محمد علي جناح


محمد علي جناح د۱۸۷۶ کال ددسمبر په ۲۵ په کراچۍ کی زېږېدلی دی . دپلار نوم یی [جینابای پونجا] یوګوجراتی بنجاري و اودمورنوم یی میتي بای وو. دده موراوپلار په اصل کی دپانیلي ګونډال څخه وو اودجناح له زېږېدو یوکال مخکی کراچۍ ته کډه شو ي وو. شپږکلن وچی دخپلې ترورسره مومبۍ ته ولاړ اوهلته په کتید رل اوجان کونن ښونځئ کی شامل شو خو ډېرلږوخت وروسته کراچۍ ته بېرته بوتلل شو اوهلته د [کریسچن میشنري سوسایټي سکول ] کی داخل کړای شو. په ۱۹۹۲ کی شپاړس کلن جناح د[ایمي بای] په نوم یوې جینۍ سره واده وکړاوپه همدغه کال کی لندن ته دتحصیل لپاره ولاړاود[لیکن این] په پوهنتون کی یی په زده کړوپيل وکړ. دی په لندن کی وو چی ښځه یی کال وروسته مړه شوه . دقانون اووکالت له تحصیل څخه چی راوګرځېد نو دشپاړس کلنی [راتنبای] سره یی واده وکړاوله ۱۱ کالووروسته سره جداشوو. د جناح کورنۍ خپل ځانونه په اسماعیلیه فرقې پوری تړل خو ځينی وایي چی جناح چی کله په سیاست لاس پوری کړ نوشیعه فرقې ته واووښت . دغسی ځینی روایاتو کی یی موراوپلارد ګجرات هندوان بلل شوي دي اوځينی یی پارسیان بولي. په هره بڼه ،وئيل کیږي چی جناح یوسیکیولرسړی واوداسلام سره یی روحاني تړاونه درلود. دجناح دموراوپلارمذهبي ناڅرګند تړاو، په عیسوي مذهبي مکتبونوکی دجناح تربیه ، له یوې فرقې څخه بلی ته اووښتل اولمونځ نه کول ښئي چی ده یواځي د سیاسي اسلام سره اړیکې درلودی اوداسلام د دین سره یی ټينګ اړیکې نه لرل . په ځينوروایاتوکی خوداهم وئيل شوي دي چی محمدعلي جناح دخپل ژوند په اخروورځوکی دپاکیستان په جوړېدو پښېماني څرګنده کړېوه اوداځکه چی ده یوسیکیولرپاکیستان غوښته خوپاکیستاني ملایانو دبنسټپالنې اوتوندلارېتوب خواته کشاوه . 
دمحمدعلي جناح سیاسي علاقه هم هغه وخت راپيداشوه چی دتحصیل په دوران کی یی [هاوس آف کامنس ] ته منظم تګ راتګ کاوه . جناح ته په شپاړلس کلنۍ کی انګرېزانو دکاروړاندیزوکړ، چی کله له تحصیله خلاص شو بیا هم ورته لوړمقام ورکړل شو ، دآل انډیا مسلم لیګ په سرکی ودرول شواوچی کله په سیاسي توګه دباوروړ سړی شونو په ۱۹۴۰ کی یی دمسلم لیګ په یوکنفرانس کی له هند څخه دبېلتون وړاندیزوکړاوبیا په همدې موضوع کاروشوترڅوچی دانګریزانولخوا [لورډ ماونټ باتن ] دهنددخپلواکۍ ورکولو اودپاکیستان په نوم یوبېل دولت جوړولولپاره هندته واستول شواوپه ۱۹۴۷ کال کی یی دپاکیستان جدا دولت اعلان کړاومحمدعلي جناح یی ورته ګورنرجنرل وټاکه . 
دپای ټکی دادی چی انګرېزانومحمد علي جناح له وړوکوالي څخه ترروزنی لاندی نیولی و اودپاکیستان په رامنځته کولویی تر «قائداعظمۍ» پوری ورساوه کنه په حقیقت کی نه مسلمان قائد و اونه قامي اوولسي قائد.