پر نړۍ د ټېکنالوژۍ اغېز

ټېکنالوژي د ۲۱ پېړې د ژوند او ژواک اړيڼ څيز دی، پوهان وایې چې شاید ددې پېړۍ نیمایې نه وروسته نړی د اقتصادي جګړې پر ځای سایبري جګړې (cyber-war) ته مخه کړي، او هر هغه هېواد به مخکښ وي چې ډېره ډېټه یانې معلوماتي ټېکنالوژۍ سربیره د خلکو معلومات ولري،اوس د بوسټن په نوم شرکت چې په ۱۹۹۲ م کال کې جوړ شوې دی چې قسماقسم روباټونه او وسایل جوړه وي،اوس پر داسې روباټ کار کوي چې انسانانو ته ورته فزیکي کارونه وکړي،د همدې ادعا په تړاو ایلن ماسک د سپیس ایکس شرکت مشر هم ویلي و، چې مصنوعي ځیرکتیا د بشر د ژوند لپاره یوه خطرناک ترینه موضوع ده.

خو د بوسټن شرکت مسؤلینو وایلي دي چې د مصنوعي ځیرکتیا سره مل روباټونه باید داسې لارښود شي چې د بشر ژوند ته تاوان ونه رسوي،دوی اوس همداسې روباټ جوړ کړې دی او د ایلن ماسک ادعا یې دده خپل شخصي نظر ښوودلې دی.

ټېکنالوژي د نړی په هېوادونو مستقیم او غیر مستقیم اغیز درلودی شي،چې مستقیم اغیز د هېواد په راوان دوران کې تغیر راوړي او غيرې مسقیم یې د هېوادونو پر اقتصادي،بشري منابعو اثر موندلی شي.

چې ښه مثال يې د امریکا په تېرو الکترونکي ټاکنو کې د ټرمپ کامیابیدل ویلو شو،چې پر هېواد او نړی یې مستقیم او غېرې مستقیم اغیز درلود،چې حکومت او د هېواد راوان دوران ورسره تغیر شو، د ټولټاکنو پروسه یې تر سوال لاندې راغله،ډېموکراټانو سترې مظاهرې وکړلې بشري منابع راکمې شوې، او ددې سره خواکې امریکا خپلې نړېوالې مرستې تر ډېره چې دوی پکې ښکیل دي، هېوادونو کې کمې کړلې.

ټیکنالوژي د خطراتو سره مخ یو صنعت دی،او هر هېواد ددې خطراتو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي،کله چې د امریکا متحده ایالاتو ټولټاکنې د روسي هېکرانو لخوا د ټرمپ په ګټه تمامې شوې نو ددې وروسته بیا ددوې د معلوماتي ټېکنالوژې وزارت په کال کې ۱۹ بیلونه ډالر په معلوماتي ټېکنالوژی باندې ولګول.

ځینې وخت ټېکنالوژي په هېوادونو کې ډېره موثره هم تمامېدای شي او اغیز یې مثبت وي،لکه په استوانیا هېواد کې د الکټرونکي ټاکنو سرته رسول چې وګړو یې د خپل کور او کار ځایونو څخه خپله رایه وکاره وله،په ۲۴ ساعتونو کې یې مشر وټاکل شو، اقتصاد ته ضربه ونه رسیده،خلکو د خپلې رایې استعمال په خپلو سترګو ولیده.

د نړی ۲۰ ٪ کاروبارونه په ټېکنالوژۍ ولاړ دي، د datareportal مجلې په کلنې راپور کې،چې یواځې چین هېواد یې ۱۲ ٪ تشکلیه وي.

انلاین پلور او پېرل کاروبار په نړی کې په چټکې سره مخ پورته راوان دی، د ټېکنالوژې د وسایلو ستر تولیدونکې هېواد چين دی، دوې اوس د ۵ جي په نوم ټېکنالوژی خدمات وړاندې کوي چې خورا ستر بدلون لرونکې ده او په نړی یې تر دې دمه ډېر اغیز شیندلې دی، دغه ټېکنالوژي به د بې ډریوره موټرونو،د معلوماتو په لیږد او ځینې نورو مهمو اړینو برخو کې استفاده شي،۵ جي به په نړې ستر اغیز ولري،چې تر دې دمه جوړه ده خو قیمت یې لوړ دی.