د ”ملغلرې خبرې“ کتاب لنډه محتوا

ملغلرې خبرې د نړۍ د مخکښو سوداګرو او فیلسوفانو اندونه او فکرونه دي، چې په ډېرو ساده الفاظو خوږې پښتو ته را ژباړل شوي دي، چې ټولې لنډې ویناوې د ژوند لپاره اب حیات ګڼلی شو.

تقریباً د ژوند د هر اړخ په تړاو لکه مینه، دینداري، اخلاق، علم، د وخت ارزښت، فکر، عمل، رښتیا، دروغ، بښل، مهرباني، زړوتیا، قوي اراده، مقاومت، بریالیتوب، موخې، صبر، روغتیا، خدمتګاري او په ټوله کې د انسانیت او ښه ژوند معیار د کتاب محتوا او منځپانګه بلل کېږي.

د ځینو لنډو ویناوو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو:
۱. د حېرانتیا خبره ده چې هېڅ ملګری ونلرې، مګر دا ډېره د حېرانتیا خبره ده چې دښمنان ونلرې.

۲. د نورو خلکو نظرونو او لارښوونو ته غوږ شئ او ګټه ترې واخلئ، خو دومره هم نه چې د خپلو هیلو له پوره کولو مو منع کړي.

۳. هغه څوک چې پنځوس تنه يې مینه لري پنځوس اندیښنې لري؛ هغه څوک چې له چا سره مینه نه لري هېڅ غم نه لري.

۴. هغـوی چـې هیلـې او اهـداف لـري. غـربت نـه پېژنـي.

۵. فقر او فربت دا نه دی چې د خوراک او څښاک لپاره څه ونلرو، بلکې هر څوک چې قناعت نه لري، تر ټولو غریب انسان دی.

۶. ډېره پوهه هم ښه نه ده، انسان کې غرور او سرور پيداکوې او د ژوند له خونده يې باسي؛ نو د ژوند څخه د خوند اخیستو لپاره په کار ده چې لږ ناپوهه و اوسې.

۷. هڅې او پارونې مو یوازې تر ستونزې حل لارې مه محدودوئ؛ بلکې د ژوند تر پایه يې جاري وساتئ.