فاحشه خانه

فاحشه خانه

لېکنه: نورالله غازي

د جومات نه دوه کوڅې وړاندې په یو کور کې فاحشه خانه جوړه شوه، مشهوره شوه، اخېر جومتیان هم پرې خبر شول، دوی خپلو کې وویل چې بايد دا ناوړه خلک له دې کوڅې داسې په شدت ورک کړو، چې بیا هیڅوک دلته د داسې ناوړه عمل فکر هم و نه کړي. هغه خلک هم هوښیار وو، خپل دې عمل ته یې په پوره هوښیارۍ دوام ورکړ چې په اسانۍ د چا پرې شک نه کیده. یوه شپه چې ټول خلک په خواږه خوب ویده وو، یو غررز شو... سهار چې خلکو لیدل، فاحشه خانه په بم الوزول شوې وه. وروسته مالومه شوه، چې دا کار دوو ځوانانو د جومات د ملا امام او یو څو مقتدیانو په مشوره کړی دی. دا ځوانان په کلي کې مشهور شول، عکسونه یې خلکو د حجرو پر دیوالونو او موټرونو ولګول، دا دوه ځوانان د کلي په دوو اتلانو بدل شول.

وخت تېريدو، یوه ورځ چې جومات له خلکو ډک و، یو غرز شو، سره لمبه په جومات کې راوګرځیده، له لوګي سره د لمونځ کوونکو غوښې هم هوا ته پورته شوې، په کلي کې یو ویر خپور شو، ښځې سرتور سرونه له کورونو راووتې، په چیغو چیغو ژړیدې اویو سرونه یې شکول....

څو میاشتې ووتې، خو دا چا معلومه نه کړه، چې په جومات کې بم چا الوزولی او ولې یې الوزولی دی.

یوه ورځ د پوهنتون دوه محصلين پر لاره روان وو، د ليوني بوډا فيلسوف کوټنۍ ته یې سرونه ور دننه کړل، له نورو کیسو وروسته یې دا هم ترې وپوښتل چې په جومات کې به چاودنه چا کړي وي؟

فيلسوف لوی بريتونه له خپلو پرېړو شونډو په دوو ګوتو سره بیل کړل او په معناداره موسکا یې وویل:
ـ هغو دوو اتلانو!

محصلینو لومړۍ وخندل او بیا یې په پسخند وویل:
ـ موږ ویل چې ته به هوښیار سړی یې ... دوه اتلان خو په خپله په همغه جومات کې وو، چې یو پکې ووژل شو او بل ګورې چې دواړه پښې یې پرې دي....

بوډا فیلسوف موسکی شو او په ارامي یې وویل:
ـ بچيو! زه ځکه وایم چې دا کار دوو اتلانو کړی دی، چې هغوی فاحشه خانه په بم الوزولې وه، دوی نورو ته د بم الوزولو فکر ورکړ، له هغې وروسته که په ميخانه کې بم الوتلی او که په عبادت خانه کې په دې ټولو کې دوه اتلان شریک دي. که ته یو کار د عقل په زور وکړې، په نورو کې هم د عقل قوه راویښېږي او که تشدد له لارې د یو کار مخه ونيسې، د نورو په مغز کې هم د تشدد فکر راولاړوې.

دوه محصلان چې د بوډا فیلسوف له کوټنۍ راووتل، له یو بل سره نه غږیدل، دواړه په ژورو فکرونو کې ډوب وو.