فيس بوک د برېښناليک اسانتيا رامنځ ته کوي!


د فيس بوک ټولنيزې شبکې مسوولين وايي، هوډ يې کړى چې د برېښناليک د لېږلو رالېږلو د يوۀ سروېس په جوړولو سره خپله سيالي له گوگل سره سخته کړي.

د ايتنا د خبر له مخې د فيس بوک له لارې د برېښناليک جوړونه به yourname@Facebook.com ډول وي او کېداى شي نن دوشنبه يې پرانيسته وشي.
ځينو کارپوهانو د فيس بوک د سيالۍ دا گام د گوگل پر ضد بولي او د دوى دا کار يې(Gmail killer) د جيميل وژونکى نومولى دى.
چې کېداى شي د دوى دا ادعا تر يوې کچې سمه هم وي ځکه ،چې اوس مهال د فيس بوک د کارونکو شمېر تر ٥٠٠ ميليون کسانو اوښتى دى او دا ترې زباتېږي ،چې په همدومره شمېره يانې ٥٠٠ ميليونه خلک به يې برېښليک هم وکاروي.
نو په دې اساس فيس بوک په ډېرې اسانۍ کولاى شي خپل سيالان لکه ياهو د ٢٧٣ ميليون برېښناليک کارونکو په درلودلو سره او جيمېل د ١٩٣ ميليون برېښناليک کارونکو په درلودلو سره له خپلې مخې ايسته کړي او لومړى ځاى ونيسي.

د ايتنا د خبر له مخې د فيس بوک اوسنى د پيغام رسولو او پر ليکه کېدلو سيستم ځينې نيمگرتياوې لري چې د بېلگې په توگه له فيس بوک څخه نورو برېښناليک سروېسونو ته ايميل نه شي کېداى او همدارنگه د forwarding اسانتياوې نه لري .
ددې سرويس د عامولو او ټولو فيس بوک کارونکو ته ددې اسانتيا د رامنځ ته کولو کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه شوې.