که سالمې سترګې غواړي نو هېڅکله دغه (۶) چارې مه تر سره کوئ
ډاکټر نېک محمد ويال
سترګې د انسان د وجود ستره مهمه برخه او د لوی خدای (ج) نعمت دی. يوه مشهوره خبره ده چې وايي د سترګو په قدر نابينا پوهيږي. دلته هغه شپږ مهم ټکې در سره شريکوو چې د سالمو سترګو او د سترګو د روغتيا په پار يې بايد په پام کې ونېسئ.
۱- سېکرټ څکول: سېکرټ نه يوازې په لويه کې د وجود لپاره مضر دي او د سږو سرطان ستر لامل دی، خو په ورته وخت کې سېګرټ د سترګو په نظر بد اغيز کوي او د دوخت په تېرېدو سره د سترګو نظر کموي.
۲- د اوږد مهال لپاره سترګې بوختې مه ساتئ: که چېرې په دنده کې ياست نو هڅه مه کوئ چې د يو اوږد وخت لپاره د کمپيوټر تر شا کېنئ او پر له پسې ډول د کمپيوټر سکرين ته وګورئ. دغه چاره لامل کيږي چې پر سترګو مو بد اغيز وغورځي. غوره ده چې تاسې هر شل دقيقيې وروسته، د شلو ثانيو لپاره، شل فوټه لېرې ګورئ. دغه طريقې ته ۲۰- ۲۰ ۲۰ رول وايي.
۳- له وړانګو د سترګو ساتنه: يو شمېر وړانګې لکه UV يا ultra-violet وړانګې د سترګو لپاره مضرې دي. هر کله چې له تياره ځای بهر ځی نو هڅه وکړئ چې په نيغ ډول او يو ناڅاپه توګه د لمر پر لور ونه ګورئ.
۴- تلويزيون او وېډيوي لوبې: پر تلويزيون فلمونه، خبرونه او سندرې لېدل او پر موبايل ګېمونه کول د سترګو د کمزورتيا لامل کيږي. دا ځکه چې په وېډيو ګېم او تلويزيون پرده باندې بېلا بيل انځورنه چې د مختلفو رنګونو لرونکي دي، ځي او راځي او سترګې په ډېر فشار سره پرې تمرکز کوي او دماغو ته يې لېګدوي.
۵- د اوبو دننه سترګې: هر کله چې لمبو وهئ او يا هم حمام کوئ، نو هڅه وکړئ ې سترګو مو پرانېستې نه وي. کله چې په خلاصو سترګو سره لمبو وکړئ نو شونې ده چې د اوبو دننه يو شمېر ميګروبونه، ويروسونه او بکترياوې سترګو ته دننه او د سترګو د ميکروبي کېدو سبب شي.
۶- د سترګو مېنځل: له ژړا وروسته او يا هم د هغه کارونو ورووسته چې په تر سره کېدو يې له سترګو اوښکې راځي، نو هڅه وکړئ چې سترګو پرېمنځئ. که څه له سترګو د اوښکو راتلل ګټور دي، خو په ورته وخت کې که چېرې پر سترګو مو په دې پار لاس وهلی وي چې اوښکې يې پاکې شي او بيا ونه مېنځل شي نو د ميکروبي سبب يې کيږي.
وروستي