امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاته شوې

 
 
افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د برم ، عزت ، شرف ، خاوری ، ملي حاکمیت او ناموس ساتونکي دي ، هیڅ شخص او یا نوماند یې پر سرښندنو او ویاړونو نه سترګې پټولی شي او نه هم د دې حق لري چې نامناسبې څرګندونې وکړي .
سرتېري هغه څوک دي چې خپل سر له هیواد او د هیوادوالو تر ناموس قربانوی ، شپه او ورځ د هیوادوالو لپاره له خپلې ښادي او غم څخه بې برخي او د اختر په خوښیو کې د هیوادوالو د خوښیو د لمانځلو لپاره ټوپک په لاس ولاړ وی تر څو هیوادوال خپله خوښي په شانداره مراسمو سره ولمانځی .
کله چې په افغانستان کې ولسمشریزۍ ټاکنې پای ته ورسیدلې نو د هیواد جمهور ریس محمد اشرف غنی امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د کابل په لاله او سنایي غزنوي ښارګوټي کې چې د کابل په قصبه سیمه کې موقعیت لری د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۱۰۰۰ اپارتمانونه ووېشل ، د یادونې وړ ده چې دغه اپارتمانونه د ۲۰ کلونو لپاره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د قسط په شکل ورکول شول .
هر کله چې امینتي او دقاعي ځواکونو میړانه کړی ولسمشر غنی یې دغه میړانه په ښه ډول ستایلي کله چې ټاکنې په ښه امنیت سره پای ته ورسیدي نو غنی له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه او د دوي هڅي یې وستایلي .
د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ګیله من وو چې موږ د هیواد لپاره نه ستړی کیدونکې هلي ځلي کوه خو زموږ میرمني ناروغي وی موږ ناراحته یو په همدی خاطر د هیواد امنیتی او دفاعي ځواکونو ته محمد اشرف غنی یو ۱۰۰ بستریز ولادي او نسایي روغتون د پرانیست ډبره کیښوده چې سرتیري یې په دغه کار سره ډیر خوشحاله کړل .
جمهور ریس تل هڅه کړې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ښه خدمات وړاندی کړی تر څو د هیواد او هیوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره په ډاډه زړه هلي ځلي وکړی .