شعر د اخلاقو او شهوت پرستۍ پر پوله!

شعر هغه موزون، مرموز او ژبنیز ذهني تخلیق دی، چې د انسان احساساتو او عواطفو ته ټال ورکوي، په شور او تحرک یې راولي. یا شعر په اهنګ لرونکي لنډ ژبني بیان کې د فکر او تخیل عاطفي غوټه کېدل دي.

شعر څوشېبې موږ له درد او بې خونده دنیا نه د احساس، عاطفې، تخیل، او ښکلا نړۍ ته رابولي او زموږ دردونه د سکون په وزرو ټکورکوي.  شعر یوازې رنګین او موزون کلمات نه دي، بلکې شعر هغه دی، چې ځان کې یې یو داسې څه نغښتي وي چې په مخاطب مثبت زړه وړونکی اغېز وکړي.

شعر د دغو صفاتو سربېره باید له شعري کیفیت او شعریت مالا مال وي، د خوند تر څنګ د ژوند د اړتیاوو او معیارونو تابع وي او خپل ټولنیز رسالت ادا کړي.

حمید بابا د شعر په اړه داسې غږېدلی:
شعر نه دی دا خوناب د زخمي زړه دی
یا دستي وتلی دم له خولې د مړه دی
یا نغمه د نیم بسمل مرغه د خولې ده
یا مجنون ته معما ښکلې لیلی ده
یا د وینو اباسیند وهلی موج دی
یا له ښاره د حیرت وتلی فوج دی

شعر ځینې خلک د رب تر عشق او دره رسولي، د ژوند په هدف، خپل فردي مسوولیت یې پوهولي او د الله جل جلا له په لار کې یې د استقامت او عبادت په خوند اګاه کړي. بله ډله یې د شرابو، شونډو، زلفو، میکدې، رندانو، نا روا اړیکو، خال و خط او نورو بېهوده او شهواني کارونو ته د تشویق او ترغیب له برکته د شیطان لورته بلوونکي کړي.

یو شمېر د ادب مخکښان وایي، چې شعر نه بشپړ اخلاقي کېدای شي، نه بشپړ شهواني کېدای شي. د شهواني شعر پلویانو دا منطق ځکه ناسم دی، چې شعر انسان په خپل واک او اختیار پنځوي، له خپل فکر او عمل نه ورته د پیغام او الفاظو جامه ورکوي که وغواړي هم ترې د شهوت پرستۍ ترانې جوړوی شي، هم اخلاقي لارښوونکي پیغامونه.

راځئ! اوس په دې پوی شوو، چې زموږ خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو او تابعینو د شعر په اړه څه ویلي دي او څنګه یې ارزولی دي؟

د حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه راویت دی، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ښه شعر لکه ښې خبرې داسې دي او بد شعر لکه بدې خبرې داسې دي. (سنن الدارقطنی ۴۳۰۹)

یعنې څنګه چې ښې خبرې څومره ګټورې او اغېزمنې دي په ټولنه کې، د انسانانو د فکر رغولو او سمې لارې ته د رهبري کولو لپاره  ترې کار اخیستل کیږي داسې ښه شعر هم د ټولنې په رغولو او رهبریت کې رغنده رول لري، برعکس بد شعر لکه بدې خبرې د وګړو د فکرونو په بې لارۍ او زوال کې برخه لري او د رب پر وړاندې د ښه او بد شعر لکه ښې او بدې خبرې حساب او کتاب یې شته.

اسلام د ښه شعر ویلو او لیکلو لپاره شاعران تشویق کړي او دا یې نېک او غوره عمل بللی. پیغمبر علیه السلام د ښه شعر په توصیف کې فرمایي: یقیناً چې ځینې اشعار حکمت دي.
علماوو د حکمت په اړه وایي، چې هره خبره تا له ګناه او بدې لارې راوګرځوي او نېکې لارې ته دې ترغیب کړي هغه حکمت ده. 

د مشرکینو شاعرانو به د رسول الله او صحابه کرامو سپکوالی په شعر کې بیانوو، محمد صلی الله علیه وسلم ترې خبر شوو او حسان بن ثابت رضی الله عنه یې راوغوښت، چې انصارو کې بهترین شاعر وو، پیغمبر علیه السلام ورته وویلې، چې ته به د مشرکینو سپکوالی په شعر کې کوې. رسول الله به حسان بن ثابت رض په مسجد نبوي کې په منبر کیناوو او هغه ته  به یې ویل، چې جبرائیل علیه السلام دې تا تائید کوي او ستا شعر په کفارو باندې له غشو او تورو زیات بد اثر کوي.

