روهي( پنځه نۍ/۲۵ د تلې )، کومې شونډې ښکلي وي، ډکې او که نرۍ او نازکې؟ په دې اړه څه ويل مشکل دي، ځکه چې د ټولني او دودونو له بدلېدو سره معيارونه هم بدلون مومي. يعني سړی دا ویلی شي چې د شونډو ښکلا هم تغير کوي.
پخوانی مصر
په پخواني مصر کې د مخ په ښکلا کې د نقشونو انډول ډېر مهم گڼل کيده. تر ميلاد ۱۴۰۰ کاله د مخه په رسم شوي دې تاريخي انځور ونه لیدل کېږي چې سترګې او پزه غټې دي، خو شونډې بيا دومره غټې نه دي رسم شوي چې سړی ورته ډېر متوجې شي.
هند
د ښکلا د الهې لکشمي په مجسمه کې یې شونډې ډېرې ښکلي جوړې شوي. خو د سترګو د سرکښۍ په وړاندې یې جذابيت تت دی.
اروپا
په ۱۸ پيړۍ کې په اروپا کې کلتوري دوره بدله شوه او ورسره د ښايست معيارونه هم. په دغه دوره کې ډکې شونډې د ښکلا سمبول گڼل کيدلې. بيا چې دا پيړۍ تېره شوه نور ورسره پېمانه هم بدله شوه. د ۱۹۱۰م کال د گوستاو کلمت په انځور «دي کِس» کې شونډې نرۍ دي.
په ۲۰۰۰ م کال کې
ايا دا د هند لسيزه وه؟ هغه وخت نړۍ په ايشوريا رای پسې لېونې وه. هغه د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه ګڼل کيده. د هغې شونډې خو ډکې وې خو تر سترګو یې ډېرې ښکلې نه وې.
او اوس...
د کِم کرداشيان د ښايست خبرې هر څوک کوي. اوس يو وار بيا پېړې او ډکې شونډې د ښکلا سمبول ګرځېدلی دی. ماضي تېر دی، اوس ۲۱ مه پيړۍ ده او اوس د ښکلا د تعينولو وخت را رسېدلی دی.
راټولونکی: محمد مبین هڅاند
وروستي