
د وخت په نڅا کې د سړو پاچاهې وه، او ګلان ټول مړاوي مړاوي وو. یو ځوان کتاب په لاس کې، کتابتون کې په مطالعه بوخت وو. لږ ځنډ نه وروسته د کتاب پاڼه یې نښه کړه او جګ شو, ځان ته یې یو ګیلاس قهوه راوړه. بیا په مطالعه لګیا شو، او غوړپ قهوه به یې وڅکله. په خپله مطالعه کې غرق و، هغه شان چې، مجنون د لیلا د شوخو سترګو په نظاره کې غرق وي.
ناڅاپه یې د مخامخ المارۍ په دریم پوړ کې په یوه کتاب یې ستر ګې پریوتې، پرې لیکلې وو سیاست! . له څو شیبو مکث نه وروسته ور جیګ شو. کتاب یې له المارۍ څخه را واخیست. خپل ځای ته بیا را ستون شو. غوښتل یې چې کتاب خلاص کړي.
نا څاپه یې سترګې په مخامخ میز کې په یوې پری وحشې ولګیدې.
تورې خوماري سترګې، سره اننګې، ښایسته زلفې یی ولول وې. په خیال کې ډوب شو، له خپل فکر نه بې فکره شو، لکه شاهین په آسمان کې په پرواز شو. خپله موخه ترې نه ورکه شوه. داسې برښې دا ته وايې منتر پرې شوی وي.
په دې وخت کې د کتابتون زنګ ووهل شو، نارې شوې، وخت پوره دی. له خیال نه راویښ شو. کتاب یې په نښه او په خپل ځای کې یې کې ښود، هوډ یې وکړ سبا ته به یې ولولي.
سهار وختې په خپل وخت کې کتابتون ته راغلا. کتاب یې را واخیستو او په مطالعه یې بوخت شو.
لومړۍ پاڼه کې لیکلي وو.
(سیاست هغو افکارو او اعمالو ته ګوته څنډنه لري چې په مستقیم او یا غیر مستقیم، یوازې او یا ډله ییز ډول، له تاو تریخوالي او یا نا تاوتریخوالي سره د قدرت په پرمحور کې د یوه هیواد د منځنۍ او بهرنۍ چارې سمبالې کړئ.).
غږ پرې وشو. ښاغلیه کولی شم ستاسو پر میز کینم؟
ځوان چې ورته, ځیر شو. هغه پري وحشه وه چې دی یې بې فکره کړی و.
ځوان ورته وویل:هو هو مهربان!
پیغله کیناسته او خپل کتاب یې را خلاص په مطالعه لګیا شوه.
ځوان هم په مطالعه لګیا وا
پانه یې واړوله. د سیاست په هکله د افلاطون او د ارسطو نظرونو په کې لیکل شوی وو : (سیاست یې عمومي ګټو ته کتنه تعریف کړی وه.)
په بله پاڼه کې د اسلامي علما وو نظرونه وو.
فارابي:(د انسان په وجود کې د فضیلت جوړونه، سیاست دی.)
بله پاڼه کې لیکل شوي وو, سیاست په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول خپل هدف ته ځان رسول دي.
ځوان بیا پری وحشې ته نظر وکړو. چې په مطالعې لګیا ده.
د خپلې بکسه څخه یې قلم را واخیست.
پر پری وحشې یې غږ وکړ وبښه آغلې کولی شې یوه کتابچه راکړئ، ما نه هیره شوې، څه پکې یاداشتوم.
پری وحشې وویل: هو مهربانی.
ځوان کتابچه واخیسته او یو څه یې ولیکل.
او يوه پاڼه يې تنې څيرې کړه، کتابچه يې بيرته پری وحشې ته ورکړه. وویل آغلې مننه.
خپل کتابونه یې ټول کړل او روان شو.
پیغله چې د ځوان په لاس کې شلیدلې پاڼې ته ځیره شوه. هیڅ هم پری نوو.
ناڅا په یې خپله کتابچه را خلاصه کړه, په خپلو انځور شویو ستر ګو یې نظر ولوید.
او لاندې ترې نه لیکل شوي وو.
(لمر وخوړ داسې غم
نه دارو لري نه دم
کل جهان دی سترګې سترګې
نشته سترګې د خرم)
د دې په لوستلو پريوحشه ځان سره مسکه شوه.