د الماسو غمی!  ''پښتو ناول''  په څو کرښو کې!

ډاکټر، خو د ادب برخه کې يې رول.!
عموماً که د ډاکټر کلمه یاده شي، ذهن کې مو ګرځي چې هتمي به یې د طبابت په برخه کې یو څه پنځولي وي او یا به یې د طبابت په برخه کې نوې رنګینې په سپين کاغذ انګازن کړې وي، هو شته اکثره نه بلکې زیات ډاکټران شته چې پنځونې کوي خو د طبابت د برخې ډاکټر نه وي بلکې په همدې برخه کې البته د پښتو په برخه کې داکټر، دوکتور او یا ... شوی وي.

خو که بله وګورو ددې ټولنې داسې قشر هم شته او داسې ځوان کهول هم لرو چې د زده کړو برخه او ان پېشه یې هم بدله وي/دی خو بیا هم خپله برخه کې وړتیا نه ښکاره کوي که یې لري هم خو نه یې باسي د ټولنې نورو ځوانانو ته چې یو څه ترې زده کړي او یا یو پند ترې واخلي.

خو دلته یو څو خبرې دي: یا خو یې ددې لپاره د ټولنې نورو قشرونو سره نه شریکه وي  چې يو څه ترې واخلي یانې په عامه لهجه نیت بدۍ کوي او نیت بده وي د بل چا په پنځونې یې هم نیت بد وي او خپل خو یو وار لا ټولنې کهول سره نه شریکوي خو زه یې لا ښه نه بولم او زه نه هیڅوک یې داسې ښه نه ګڼي چې یو څه وړتیا سړی ولري باید له ټولنې د فرد فرد سره شریک شي ځکه چې یو څه ترې اخذ کیږي او یوه ټولنه له بدبختیو څخه خلاصه وي او د ښې طرف ته یې کش کوي. 

بله دا چې  یا خو زړه نلري او زړه نشي کولی چې له یو چا سره یې شریک کړي او په سپین کاغذ یې ورته انګازن کړي، یا خو خپله ددې وس نلري چې تر یو چا منګولو یې ورسوي، خو نا زه دا غلطه بولم چې چاپ به یې نکړي او وس به یې ونه رسیږي الحمدالله ددې ټولنې داسې وګړي هم پیدا کیږي چې بیخي یې  وس ونه رسیږي خو د چاپ ضمانت یې په غاړه اخلي او په سپین کاغذ یې درته انګازن کوي. 

راځم خپلې اصلې برخې ته د الماسو غمی ناول یو له هغو کتابونو څخه ده چې د ټولنې که پوره هم نه وي نیمه تشکیل یې په دې برخه کې لاس او ګرېوان ده. خو ډاکټر حماس یو له هغو وګړو او اشخاصو څخه یادولی شو چې هر څه یې یو داسې وي چې ان په رېښتینولی ثابت او داسې یو ټکي ته پکې اشاره شوې وي چې هغه عملي په دې ټولنه کې په ځلونو، ځلونو تکراریږي او تکرار شوي وي، او هر څه ته چې اوګه ورکړي پای ته یې رسوي.

د ډاکټر حماس خورا زیات کتابونه په بېلابېلو برخو کې چاپ  شوي دي، هغه که د طب برخه وي، د کیسو او یا هم ناولونو برخه وي خپله یې هغه څه چې د ټولنې د بدبختۍ سبب ګرځي په کې راټول کړي دي په زیاته کچه یې د هغه اصلاح لپاره مټې را بډ وهلې دي او د ټولنې تر فرد فرد یې رسولې دي اوس یې یو نوی فکر له نویو فکرونو څخه په سپين کاغذ انګازن شوی ده چې د ټولنې هر فرد باید دا کتاب ولولي او ددې کتاب کیسه له خپلې کورنۍ غړو سره شریک کړي په دې کتاب کې یو داسې څه راټول شوي دي چې په اکثرو کورنیو کې د تکرار وړ خبره ده او تکراریږي.

د کتاب په برخه کې په یو ځای کې راغلی دي چې:  
((د ملکي روغتون پر بستر یوه غریبه او بېچاره مور پرته وي او یوازې یوه لور لري دغه نجلۍ د روغتون نرس ته ورشي او د نجلۍ مور په سخت حالت کې وي خو چې دې وخت کې نرس راشي دې غریبې کورنۍ ته څه درمل ولیکي او ورته ووایي چې دا له ښار راوړه!  دې وخت انجلۍ د خپلې لاسي بکسې په جیب کې هیڅ نلري او درملتون ته چې لاړه شي هغه هم د پیسو په مقابل کې درمل ورکوي خو له دې انجلۍ سره د درملو پیسې نه وي او بیرته راستنه شي دې وخت کې له هغې نرسې سره ګوري چې درمل یې ورته لیکلي خو هغه ته بیرته تش لاس راشي او ورته غوصه شي خو کله چې مقابل لوری بیرته جواب ورکړي او د درملو د غلا او د درملو په شکو یې توره کړي نو له جیب یې راوباسي او د انحلۍ ناروغ ته یې تطبیق کړي نو دا روښانه کوي چې د ملکي روغتون که هر چرته وي له نیمې زیات درمل یې ډاکټران، نرسان او ... نور د غلا لپاره وړي او یا یې هم خپل نیږدې کس تتطبیق کوي.)) 

