هوس

شپه شي. 
د ژوند د ونې یوه ژېړه پاڼه وغورځي. 
ټول کاینات د ارام ساه واخلي، شپه خپلې د سکون وزرې خورې کړي، ستوري په رڼو سترګو د سپوږمۍ تجلا کې ورک وي.

زه رب ته په مینه د عبادت سجدې کېږدم، د دنیا او اخرت د ښکلا او نېکمرغۍ سوال ترې وکړم.

د خوب ښاپېرۍ مې نور د شپې جمالي کیف سره نه پرېږدي، زور وکم، ځان هېښ کړم.
له زړې المارۍ زېړ بخنه چرمي کتابچه راوخلم.

د ورځې د ستونزو، بریاوو او تېرو شویو کش مکشونو انځور وکاږم. 
ځان محاسب کړم، د ګټې او تاوان تلې ته خیال کې شم. 
ستا یاد او خاطرې د راتلونکي حافظې ته وسپارم.

 کله راباندې خوب او سستي زوروره شي، خو ستا لپاره زما د ژوند د کیسه ګیو انځورول او لیکوالي هنر د زده کړې هوس مې په لټۍ خاورې واړوي او محمد صدیق پسرلي وینا ته سوچ کې شم:

که غواړې لیکوال شې، هره شپه یو څه ولیکه، په کچرۍ ( کثافت دانۍ) کې یې واچوه؛ خو له لیکلو لاس مه اخله. په هغه شپه چې ليکل نه شې کولای، پر پاڼه ولیکه: "زه نن لیکل نه شم کولای".