پسوريازيس (Psoriasis) د پوستکي ناروغي ده؛ لاملونه نښې او درملنه يې دلته ولولئ
ډاکټر نېک محمد ويال
پسوريازيس (Psoriasis) د پوستکي ناروغي ده. پسوريازيس (Psoriasis) هغه وخت رامنځ ته کيږي چې هرکله د وجود دفاعي سېسټم په خپلسري ډول سره د پوستکي ژونکې (حجرې) په غېرنارمل او بې اندازې ډول سره توليد کړي.
د پسوريازيس (Psoriasis) نښې - نښانې:
هر کله چې دغه ناروغي وجود کې ظهور وکړي، نو د پوستکي رنګ سور کيږي، ناښوي دانه چې Plaques ورته وايي پر پوستکي راپيدا کيږي. دغه نښې - نښانې تر ډېره پر مړوندونو، ککرۍ او د سر پر پوستکي او زنګونو پيدا کيږي خو دا شونتيا شته دی چې د وجود هرې برخې ته سرايت وکړي.
د پسوريازيس (Psoriasis) کورنۍ درملنه:
دغه ناروغي ډېره د اندېښنې وړ نه ده او شونې ده چې په کور دننه يې هم درملنه وشي. لاندې چارې کولی شي چې د پسوريازيس (Psoriasis) لپاره اغېزمنې تمامې شي.
۱- وجود ته لمر ورکول: د دغه ناروغۍ په وخت کې ناروغ او اغېزمن کس ته په کار ده چې هره ورځ د يو لنډ وخت لپاره وجود ته لمر ورکړي، يانې لمر ته څملي.
۲- د کب غواړي: د omega درې په نوم غوړ او همدا ډول د کب يا ماهي غوړ د پوستکي په هغه چې Psoriasis پرې راڅرګند شوي دي ومښئ، اغېزمن تماميږي.
۳- الويرا Aloe vera: الويرا يو طعبيي بوټی دی چې له ډېر پخوا د يو شمېر ناروغيو درملنه کوي. د پسوريازيس (Psoriasis) ناروغۍ لپاره هم د الويرا اوبه اغېزناکې دي ترڅو راپيدا شوي Plaques ورک کړي.
۴- د پوستکي غوړ او نرم ساتل: د پوستکي وچوالی هم د پسوريازيس (Psoriasis) له لاملونو دی. هڅه دې وشي چې د پسوريازيس (Psoriasis) ناروغۍ په وخت کې پوستکی غوړ، نرم او او مرطوب وساتل شي.
۵- مالګه: که چېرې په کمې اندازې مالګه په معتدلو اوبه کې واچول شي او بيا مخ، لاسونه او په ځانګړي ډول هغه ځايونه چې د پوستکي دغه ناروغي پرې راڅرګنده شوې ده؛ ارام - ارام ومېنځل شي، نو هم به د ميکروبي کېدو مخه ونېول شي او هم به يې په ورکېدو او کمېدو کې مرسته شوې وي.
وروستي