(( په بله برخه کې د کورنیو ډېر تعداد وګړو لپاره یو څه پکې یاد سوي چې د پښتنو اکثره کورنۍ تعدا له ۵۰ ان تر ۶۰ اوختی وي دا چاره د اسلام له نظره هم نه ده او په دې کتاب کې پرې سمه تبسیره د ناول او کیسې په شکل کې راټوله شوې ده.))

نو که چرته مو هم دا کتاب ولوست له زیاتو مطلبونو به خبر شئ ان داسې یو څه هم شته پکې چې ددې وخت اکثره وګړي په مبتلا دي، هغه دا چې یو قیسم درمل دي انسان لپاره بیخي زیاته زللي ده هغه ټابلېټ کا ده چې په لومړیو کې انسان ته د خوب او ژوند ارامۍ حالت ورکوي خو وروسته انسان د بې بنیادي په شکنجه اخته کوي او هیڅ وخت به بیا د ښې تمه ملګري او کورنۍ ترې ونلري.

که څه هم د کتاب ایډیټ په برخه کې مې رغنده رول لوبولی ده هغه په دې خاطر چې د کتاب موضوع ډېره جالبه او زړه بګنونکې ده که یې د کتاب مخ ته وګورې کیدای سي د کتاب له مخ یې هم ځینې حالت درته روښانه کړي د الماسو غمی د انجلۍ نوم ده او دا نوم به مو تر اخیره په ذهن کې ګرځي او تر هغه چې د کتاب متن مو ټول ولوست او ان شاءالله ډاډ درکوم چې خوند به ترې اخلی او د موضوع په روښانه کولو به مو ډېر ژر ذهن پراخ وي او مطلب به ډېر ژر ترې اخذ کوئ.

زه که څومره هم تبصره وکم او یا هم لیکل پې وکم کم به وي ځکه د کتاب متن تر  ۱۲۳ پاڼو ده زه که هره یوه پاڼه تشریح کوم خوند به یې دلته ختم وي او تاسو به خسته او ستړي کړي نو د دې لپاره چې لا ښه مالومات حاصل کړي او یوه ټولنه له بدبختیو خلاصه وي نو خه به دا وي چې د کتاب په اخیستلو سره دا موضوع لا روښانه کړئ او لا پې پوه شئ. 
 

او ددې کتاب له هرې پاڼې، له هرې کرښې او له هر ټکي له ایډيت وروسته مې تر دوه یا درې ورځو پورې ددې کتاب منظره په ذهن کې ګرځیدله، هغه په دې چې خوند یې له یوې پاڼې بلې پاڼې لا زیاتیده او له یوه ټکي بل ټکي او له یوې کرښې بلې کرښې یې ذهن مخشوش کاوه او ان کله کله به مې داسې فکر هم کاوو چې د کیسې په منځ کې زه اوسمهال ګېر یم او هر طرف چې وي زه باید ځان ترې وژغورم خو چې له کتاب به بیرته اوزګار شوم او ایډيټ به مې بند که نو پوه به شوم چې کیسه او ناول څه  ؟  زه چرته یم، ولس او ځینې کورنۍ په څه بوختې دي او د کورنیو په منځ کې به څه تیریږي او د کورنیو البته د هغو کورنیو چې تعداد یې زیات وي.

اه رشتیا تر نشو را یاده شوه په دې کتاب کې مې داسې څه هم لیدلي او لوستي چې د یو پوډري، چرسي، په ټوله کې بد عمله سړي د میرمنې، اولادونو او د ده شخص به داسې حال کې چې د کورنۍ په منځ کې اوسیږي، خو د وروڼو او د کورنیو نورو غړو سره یې ژوند څنګه تیریږي.

دا او دېته ورته مسائیل هغه که د کورنۍ په ربت وي او که د ښار په ربت زه پوره باوري یم چې ددې کتاب په لوستو به سم پې پوه شئ او ان داسې به هر څه درته روښان شي لکه واقعیت دې چې ددې مسائیلو په داخل کې ژوند کړی وي او اوسمهال پکې ښکېل یې.

نو زه وایم چې هر څوک د الماسو غمی ناول یې ولوست ان شاءالله ډېر تغیر به په ځان او کورنۍ کې راولي، او څه یې چې منع ګڼلي او الله ج منع ګڼلي تاسو به یې هم ګڼئ او څه یې چې واقعیت ګڼلي او په کولو یې باید هر مسلمان وکړي باید هر مسلمان دا وجیبه وګڼي چې ترسره یې کړي.

نو زه په دې یو څو ټکو در نه خدای پا اماني اخلم. الله مو مل شه د کتاب لوست ستاسو پرغاړه او عمل یې ورسره وجیبه وګڼئ. 

د یو خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان په هیله