ګوګل نقشه خپلو نقشه کاروونکو ته نوی تګلاره وړاندې کوي

روهي( یوه نۍ/۱۷ د لیندۍ )، کله چې په اوسني عصر کې نوي ځای ته د حرکت کولو خبره راځي ، ډیری ځوانان د ګوګل نقشې څځه ګټه اخلي.
 
او له همدې امله د ګوګل څخه دا مشهور نیویگیشن ایپ اکثرا نوې بڼې اضافه کوي.
 

د ګوګل لخوا نوې بڼه معرفي کیږي ، کوم چې د لارو لټون سره هیڅ تړاو نلري ، مګر دا واقعا کاروونکو ته په ځینو حاالتو کې د ځان ساتنې لارې چارې ورښایي.
 

د دې بڼې هدف دا دی چې پیرودونکي د دوی مطلوب لارې سړکونو په اړه خبر کړي.
 

دا نوې بڼه به د هغو کسانو لپاره ګټوره وي چې د شپې لخوا موټر چلوي یا که دوی نوي ځای ته ځي او غواړي چې د شپې تیاره کوڅو ته لاړ نشي ، نو دوی مرسته ترلاسه کولی شي.
 
پدې بڼه کې ، روښانه واټونه یا سړکونه به په ژیړ کې څرګند شي او لیدونکی کولی شي پریکړه وکړي چې له کومې لارې څخه مخنیوی وکړي ، په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې چې دوی مخکې هیڅکله نه وو تللي.
 
دا بڼه شاید په هند کې لومړی معرفي شي ، چیرې چې د میرمنو ریپ او بریدونه خورا ډیر دي.
 
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند