روان وېرجن حالت او زموږ رسنیز مسؤلیت

د هېواد او اسلامي نړۍ حالت ورځ تربلې د بربادۍ په لور روان دي. په لسګونو افغانان هر ورځ د مرګ تریخ خوند څکي. او لسګونه نور بېا د معیوبیت تر پولې رسېږي، او تر مرګه ېې د نورو د احسان له امله سترګې ټيټې وي. او ډېرو خویندو، مېندو سترګې تر مرګه د خپل زوی او خاوند د راتلو په امېد په دروازه خښې پاتې شي. نورې ډېرې بې سرپرسته د سوال په پنځګون او لسګون د ژوند سړو او تودو سره مبارزه کوي. د خپلو کوچینو زامنو د لوېيدو په امېد خپل تور وېښته سپينوي.

څوک د خپلې کورنۍ په منځ کې په ګولوغلبېل، غلبېل شي. په چا د الله ج په کورکې د مرګ تندرونه راکوز شي.

ددې زیاني او مالي زیانونو او تلفاتو برسېره مو اسلامي او کلتوري ارزښتونه هم ورستۍ سلګۍ وهي.

کلتور او اسلام مو یو بل رنګ خپل کړی.
او ولس مو د نورو ذهني غلامان ګرځېدلي. ځوانان مو د ټمبلۍ، خوندونو او شهوتونو په داېره کې بند پاتې دي.

ووایئ! په داسې وخت کې رسنۍ څه مسؤلیت لري؟
د یوشتمې پېړۍ د تبليغاتو نړۍ ده. څوک چې نړيوالې رسنۍ په واک کې لري، په نړي راج چلوي اود ورسته پاتې هېوادونو په وګړو فکري پادشاهي کوي، او خپلو اهدافو لاسته راوړلو لپاره ترې د لاس الې په توګه استفاده کوي.

نوره نړۍ کې رسنۍ د خپلې ټولنې د بقا او پاېښت لپاره کار کوي. ټولنه د بربادۍ له توپانونو ژغوري او خپلو مسؤلیتونو ته ېې متوجه کوي.

خو زموږ د رسنیو خاوندانو باندې د هغه چا کانه شوې: چې ونه ته ختلی وي، او هغه ښاخ په تبر وهي چې پرې ولاړ وي. ددې کس انجام به څه وي؟

خپل ټوپک شپېلۍ ېې په خپلو ځانونو راړولې. او هغه رسنۍ، چې د دوی په واک کې دي د خپل ځان او ولس د مستعميریت لپاره ترې کار اخلي.
درنو ژورنالېستانو او د رسنیو خاوندانو ولس له تاسو څه غواړي؟
ولس په تاسو باور لري له دې باوره غلطه استفاده مه کوئ. ولس مه تېر باسئ، بېا هغسې باورمند نه پاتې کېږئ.

د اسلام ستنې محکمې کړئ. د اسلام په تخریب لاس مه پورې کوئ. اسلام چې څنګه له رسوله راپاتې دی همغه ډول تر ولسه ورسوئ. اسلام د مینې ارامۍ او غزت دین دی. د خلکو تر منځ د ورورۍ او مینې فضاء رامنځ ته کړئ. اسلام سرحد او قومیت نه پېژني. د اسلامي امت د وحدت لپاره کار وکړئ. ټول شهادت کلمې ویونکي سره وروڼه دي. د هغوی تر منځ د بېلتون، قومیت او تعصب کرښه مه رامنځ ته کوئ.

د وطن په حال ورحمېږئ. نور مه پرېږدئ، چې وطن مو پردۍ تپلې جګړه کې شتمني له لاسه ورکړي.

او خویندې مېندې مو د سوال په ټغر کېني.
د ځوانانو فکري وېښتیا لپاره کار وکړئ. ځوانان د اسلامي امت شتمني ده. ځوانان د ټولنې د ملاتير ده.

که ځوانانو ذهنونه مو تر مادیاتو، خوندونو او شهوتونو پورې محدود وي، ولاکه سل کاله بعد هم دا حالت بدلون وکړي. الله ج فرمایي: زه تر هغو د یو قوم حالت ته تغیر نه ورکوم، تر څو دوی خپله د ځان حالت بدل نکړي.

ټولنپوهان د ځوانانو د فکري غوښتنو له لارې راتلونکي نظامونوپه اړه اټکل کوي، او د موجوده نظام د دوام او پايښت موده ښيي.

د خپل اسلامي، کلتوري او ملي ارزښتونه له زواله راوګرځوئ. ډېری روشنفکران(!) د غرب کلتور پرمختګ بولي . او خپل اسلامي او افغاني کلتور عملي کوونکی ورسته پاتی بولي.
د خپلو خوېندو، مېندو د غزت خېال وساتئ. او مه پرېږدئ چې زموږ ساده ښځینه طبقه د کفارو مکارانه چالونو او بې حیاییو ښکار شي.

او دغزت پړونی ترې د ولسواکۍ توپان یوسي. د نوي نسل راتلونکي او فکري سمون ته پام وکړئ. او دتعلیم او تعلم لپاره خپلو رسنیزو وسیلو نه کار واخلئ. او ولس ددې جهالت له مرموزو تېارو راوګرځوئ.

ولس مه تېر باسئ! ولس ته رښتنې اطلاع ورکړئ. ولس ته رښتنې لارښونه، ښوونه او تفریح ورکړئ. ولس پۀ دې وپوهوئ، چې: ولې مونږ لسګونه کاله پۀ جنګ کې یو؟
د جنګ سرچینه څوک ده؟

ولې پۀ مسلمانانو د ژوند داېره تنګېږي؟
ولې یو اسلامي هېواد سالم نه پرېښودل کېږي؟
ولې د الله ج الهي احکام د ژوند لۀ داېرې ویستل کېږي؟
وای: ټولنه د ښو خلکو د کمښت په وجه نه تباه کېږي، بلکه د ښو خلکو د چوپتیا له امله تباه کېږي.

که رسنيو مسؤلین په ريښتني ډول دا مسؤلیتونه وپېژني او هغوی د تطبیق لپاره په ټول توان هڅه وکړي. لرې نه ده چې ددې وېرجن حالت څخه به موږ دیو ارام هوسا او نېکمرعه ژوند په لوري چټک ګامونه واخلو.

درنو ژورنالېستانو او د رسنیو مسؤلینو!
ستاسو هره خبره د هر کور هر خونې ته ننوځي، او په هر کس اغېز کوي. تاسو ډېر زور او قوت لرئ. دا زور د کمزوري او لار ورکي مسلمان ولس باندې مه استعمالوه. دا قوت د د مادیاتو او شهرت په خاطر د اسلام او مسلمانانو د کمزوری لپاره مه کاروه. دا زور او قوت دې داسلام، هېواد او ټولنې د لوړاوي او پرمختګ لپاره وکاروه. چې هغې دنیا کې اسلام او خپل مسلک ته د ريښتنې وفادارۍ له کبله د الله ج په وړاندې هسکې سترګې ولاړ ېې.