داسې روبوټ جوړ شوى چې هگۍ رنگوي!

 
نن سبا د ژوند دډېرى چارو د ترسره کولو لپاره روبوټونه جوړ شوي د بېلگې په توگه د پخلي، لوبو، د ماشومانو د ساتېريو، د مرستې او نورو... بېلابېلو کارونو لپاره خو په دې وروستيو کې داسې روبوټ جوړشوى، چې د چرگو هگۍ رنگوي.
دا چې په افغانستان کې ډېرى خلک د خوشاليو او اخترنمانځې د ډالۍ په توگه په ځانگړي ډول په کلو او بانډو کې يو بل ته رنگ شوې هگۍ ورکوي. او د هگيو رنگول هم
ډېره ستونزمنه چاره ده. ما چې له يوه کليوال څخه پوښتنه وکړه، چې هگيو ته په اختر کې دا سور رنگ څنگه ورکوئ؟ هغه وويل: مو هگۍ د پياز له پوټکي سره او کله،کله هم له يو موټي پروړې(بوس) سره يو ځاى جوش کوو، نوځکه دومره ښکلې او ښايسته سور رنگ لري.
خو دا نوى جوړ شوى روبوټ Egg-Bot نومېږي او Bruce Shapiro طرحه او ډيزاين کړى دى.
دهگۍ رنگولو لاره يې تر کلېوالې هغې ساده او اسانه ده هغه داسې چې قلم او هگۍ به ددې روبوټ په لاس کې ورکړئ ددې روبوټ يو لاس د هگۍ د خوځولو او اړولو راړولو دنده لري او دويم لاس يې د قلم د خوځولو او رنگولو دنده پرمخ وړي.