د مينې ليک

هيله مند يم چې د پنجشنبې سهار به دې ښه په خوشالۍ پيل کړی وي؛ پوهېږې ولې مې وويل په خوشالۍ؟ ځکه تېره شپه مې درته ډېر د سر درد درکړ. ستړې له دندې ستنه شوې وې، ستړې وې، خو ما، ما استراحت ته پرې نه ښودې...

بخښنه غواړم، ډېره بخښنه!
خو څه وکړم؟ د حل لاره نور نه لرم. نه مې ورځ، ورځ ده او نه مې شپه! چې سهار د ستړي خوبه راويښ شم، نو ستا يادونه لکه د لمر د پلوشو خپل وزرونه زما په زړه خواره کړي. لا تياره وي، له سترګو مې د بې وسۍ اوښکې تويې شي، نهيلی شم، پرڅنګ واوړم، ستا د وصال په سمندر کې د خيال بېړۍ سره روان شم، ښايسته او خوشبويه هواګانې مې پر مخ ولږي، خو وخت لا ډېر نه وي تېر شوی چې ناڅاپه له خياله جګ شم، اوښکې پاکې کړم، دباندې ووځم.

د شين اسمان په لمنه کې د يو څو ستورو تته ځلا وګورم چې په ورکېدو وي، کټ مټ لکه زما د ارمانونو.....!

اوبه راواخلم، اودس وکړم، د لوی خدای په لوري مخ واړوم او لمونځ ته ودرېږم، خو کله، کله مونځ رانه کم يا زيات شي، خدای دې ما وبخښي!

د ګرمو اسوېلو سره د دندې په لور روان شم، ورځ تېره شي ستا د يادونو سره او د تور ماښام په تياره کې ستا د مينې د غمونو له ډېوې سره کور ته راستون شم. قلم راواخلم او يو څو کرښې ستا په جدايۍ کې وليکم. کله، کله بيا، بيا خپلې ليکنې ړنګې کړم ځکه تا راته ويلي ول چې زما پښتو سخته ده او په ساده الفاظو يې وليکم.

د خپلې خونې بسترې ته لاړ شم، يوه غمجنه د مينې سندره واورم. په خيالونو کې مې تاسره يو ځای کړي. انځور دې راسره نشته، خو په خيال کې ستا بې شمېره انځورونه لرم.
په سوچونو کې ويده شم.

ستا د مينې له برکته ډېر ښه شوی يم، ډېر ژاړم...!
خير زه دې وژاړم، خو ته دې خوشاله يې!
مننه چي زما د ليوني ګډې وډې لولې.
بهير