اووه کلنې ماشومې کې د بالغ والي نښې لیدل شوي

روهي( دوه نۍ/۱۵ د تلې )، یو کال دمخه ترسره شوي څیړنې له مخې ، د نارینه او ښځینه په بدن کې ۳۸۹ جینونه شتون لري ، چې د ځوانۍ مرحلې ته په رسېدو کې خورا مهم رول لري.
 

په هرصورت ، پدې څیړنه کې د نارینه یا ښځینه بالغ عمر ندی مشخص شوی.
 

مګر د نورو څیړنو له مخې ، په ځینو هیوادونو کې انجونې د ۹ ، ۱۱ کلونو تر منځ او هلکان له ۱۱ تر ۱۳ کلونو پورې بلوغ ته رسي.
 

مګر په چین کې ، یوې ۷ کلنې نجلۍ کې د بالغ والي نښې لیدل شوي چې نه یې یوازې د هغې مور او پلار حیران کړي دي بلکې ډاکټران هم ورته حیران دي.
 
د سینګاپور خبري وېبپاڼې( ایشیا ون) په وینا ، د هغې مور او ډاکټر حیران شول کله چې په چین کې یوه ۷ کلنه نجلۍ بلوغ ته ورسیده.
 

راپور د چینایی ویب پاڼې په حواله لیکلی چې د ماشوم مور د حمام پرمهال ، هغه پوه شوه چې د هغې ماشوم ګړندی وده کوي او د دوی جسمي ارګانونه په غیر معمولي ډول بدلیږي.
 
د ماشوم د مور په وینا ، دوی حیران وو چې د ماشوم د سینې جوړښت په چټکۍ سره بدلیږي ، نو دوی ماشوم ډاکټرانو ته راوست ، کوم چې څرګنده کړه چې نه یوازې د ماشوم سینه بلکې د دوی فزیکي جوړښت هم د عمر سره وده کړې.
 
ډاکټرانو وویل چې د ماشوم د بدن جوړښت د۱۰ کالو څخه لوی ماشوم سره ورته دی او د سینې سربیره نور غړي د بلوغ په وخت کې د ماشوم په څیر رامینځته شوي.
 
کله چې ډاکټرانو د ماشوم رژیم په اړه پوښتنه وکړه ، نو مور وویل چې د هغې ماشوم تل صحي رژیم خوړلی دی.
 
 
کله چې ډاکټرانو د هغې د خوړو رژیم ته بیاکتنه وکړه ، وموندل شوه چې ماشوم د ۴ کلونو څخه راهیسې د څراغونو سره خوب کوي.
 
 
د نجلۍ مور وویل چې د هغې لور ، چې څلور کلنه وه ، یوازې او یوازې په خونه کې د څراغونو سره خوب کوي ځکه چې هغه له تیارې څخه ویره لري.
 
ډاکټرانو وروسته څرګنده کړه چې ماشومه بلوغت ته رسیدلې ځکه چې په کم عمر کې د شپې په زیاته رڼا کې خوب کول یې د همدې کار لامل ګرځېدلی دی.
 
د ډاکټرانو په وینا ، ماشومان د 'میلاتون' په نوم یو ډول هورمون لري چې له بلوغ سره تړاو لري او د شپې لخوا په چټکۍ سره وده کوي.
 
د ډاکټرانو په وینا ، په ر ڼا کې خوب د ماشوم 'میلاتون' هورمونونو اغیزه کړې او په ډیر کم عمر کې یې د بلوغ ته رسولې.
 
ډاکټرانو زیاته کړې ده چې په ۲۰۱۶ م کال په انګلستان کې هم یوه ماشومه د ۴ کلونو په عمر بالغه شوې وه.
 

ژباړن: محمد مبین هڅاند