې ښادې او یادونه یې تلپاتې اوسه). د یادونې وړ ده چې د ګوربت د مجاهدینو د مرکزونو په جوړولو، فعالولو او ساتلو کې د نورو سیمو د مجاهدینو تر څنګ، د انخي مجاهدینو هم د پام وړ ونډه درلوده.  
 
سرچینې:

  • حلیمي، محمد حامد (۱۳۸۷)، وردګ: قوم، سیمه او کلتور. کابل: بهیر خپرندویه ټولنه
  • فیضان، مولوي محمد انور (۱۳۸۶)، ريښتونی ژوند. پيښور: میوند خپرندویه ټولنه 
  • حیران، حسن جان (۱۳۹۷)، د رڼا لاروی، کابل: مستقبل خپرندویه ټولنه.
  • د لیکوال خپل مشاهدات.  
  • د سیمې له ځينو مشرانو سره مرکې.
  • پای
    د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غوايي (ثور) ۲۰مه