‏سږ کال په نړۍ کې کوم کمپيوټرونه ډېر خرڅ شوي؟


‏ دلپ ټاپ کمپيوټرونو په اړه نوې شمېرنې ښيي چې سږ کال په نړۍ کې تر ټولو ډېر HP کمپيوټرونه خرڅ شوي دي ،چې د نړۍ د کمپيوټرو په سلو کې ١٨ سلنه راځي، خو مهم تغيير ډيل(DELL) کړى چې له درېيم مقام څخه خپل پخواني دويم مقام ته راغلى او د ايسر کمپنۍ له کمپيوټرونو څخه ډېر پلورل شوى دى.

د ډېل شرکت په تېرو نهو مياشتو کې د ايسر شرکت په پرتله شاته پاتې و، او درېېم مقام يې گټلې و،خو اوس نوې شمېرنې ښيي ، چې ډېل کمپنۍ مخ ته شوى او ايسر د ډېل په پرتله دومره ډېر چا ندى خوښ کړى،خوبياهم د دوى ترمنځ ډېر کم توپير دى .


‏ په واقعيت کې ايسر او ډيل شرکتونه دواړه د کمپيوټر د کم خرڅلاو له ستونزې سره مخامخ و، خو د ايسر شرکت په تېرو نهو مياشتو کې د تېر کال په پرتله له٦،٢ او ډېل له ١،٢ سلنه کم خرڅلاو سره مخ شوى ، نو داچې ډيل له تېر کال سره کم توپېر لري دويم ځاى او ايسر کمپنۍ چې ډېر توپير لري درېيم ځاى ونيو. څلورم او پنځم ځاى په ترتيب سره ليونو او ټوشيبا نيولى دى چې د نړۍ د کمپيوټرونو د بازار ١٠ سلنه او پنځه سلنه راځي . د يادولو وړ ده چې د لپ ټاپ کمپيوټرونو خرڅلاو له ډيسک ټاپ هغو څخه له دوه کاله راهيسې ډېر شوى دى.