افغانان بيا د يوې نوې لوبې په درشل کې!

 بهير

تېرو  ورځو کې د امریکا مرستیال ولسمشر پخپلو څرګندونو کې دا وویل چې طالبان زموږ دښمنان نه دي. د دې خبرې د بیا تر میم لپاره د دفاع د وزارت مرستیال هم څرګندونې وکړې، هغه بیا وویل چې څوک پر موږ ګذار کوي هماغه زموږ دښمن دي او موږ به یې هر چېرې وځپو، دلته زموږ ولسمشر هم د لومړي تن خبرو سره چک چکې یوځای کړې او د افغان ولس د غولولو لپاره يې بیا خپلو هڅو ته دوام ورکړ.
هلته په قطر کې افغان دولت د طالبانو سیاسي نماینده ګي نه منله او غوښتل يې چې په تر کیه یا سعودي هېواد کې ورته سیاسي نماینده ګي خلاصه کړي، نو دلته بیا ولسمشر کرزي خپل پلاستیکي سیاست ته مخه کړه او ويې ویل چې موږ هلته د ې طالبانو له سیاسي نماینده ګۍ سر موافق نه یو، خوکله چې بهرنیو واکدارانو غوږونه ور تاوکړه نو یو ځل بیا د رسنیو ډګر ته را ووت، او ویل يې چې موږ دا خبره منو، تر څو بیا دخلکو زهنونه مغشوش، او پاملرنه یې جلب کړي، او خلکو ته خپل وجود ثابت کړي، که څه هم د ده له لاسه څه نه کېدل.
راځم لومړی موضوع ته، که چېرې امریکايي چارواکي  دا خبره کوي چې طالبان زموږ دښمنان نه دي، نو القاعده خو دلته تر وروستي دمه ونه موندل شوه، سم لکه دعراق اتومي پرګرام چې یوځې خپلې ګټې یې مطلب وې، ایا د دومره افغانانو وینې تویول هسې د دوی لپاره یو ساعت تېري و؟ سمه ده طالب له القاعدې سره اړیکې درلودې، خو دا واضح شوه چې موږ القاعده نه وو او نه زموږ په کور کې وموندل شوه، او له لومړي دمه  تر اوسه پورې القاعده په پاکستان کې موندل کېږي، او دوي له طالبانو سره دښمني هم نه لری.
نوبیا!
په تورو شپوکې د افغانانو پرکورونو باندې ور ختل، د هغو کلتور او فرهنګ ته په سپکه سترګه کتل ، د هغو وژول، او دهغوی ناموس ته په سپکه سترګه کتل....
د کوم بشري قانو له مخې سرته رسيږي؟
تېرو ورځو کې مې یو بل خبر تر سترګو شه په هغه کې داسې راغلي وه، چې ولسمشر کرزي کوم پلاوی د ملکي زیانو په هکله ټاکلي وه ، د هغه راپور د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له دفتر نه نشر شو وروسته د دې راپور له خپرېدلو نه، په دې مرکز باندې د امریکا مرستې بندې شوې او اوس په یوه ځوړند حالت کې قرار لري، ځکه یوه افغان د خپلو خلکو د وژولو غږ د رسنیو تر غوږونو ورساوه.
ولسمشره!
کله چې تا ونه شوه کولی په تېرو لسو کلونو کې د افغان وګړو حقوق په داخل کې پرې ونه سپارې له بهر نه چې په ګوانتنامو او نور ځایونو کې دي تېرېږم.
کله چې تا ونه شوه کولي طالبان چې افغاني هویت لري او افغانان دي افغانان وګڼې، کله چې تا په ګواښونو سره هم ونه شوه کولي چې د افغانانو پر کورونو چاپې بندې کړې، کله چې تا ونه شوه کولي چې د خپل کلتور او فرهنګ نورو ته دروند وښایې او دفاع ترې وکړې، کله چې تا زموږ د قوم سپین ږیری او ملا امام ونه شوه ساتلي، کله چې تا د اقتصاد له پلوه خپل هېواد په پښو و نه شوه دورلي، کله دې چې په دا خلي سیاست کې ماته وخوړه، او کله دې چې په خارجي سیاست کې افغانستان ازاد ونه شوه ښودلي، او کله دې چې خپل دوستان لکه شمالي ټلواله په کنترول کې رانه شوه وستلای، او هغوی هم توپک ته په لاس کولو ووېرولې.......
نو ستا ولس به له تانه څه تمه ولري؟ تا دوی له اقتصادي پلوه خلکو ته محتاج ساتلي، تا همېشه له دوی سره دوکه کړې په چل او فرېب وسره مخته روان یې، له لومړي بن څخه بیا تر دوهم بن پورې دا یواځې ټولې دوکې وې چې تا افغان ولس ته ورکړې، ان هاغه د ولس په دودیزه جرګه کې چې د خلکو استازو څه درته وویل هاغه دې په سلو کې یو هم عملي نه شوه کولي.
خو نن غواړې یو ځل بیا همدې ته ورته موضوع قطر او د طالبانو سیاسی نماینده ګي وړاندې کړې.
موږ تېر ته په کتو سره به دې قطر له غونډې او نورو نه څه هیله ولرو؟ بیا به کوم هټۍ وال راشي، سل میلیونه دالر به هم پاکستان ته یوسي، او په خپله مخه به لاړ شي.
بیا په یوه بهرني هېواد کې، چې له افغانستان سره د دوستۍ هېڅ سابقه ونه لري، هلته کوم چې د امریکایانو اډې شتون لري او ټول اثرات يې ورباندې جوت ښکاري، که چېرې په دې هېواد کې او د افغانانو په دې بې مسولیتۍ کې، کومه پرېکړه کېږي نو هغه به هم یواځې د افغانانو وژلو ته لاره لا نوره هواره کړي او بس!####