عبدالرحمن ابن الجوزي فرمایي: چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلورو واړو یارانو شعر وایه، خو علي رضی الله عنه تر دریو واړو ښه شاعر وو. په صحابه کرامو کې حضرت عبدالله بن رواحه، حضرت حسان بن ثابت او حضرت کعب بن مالک (رضی الله عنهم) ډېر عالي او بهترین شاعران وو.

 له دې احادیثو مبارکو څرګندیږي، چې هغه شعر، چې د اسلام د اساساتو مخالف نه وي، د فسق او فساد خبرې، د ښځو د شونډو، خال و خط او د شرابو ذکر پکې نه وي، شاعر یې د رب له یاد او علم نه وي ګرځولی، ځان لپاره همېشنۍ بوختیا اوپېسو ګټلو وسیله یې نه وي کرځولې، داسې شعر پنځول او ویل کومه ګناه نه ده. او هغه شعر چې د رب کریم او رسول صلی الله علیه وسلم ستاینه، نېکو کارونو ته تشویق، له بدو کارونو منع کې راغلې وي، ټولنې ته سالم پیغام او افکارو د بېدارۍ او رهبریت یادونه پکې شوې وي دا شعر نېک او غوره عمل دی او الله جل جلاله پر وړاندې یې ډېره ښه بدله شته.

داسې شعر چې له پورته منکراتو مالامال وي، شهوت پرستۍ، ناروا اړیکو، په ګناه کولو باندې زړورتیا ته خلک هڅوي، هغه په اړه رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:
ستاسو کوم یوه سینه چې له "نوونو" نه ډکه شي، دا ډېره ورته ښه ده، لدې چې له شعرونو ډکه وي. (متفق علیه)

د عمر بن الخطاب رضی الله عنه خلافت په دور کې هغه مبارک شاعرانو ته اعلان وکړ، که هر کوم شاعر د ښځو د ښکلا ستاینه او یادونه په شعر کې وکړي هغه به پر دورو باندې تعزیزاً ووهل شي.

علامه شبلي نعماني لیکلي دي: حطیه یو خورا نامتو شاعر و، چې په هَجَا شعر ویلو کې خورا ماهر و، هغه عمر رضی الله عنه بندي کړ او ترهغه وخته یې زیرزمیني کې بندي کړی و، چې له هجا شعر ویلو یې توبه وکړه.

همدارنګه حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خپل خلافت دوران کې عمران بن ربیعه او ابوالاحوص د فاحشو اشعارو د ویلو په جرم له وطنه وشړل.
 
د ابن بطال رحمه الله د شعر ښه او بد په اړه وایي: که شعر کې وحدانیت، له اسلام سره مینه، رښتونې وینا او ګټورې موضوعګانې راغلې وي، شعر د مننې او ستاینې وړ دی، خو که شعر انسان د الله جل جلاله له ذکر او عبادت منحرف کړي، بد دی.

که د اوسنۍ زمانې د شاعرانو وضعیت او شعریت وارزول شي، اکثرو یې د ترکستان لاره نیولې، د ټولنې د سمون او سمې لارې ته رهبري پرځای یې د ټولنې په زوال پسې راخیستې، د شونډو، زلفو، حسن په توصیفونو یې ځوان نسل د شهوت پرستۍ او ناروا اړیکو په ګراداب کې راګېر کړی.
 
غرب د  اسلامي امت ځوانان ښه تر ستوني د بې حیایۍ په څپو کې غوپه کړي، هو دلته شهوت پارونکي اسباب ډېر زیات دي تاسو یې صراط مستقیم ته هدایت کړئ، تاسې ځوان نسل ته د شعري هنر په وسیله داسې غیرت ورکړئ، چې د شهواتو او نفس پرستۍ هتکړۍ ماتې کړي او د خپل ژوند په هدف او مسوولیت سر خلاصي شي.

داسې شعر دې ورک شي چې ټولنې ته د بې حیایۍ او بې لارۍ درس ورکوي، که د ټولنې د درد دوا نه شئ کېدلای، راځئ له دې شوقه تېر شئ، د ځوان نسل له ګمراهۍ نه لاس په سر شئ.

حمزه بابا داسې شاعران د قام او ټولنې نه خواخوږي یاد کړي:
حمزه دا دروغ نه و چې خواخوږی د قام نه یې 
ستایل د شونډو زلفو دې دا ښایي چې رښتیا شوې