د بازارموندنې مفاهمه نومي کتاب چاپ شو

د اقتصاد په نړۍ کې بازارموندنه هغه پوهه ده چې نه یوازې خپل مسلک ته محدوده ده، بلکې زده کړه یې د هټیوال نیولې تر انلاین سوداګرۍ خورا اړینه او زرینه ده، چې د دغې برخې د لا تقویت لپاره زموږ ګران ملګري فریدالله لعل زي د مشهور لیکوال  الوجمي کیوډ یو شهکار اثر چې تقریباً په نړۍ کې په مېلیونو ټوکه پلورل شوی، ژباړلی.

نوم یې خپله د کتاب منځپانګه تشریح کوي د ستاسو کاروباري او د بازارموندنې نوي میتودونو برسیره، د ستاسو  اعلاناتو په ترتیب او همدرانګه په بریالیتوب سره مو د اجناسو مارکیټ ته رسولو کې پوره مرسته درسره کولای شي، چې په ژوند او کـاروباري ژوند کې تاسې ته د نسبي بریالیتوب ډاډ دربخښي او همدارنګه یاد کتاب مو  په دغه مواردو اګاه کوي، همدارنګه یاد کتاب د پوهنتون په کچه د تدریس مواد لري چې د بازارموندنې مفاهمې اساسات نیولې تر  وروستې برخې عامه اړیکو پورې  موضوعات یې تشریخ کړي. 

سربېره پردې کتاب کې د ځینو نوي معلوماتو څخه چې د بازار موندنې برخه کې استفاده شوي دلته ژباړل شوي دي. فریدالله  لعل زی چې د عصر نوی او با انرژۍ ځوان دی؛ کله چې نوموړی د پوهنتون په دوره کې زما شاګرد ؤ، ما هغه وخت دا حس کوله چې فریدالله لعل زی د چوپړ او سخت کار کولو زغم لري. د همدې کتاب په ژباړلو سره یې بیا هم ثابته کړه، چې نوموړی د علمي او ټولنیزو پنځونو په نړۍ ورګډیدونکی دی او که دا لړۍ وساتي، لا ښه به وځلیږي.