ټول هیوادوال او حتی سیمه او نړۍ نه یوازې د دې شاهده ده، بلکې دې ته حیرانه وه چې ولسمشر غني څنګه په دې وتوانېده چې د لومړي ځل لپاره له وسله والو طالبانو سره نه یوازې اوربند عملي کړي، بلکې داسې یې مدیریت کړ چې د چا پوزه هم په کې وینې نشوه. دا کار کومه معجزه نه وه، او نه هم کوم تصادف و، بلکې دا د هغې پیاوړې ارادې او ټینګ هوډ پایله وه چې د همدې لپاره ولسمشر غني لرله.
خپله ولسمشر غني وایي چې خپل ډېر نږدي ملګري یې په دې خاطر او له دې وېرې چې کوم غم پېښ نشي، له افغانستان څخه ووتل او بهر ته ولاړل، مګر چې وې لیده اوربند په ښه توګه مدیریت شو، نو بېرته راغلل. لکه څنګه چې د اوربند په اړه هیچا باور نه درلود او نه یې عملي باله، مګر ولسمشر غني هم دا ممکن کړ او هم یې عملي کړ، نو همداسې به د سولې پروسه هم بریالۍ کړي.
ولسمشر غني د ناټو استازو ته په خپله وینا کې وویل: موږ پر سوله د ملي اجماع له پیروي سره خپله سیاسي اراده د سولې د مذاکراتو د وړاندیز او د یو اړخیز اوربند له اعلان سره چې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې ومنل شو نندارې ته وړاندې کړه. څلوېښت کاله وروسته د لومړي ځل لپاره زموږ خلکو د سولې ډالۍ تجربه کړه. دې زړور ازمېښت د پخلاینې لپاره زموږ د ملت فوق العاده ظرفیت ، د بښنې اراده او دا چې موږ د اینده خاوندان یوو نندارې ته وړاندې کړ.
د نوموړي په وینا د اوربند ۹۸ سلنه تطبیق او په ښارونو کې د ۳۳ زره سوله غوښتونکو طالبانو بریالی مدیریت وښوده چې ترلاسه شوې افکار د سولې پر وړاندې د بالقوه موانعو په اړه بیا کتنې ته اړتیا لري. زموږ د علماو هر اړخیزه ونډه، د دیني علماو نړیوال ملاتړ په ځانګړي ډول د حرمین الشریفین خطیبان او په ټول هېواد کې خودجوشه سوله ییز حرکتونه دا ښیي چې د سولې د ټينګښت وخت را رسېدلی. ډاکټر عبدالله او زه به پایداره او جامع سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړو.
ولسمشر غني د سولې لپاره یوازې شعار نه ورکوي، بلکې د دې لپاره اراده او برنامه دواړه لري، مګر نوموړی هغه سوله غواړي چې د افغانانو او د وطن ژوند او عزت په کې خوندي وي او ټول په کې د هوساینې، ارامي او خوندیتوب احساس وکړي او دغسې سوله د پردیو په فرمایشونو نه، بلکې د افغانانو په تدبیر، زغم او مذاکراتو راځي او وسله وال طالبان که په رښتیا د سولې غوښتونکي وي، نو د دغسې سولې او د دغسې مذاکراتو لپاره دې ځانونه چمتو کړي.
وروستي