د انټارکټیکا لويې وچې په اړه نه ويل شوي مالومات، آيا هلته ژوند کيږي؟

د انټارکټیکا لويې وچې په اړه نه ويل شوي مالومات، آيا هلته ژوند کيږي؟
ډاکټر نېک محمد ويال

د ځمکي جغرافيوي نقشه په اوو لويو وچو وېشل شوې ده. که څه هم پخوا دغه شمېر شپږ وو خو په وروستيو کې د امريکا لويه وچه په شمالي او سويلي برخو ووېشل شوه چې په دې سره اسيا تر ټولو لويه وچه؛ په ترتيب افريقا، شمالي امريکا، سويلي امريکا، اروپا، انټارکټیکا دي او اسټراليا بيا تر ټولو کوچنۍ لويه وچه يا Continent دی. د Antarctica کلمه لاتينه رېښه لري چې د شمال يا شمالي قطب پر وړاندې يا ضد مانا ورکوي.

انټارکټیکا هم د لويو وچو له ډلې ده چې د پراخوالي پر اساس شپږمه لويه وچه ده. انټارکټیکا ته سويلي قطب هم وايي او پرخوالي يې څلور سوه مېلېونه کيلو متر مربع دی. په انټارکټیکا کې يوازې ۱۱۰۶ وګړي ژوندي کوي. د انټارکټیکا ۹۸ سلنه برخه يخ پوښلې ده چې پيړوالی يې نيږدې دوه کيلو متره ته رسيږي. تر ۱۹ پيړۍ پوري خلکو د Antarctica په اړه مالومات نه درلودل او څوګ هلته نه وو تللي، خو د پخواني يونان فيلسوف ارسطو په ځينو لېکنو کې د انټارکټیکا ذکز په بل نوم شوی دی.

د انټارکټیکا په اړه ۷ په زړه پوري مالومات:
۱- د نړۍ له ۶۰ بيا تر ۹۰ سلنه پاکې اوبه په انټارکټیکا کې دي. دغه اوبه د يخو په ديوالونو او قشر کې دي چې د انټارکټیکا ۹۸ سلنه سطحه يې پوښلې ده. د دغه وچې په ځينو کې برخو کې د يخو پيړوالی ۴ کيلو مټره ته هم رسيږي.

۲- انټارکټیکا دښته ده: د دښتې په اړه عمومي فکر دا دی چې وچې خاورې، شګې، سپيره ځکمه او کاڼي ولري. خو په علمي ډول هر هغه سيمه چې په کلني ډول ډېر کم باران ولري دښته بلل کيږي. نو په دې اساس انټارکټیکا هغه وچه ده چې د باران اورېدنې کلنه کچه ډېره ټېټه ده. څېړنې ښيي چې انټارکټیکا ۴۵ مېلېونه کالونه وړاندې بشپړه دښته وه چې اوسنۍ بڼه يې بيا د يخو کنګالونه دي.

۳- دغه لويه وچه کې د ساړه منځنۍ درجه منفي ۹۰ سنتي ګريډ ده. سيايسن پوهان وايي چې يو وخت انټارکټیکا د اسټراليا د Melbourne ښار په څېر ګرمه سيمه وه. د اسټراليا Melbourne ښار د تودخي منځنۍ درجه مثبت ۱۳ سنتي ګرېډ ده.

۴- انټارکټیکا اوس مهال پر وړاندې ګرمېدونکې وچه ده. په تېرو ۵۰ کالونو کې د انټارکټیکا د تودخي درجه مثبت درې سنتي ګرېډ لوړه شوې ده، چې د نورې نړۍ په پرتله دغه تودخه پنځه ځلې زيات دی.

۵- کله چې په ۱۸۲۰ز کال کې د انټارکټیکا وچه وموندل يا کشف شوه، نو هر هېواد دا ادعا کوله چې دا زمونږ ده. انټارکټیکا خپل وګړي نه لري او نورو هېوادونو يې د خپلو ادعاوې درلودې. تر يو وخت پوري انټارکټیکا کې وسلې ازمويل کېدلې خو وروسته د انټارکټیکا تړون په نوم معاهده رامنځ ته او د وسلې ازموينې کړنې ممنوع اعلان کړې.