ځای ځایګي ته زړه مه خورئ

هېچا هم په لومړیو کې دفتر او یا هم عصري دوکان نه دی لرلی. حتیٰ زیاتره لویدیځوال پانګوال هم خپل کارونه له کافي شاپه پیلوي. سټيو جابز چې په اوس کې د ټکنالوژۍ يوه غوره څېره، د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی، د iPad – iPhone – iPod  او iMac بنسټګر دی، ژوند یې له سختو ګېروګنو سره مخ و. دی د ملګرو د کوټو په غویلي ویده کېده او د ژوند د ضروریاتو د پوره کولو لپاره یې د نوشابو د بوتلونو ټولولو او خرڅولو له لارې پیسې پیداکولې او د نس مړولو لپاره یې پر ځایي خیریه بنسټونو تکیه کوله. همدا راز د فسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ د عامو خلکو په څېر زنده ګي کړې ده او فسبوک یې بدون له کوم دفتر او زیاتې سرمایې څخه، ایجاد کړی دی. له صفر څخه یې پيل کړی دی، خو نن په مېلیونونو ډالره ګټه کوي او ټوله نړۍ يې سره پرې نښلولې ده، چې د دوی دغه کړنې دا ثابتوي چې حتمي نه ده چې ته دې په لومړیو کې د ماسټري لرونکي مامورین له ځان سره ولرې، زیاته سرمایه دې ولرې او یا هم لوی ګدامونه او دفترونه دې وي؛ بلکې له  شته وسایلو څخه ګټه پورته کړئ او د وخت په انتظار مه کېږئ، له هغه ځایه یې پیل کړئ په کوم ځای کې چې یئ، وسایلو ته هم انتظار مه وباسئ، څه چې درسره دي په هغوی کار پیل کړئ، پس څومره چې مو کارکرده ګي ښه کېږي په هماغه اندازه ښه وسایل هم ترلاسه کولای شی.