روهي (جمعه/۲۱ د لېندۍ)، د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې يو پوليس سرتيري خپل اووه ملګري په ډزو وژلي دي او ياد نفوذي سرتيری د طالبانو ليکلي ته ورغلی دی.
سرچینې وايي چې دغه پوليس د طالبانو نفوذي کس وو او د دغه پېښې وروسته يې د پوستې ټولې پوځي وسايل هم د طالبانو په لاس ورکړي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال امریکا غږ ته وويل چې پېښه تېره شپه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په یوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
له دې وړاندې هم د افغان ملي پوليس په ليکو کې داسې پېښې رامنځ ته شوې چې د وسله والو اغېزمن کسانو خپل ملګري وژلي او بيا د وسله والو ليکو ته ورغلي دي.
وروستي