روهي (څلورنۍ/۲۰ د لېندۍ)، نن سهار شااوخوا شپږ بجې د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ د بهرنيو ځواکونو پر پوځي او هوايي آډې د موټر بم چاودونکې ۸۰ ولسي وګړي ټپيان شوي دي او دوه نور وژل شوي دي.
رسنيو د چارواکو له خولې ليکلي دي، چې اوو بريدګرو څلور ګاډي د بګرام تر پوځي آډې راوړلي وو چې دوه يې چادونه کړې او دوه نور يې پاتې دي.
په دې بريد کې ۸۰ کسان ټپيان شوي او کس وژل شوی دی. ولايتي مسوولين وايي چې تر ۳:۳۰؛ درې بريدګر وژل شوي، يو ژوندی نېول شوی او درې نور په جګړه بوخت دي.
د پروان د والي وياند وايي چې د پوځي کسانو د تلفاتو په اړه مالومات نه شته خو د شااوخوا سيمې خلکو ته درنه مالي او زياني زيانونه اوښتي دي.
وروستي